یو ځان شرموي بل قام شرموي/ودان روښان

0 635

د بلژیک پلازمینه بروکسل کې د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو غړو هېوادو مشران جرګه شوي چې د نورو ترڅنګ له افغانستان سره تر ۲۰۲۴ کال پورې خپلې مرستې یقیني کړي.

دغه راز، د ناټو سرمشریزه کې به افغانستان کې پرټیکاو او طالبانو سره د افغان حکومت د سولې پر هڅو هم خبرې وشي. اټکل کېږي، د ناټو سازمان به پر دې غور وکړي چې طالبانو سره د افغان حکومت د سولې وړاندیز له لارې څه ډول افغان جګړې ته سیاسي حل لار موندل کېدای شي؟

په رپوټونو کې دا هم راغلي چې ناټو به له دې سره همهاله افغانستان کې د غوڅ ماموریت ځواکونو شمېر پر زیاتولو هم غور وکړي. داسې رپوټونه خپاره شوي دي چې ښایي ناټو افغانستان کې د پرېکنده ماموریت له پاره ۳۰۰۰ نورپوځیان هم ولېږي چې په دې سره به په افغانستان کې د ناټو او ملاتړو هېوادو ټولو ځواکونو شمېر نږدې ۲۰۰۰۰ ته ورسېږي.

دې غونډې ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ورغلی چې د ناټو تړون غړو ته ډاډ ورکړي چې افغان دولت او وسله وال پوځ به د یو ښه او ډاډمن شریک باڼي په توګه د هغوی مرستې سمې او پرځای وکاروي. دغه راز، د افغان پلاوي ډېر ټینګار به تر اوږدې مودې پورې د نړیوالو مالي ملاتړ تر لاسه کول وي.

ویل شوي چې د ناټو تړون به هم له افغان چارواکو ځینې غوښتنې ولري او هغه دا چې د خپلو کړنو په ځانګړي توګه د سمون راوستو په برخه کې مالومات ورکړي.

خو له دې ټولو سره سره بیا همدې غونډې( دناټو سرمشریزې)ته څو قومي ټیکه دارانو لیک لېږلی او په هغه کې یې ولسمشر غني په قوم پالنه تورن کړی دی.

د معلم عطا، محقق، ضیا مسعود، دوستم په مشري ټلوالې د ناټو سرمشریزې ته په لیږلي پرانیستي لیک کې راغلي چې د حکومت دننه ځانګړې کړۍ او په خاص ډول ولسمشر محمد اشرف غني د قومونو ترمنځ توپیر کوي او د یو ځانګړي قوم او ډلې په ګټه پرېکړې کوي.

په دې سره سړی هک پک پاتې شي چې دغه خلک غواړي څه؟  اورښتیا نړیواله ټولنه په تېره د ناټو تړون چې د نړۍ تر ټولو ستر پوځي سازمان دی او په افغانستان کې یې نږدې ۲۰۰۰۰ پوځیان پراته دي د افغانستان له روان حالته بې خبره دی چې بیا دغه مبارکې؟! څیرې د افغانستان د وضعیت په اړه مالومات ورکوي؟

ښه یې واورﺉ!  ناټو، سي ای اې او نور ستاسې هریو له پاره جلا جلا دوسیه لري. هغوی ستاسې په اړه ټول دغه مالومات راټول کړي چې پخوا مو څه کړي، پلرونه مو څه کاره وو؟  هر یو له تاسې د کومو استخباراتي شبکو اجنټان یاست، کوم یو څومره انسانان وژلي؟ چا د خلکو په سرونو کې میخونه ټکوهلي، چا پر مړو ګډاوې کړې؟ څوک څومره ناقانونه وسله وال ساتي او په څه ډول جنایتونو کې ښکېل دی؟ چا څومره دولتي او څومره شخصي ځمکې غصب کړي؟

چا څومره پیسې له کومو لارو راټولې کړي او په کوردننه او بهر کې څومره حسابونه لري؟

څوک پر سیاسي، اداري، مالي او ان اخلاقي فساد ککړ دی؟

چا څومره کسان په لیلي دښته کې ژوندي تر خاورو لاندې کړي؟ څوک اوس په بلخ کې په لاس جوړ کړي طالبان لري چې د ټلکولو په پلمه یې قومي پاکونې کوي؟  

دغه ټول مالومات له ناټو، سي ای اې او نورو اړوند بنسټونو سره شته او هر کله یې چې غوښتي وي سندونه درپسې راباسي او کشوي مو تاسې بې غمه اوسئ!

هغوی ته هم ستاسې او هم د ولسمشر کړه وړه سم مالوم دي، هغوی پر دې پوهېږي چې د مالیه ورکونکو پیسې یې د عصرالفساد نوښتکر حامد کرزي څه ډول خپله او پر تاسې وخوړې؟ که اوس غږ نه درته کوي ښایي یو لامل یې داوي چې له یوې خوا هغوی په خپله تاسې غله او لوټمار بېرته راژوندي کړل او که محکمې ته مو کشوي نو ښایي خپلو ولسونو ته په ځواب ویلو کې له ستونزو سره مخ شي ځکه چې خلک به پوښتنه ترې وکړي چې ولې یې ددوی پیسې پر غلو او لوټمارانو خوړلي او بله دا چې هغوی به نه غواړي په یو وخت کې هم د طالبانو، القاعدې او داعش او هم  تاسې جنګي جنایتکارانو سره په جوال کې پرېوځي.

په داسې حال کې چې افغانستان اوس تربل هروخته د سولې ټینګښت او ترهګرۍ پرضد مبارزې له پاره نړیوالو مرستو ته اړتیا لري ځکه چې د وسله وال پوځ لګښت تر ډېره امریکا او ناټو ورکوي که دا مرسته نه وي بیا لومړی خو همدغه تاسې د غلا او لوټمارۍ پر پیسو جوړو کړو بنګلو او ماڼیو کې د پاچایي ژوند نه شئ کولی، بیا به دغه مینځې او مریان کله ستاسې په چوپړ کې پاتې شي، ډاډه اوسئ چې دغه څڼیور لنډغر پنځه دقیقي هم تاسې نه شي ساتلی او نه مو ساتي.

تاسې پردې پوهېږﺉ چې نړیوالو ته د افغانانو خپلمنځي ګیلې مانې او ناندرﺉ  ستاسې(طعنه های ایورزني) د یو سینټ  ارزښت هم نه لري، هغوی اوس دې ته راغلي چې څه ډول ځان زموږ له شره بې غمه کړي او ځانته د خټو پوزه جوړه کړي. هغوی هڅه کوي چې موږ افغانان یو موټی او خپلو ستونزو ته خپله اوږه ورکړو او او څومره چې موږ یو موټی او پر دې وتوانېږو چې خپل بار په خپله یوسو هغوی خوشالېږي او مرسته راسره کوي خو که تاسې دغه ډول ببولالې غږوﺉ ډاډه اوسئ چې نړیوال به هغه د چا خبره بالاتشبه پر خپل کړي عبادت هم پښېمانه او خپله کډه به بار کړي. بیا نو که تاسې نران یاست طالبانو ته …ټینګه کړﺉ چې بیا مو په چک چکو په کولیاب، مسکو او مشهد وسپاري.  

اوس نو که تاسې خپله لمن پر سر راړوﺉ او نه یوازې ځان څه چې قام شرموﺉ بیا مو خوښه خپله ده خو یو شی یقیني دی او هغه دا چې که نړیوال له کوم تدبیر او ضمانت پرته ووتل نو ترټولو زیات زیان به تاسې وکړﺉ، ماڼې او بنګلې، غصب کړي ملیکیتونه، موټرې او نور ټول به درنه پاتې او که چانس مو راووړ ښایي پښې سپکې کړﺉ او هغه پیسې مو چې بهر ته تښتولي ښایي په کار درشي او ښایي هغه هم کنګل شي، خو طالبانو په ګیر ورغلئ نو خوند به یې وا خلئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply