سعودي او بروکسل پر افغان سوله او افغانستان بحث کوي/ محمد روښان ښاد

0 780

سبا او بل سبا په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ علما د افغانستان د سولې او ثبات په مناسبت جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د امنیت او ثبات او همدارنګه په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو کنفرانس پر افغانستان، له افغانستان سره په همکاریو، پرمختګونو، مرستو، اصلاحاتو، د نظام پر پیاوړتیا او نورو اړوندو مسایلو بحث کوي.

له دې څخه معلومېږي چې هم حکومت په ښه مسیر روان دی او هم د حکومت د سیاستونو او ښو مناسباتو له برکته لا هم افغانستان په نړۍ کې د توجه په محراق کې قرار لري او لا هم د بحثونو تمرکز پر افغانستان دی.

سعودي عربستان وروسته له هغې د افغانستان د جنګ او سیاستونو په اړه خپل اوږد سکوت مات کړ، له کومې ورځې چې افغان دیني علماو پلازمېنه کابل کې د لویې جرګې په تالار کې د روان جنګ د مطلق حرام او ناروا ګڼلو په اړه متفقه فتوا ورکړه او په جنګ کې له ښکېلو خواو یې وغوښتل چې دایمي سولې ته د رسېدو او د جنګ د پایته رسولو لپاره دې په خپلو کې اوربند اعلان کړي چې په دې برخه کې هم لومړی ګام حکومت پورته کړ، ځکه ولسمشر غني د دیني علماو فتوا او وړاندیز ته په درناوي لس ورځنی اوربند اعلان کړ.

ځینې مغرضو کړیو او افرادو د حکومت دغه یو اړخیز اوربند نه یوازې بې ګټې باله، بلکې دوی دا د هېواد دامنیتي او دفاعي ځواکونو د لاسونو د ورتړلو په مانا تعبیراوه او له همدې امله یې خپل ناوړه دریځونه د عامه اذهانو د ګډوډولو لپاره څرګندول، خو لږ وخت وروسته چې نړیوالې ټولنې او بین المللي بنسټونو له اوربند څخه خپل پراخ ملاتړ اعلان کړ، نو ورسره جوخته دوی هم خاموشي اختیار کړه، ځکه چې له یوې خوا نړیوالې ټولنې د حکومت د اوربند ملاتړ او هرکلی وکړ او له بل لوري طالبانو هم د اخترې درې ورځې اوربند اعلان کړې.

څو اونۍ دمخه سعودي عربستان دوه مهمو خطیبانو د جمعې د لمانځه خطبې د افغانستان سولې او ثبات ته ځانګړې کړې او دوی په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې روان جنګ او افراطیت حرام وباله. سعودي عربستان څخه په مراتبو د منځګړتوب غوښتنه شوې وه، مګر تر دې مهاله دوی هیڅ عملي ګام پورته نه کړ، مګر کله چې حکومت د سولې په برخه کې خپلې هڅې پراخه کړې او اندونیزیا په دې برخه کې عملي اقدام وکړ، بیا ازبکستان د افغانستان په مناسبت د سولې د کنفرانس کوربه توب وکړ، نو دغو هڅو عربستان یو څه وارخطا کړ او له همدې امله یې اوس د سولې په برخه کې په عملي اقداماتو لاس پورې کړ او دوی ژمنه کړې چې د سولې د تامین تر پایه به له افغان حکومت سره وي او دوی د سولې تامین د ټولې اسلامي نړۍ د مسلمانانو مسوولیت ګڼلی دی.

په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د علماو نړیوال کنفرانس ته د افغانستان دیني علما او د سولې عالي شورا استازي ورغلي دي چې د افغانستان استازیتوب وکړي او د جرمني په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې ناستې په خپله ولسمشر غني ورغلی دی چې په یاده غونډه کې د وینا او ګډون ترڅنګ به د بېلابېلو هېوادونو له هغو مشرانو سره هم لیدنې ولري چې په یاد کنفرانس کې د ګډون په موخه بروکسل ته ورغلي دي. باور دی چې دغه دواړه غونډې به د افغانستان لپاره د سولې ، ثبات، انکشاف او ښې حکومتولۍ په برخه کې پام وړ لاسته راوړنې ولري.  

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply