یا به یو کېږو یا به ورکېږو/ ګلرحمن رحماني

0 1,084

جنګ او جګړه د افغانانو د ورځني ژوند په یوې برخې اوښتې، ځکه هره ورځ د افغانستان په یوه ځای کې جګړه وي چې عام او بېګناه افغانان په یو او بل نوم په کې وژل کیږي ، دا له دې کبله نه ده چې افغانان شر او جګړه غوښتونکي دي او یا هم جګړه خوښوي، بلکې دوی مجبوره شوي دي او ځینو بهرنیو هیوادونو دلته خونړۍ جګړه راوړې چې له امله یې هره ورځ په لسګونه بېګناه افغانان وژل کېږي .

دلته جکړو نیابتي شکل اخیستی. روسیه غواړي چې په افغانستان کې له امریکا څخه د ویتنام غچ واخلي. امریکا غواړي چې په سیمه کې د روس او چین نفوذ محدود کړي. پاکستان خو بې له هغې افغانستان ته کږه اراده لري او ایران هم د لستوڼي د مار په څېر د افغانانو له اوسني وضعیت څخه په ناوړه ګټه اخیستنې د جنګ د اوږدېدو لارې چارې لټوي.  روسیه او ځینې نور هیوادونه چې نه شي کولی له امریکا سره مستقیمه جګړه وکړي غواړي په افغانستان کې د امریکاپلانونه شنډ کړي او عام افغانان ووژني .

د پاکستان له جوړېدو وروسته به فخر افغان خان عبدالغفار خان  ویل: (لر او بر یو پښتون یو افغان) ، (لا به یو کیږو ګنی ورکیږو) او (اوبه په ډانګ نه بیلیږی) . ویل به یې کله چې په لر پښتون څه تکلیف راغلی دی ، نو هغوی بر وطن (افغانستان) ته کډه کړې ده ، که په بر پښتون څه تکلیف راغلی دی نو هغوی لر وطن (پاکستان) ته کډه کړې ده، مګر اوس د پښتنو د بې اتفاقۍ او د افغان سیاسیونو د خپلمنځیو جنجالونو له امله څلور لسیزې کېږي چې پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه کوي او د افغانستان په جګړو کې مستقیم لاس لري ، یا خو کوز پښتانه بېوسه شوي توانایي نه لري چې پنجاب او (ای ایس ای) ته ووایي چې په افغانستان کې لاسوهنه مه کوه او یا هم نه غواړي چې د حکومت په کارونو کې مداخله وکړي .

که مونږ د افغانستان جنګ او جګړو ته وګورو له یوی خوا افغان وژنه او له بلی خوا د افغانستان د قومونو تر منځ نفاق ته لمن وهل دي. داعش او طالبان بېدرېغه افغانان وژني. د غزني ولایت په جګړه کې ډېری بیګناه افغانان شهیدان شول ، د کابل دشت برچي سیمه کې هم زمونږ ډېری بیګناه محصلین او متعلمین شهیدان شول ، د دواړو د حکومت مخالفیو دنده افغان وژنه ده. دوی غواړي چې د افغانانو په منځ کې مذهبي او قومي تفرقه ایجاد کړي.

په افغانستان کی ځینو سیاسي ګوندونو ډېری بېګناه افغانان په یو او بل نوم ووژل ځینې یې د خلقیانو او ځینی یی د مجاهدینو په نوم ، ځینی یی د حزب اسلامی او ځینو یی د جنبش په نومونو سره ووژل ، ځینی ګوندونه اوس هم له افغان حکومت نه د سیاسی ګوندونو په نوم پیسی اخلی خو کارونه یی د یو ګوند په شان نه دی ځکه ګوندونه له حکومت سره همکاری کوی ، د خلکو ستونزی له حکومت سره شریکوی او په ځینو مواردو کی د خلکو ستونزی په خپله حل کوی ، خو په افغانستان کی ګوندونه له حکومت نه په ټولو مواردو کی سهم غواړی له حکومت سره همکاری نه کوی بلکی د حکومت پښی وهی او حکومت کمزوری کوی .

که زمونږ سیاسي مشران ، سیاسي ګوندونه او احزاب ، اجرائیه ، مقننه او قضائیه قوې او په لویه کې حکومت ، محصلین ، متعلمین ، د پوهنتون او مکاتبو استاذان او د افغانستان ټول عام وګړي او هر شخص خپله دنده وپېژني او په خپله دنده کې صادق واوسي او له یو بل سره همکاري وکړي، د اوسنۍ جګړې د ختمولو لپاره سره کېنو او په صادقانه توګه سولې ته کار وکړو باور لرم چې اوسنۍ جګړه به پای ومومي او د تل لپاره به دا جګړه ختمه شي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply