زورواکان څنډې ته شوي/محمد بشیر یوسفزوی

0 616

ولسمشر غني چې له لومړي سره چندان له زورواکانوسره جوړ نه و، په تېرو څلورو کالو کې یې جنګسالاران او زورواکان چې د ولسمشر حامد کرزي په وخت کې یې هم په حکومت او هم په عایداتي سرچینو او هم په دولتي شتمنیو او د خلکو په شخصي جایدادونو خپلې بدرنګې منګولې خښې کړې وې او د ولس وینه یې زبېښله څنډې ته پورې وهل.

سره له دې چې دغه څنډې ته شوي زورواکان یو مهال له مالي او د وسلو له پلوه قوي ګڼل کېدل او داسې باورونه موجود و چې د دوی له لیرې کولو سره د بحران د راتګ امکان شته، مګر د دوی له لیرې کولو سره نه یوازې کوم بحران ایجاد نشو، بلکې تراوسه په رسمي توګه د منسجمو او مشخصو فعالیتونو په پیلولو نه دي توانېدلې.  د دوی ډېر لوی زور  نیوکې او توندې څرګندونې دي.

عطا او محقق په داسې حال کې افغانستان ته د دوستم د راستنولو ګواښ کوي چې همدا سږکال ژمی ښاغلي نور له بلخه کندهار ته په تګ ونتوانېده. دوی ښه په دې پوهېږي چې هیڅ یې هم په وس پوره نه دي ځکه نه په ولس کې رېښه لري او نه هم محبوبیت، مګر د خلکو له شرمه کله ناکله په تونده او خشنه لهجه خپل اعتراض وکړي، مګر د دوی له لحن څخه د دوی بې وسي او بې کسي له ورایه معلومېږي.

جمعیت او جنبش د ولسي جرګې په ټاکنو کې د زیاتو څوکیو د ترلاسه کولو هڅې کوي، خو حکومت او ولسمشر غني چې تل په رڼو ټاکنو ټینګار کوي، دوی ورسره اتومات په ټاکنو کې د جعل او لاسوهنې چانس له لاسه ورکوي، ځکه چې دوی تل په جعلي رایو او د ټاکنو بهیر کې دې لاسوهنې له لارې د ولس د استازو په توګه ځانونه مطرح کړي، دلیل یې دادی چې دوی نه په ولس کې محبوبیت لري او نه هم خلک ورباندې باور لري، ځکه دوی په خپلو اړوندو سیمو کې د زور او ظلم له لارې په خلکو کې د ارام او هوسا ژوند روحیه وژلې او هغوی یې تل تر فشار او لاس لاندې ساتلي دي.

ولسمشر غني د خپل حکومت په تېرو څلورو کالو کې په زورواکانو او د شمال ټلوالې په سرسخته جنګسالارانو پیسې، امتیازات او د تورو پیسو د ګټلو ټولې لارې تړلي. هغوی یې سخت وارخطا کړي او له دې امله په فردي توګه پر حکومت سختې نیوکې کوي ولې په سازمان شوي شکل یې خونده نشته، ځکه هغوی په خپلو کې نه یو بل ته غاړه ږدي او نه هم یو پر بل باور لري.

دغو زورواکانو دا دومره وخت حکومت، خلک او هر څه ولجه کړي و. د افغانستان د خلکو د جهاد په نوم ځانته امتیازات اخیستل او ځانونه یې اشراف او تر نورو لوړ بلل، مګر ولسمشر غني ورته واضح وویل چې د جهاد حماسه د څو محدود خلکو نه، بلکې د افغانستان د ولس لاسته راوړنه دهو ځکه ولس په دې کې تر بل هر چا زیاته قرباني ورکړې او په دې برخه کې یې ستړې ګاللې دي، نو هیڅوک دغه لویه حماسه او لاسته راوړنه ځانته منصوبولی او محدودولی نشي.

تېر حکومت او حتی هیچا د دې جرئت نه شو کولی چې دغو زورواکو ته د څه ویلو جرئت ولري. مګر ولسمشر غني احمدضیا مسعود په کور کېناوه. بسم الله خان محمدي، امرالله صالح، یونس قانوني او ګڼ نور پخواني زورواکي دا مهال کرار په خپلو کورونو کې ناست دي. جنرال دوستم هم له هېواده دباندې د جلاوطنۍ شپې سبا کوي او  عطامحمد نور چې د شمال ټلواله تر ډېره ورباندې نازېدله او هغه یې د شمال امپراتور باله څه موده وړاندې له ولایته وشاړه. حتی ډاکټر عبدالله یې هم ملاتړ ته چندان زړه ښه نه کړ.

 محقق او د ده په ګډون هغه د ګوتو په شمېر پخواني قومندانان او زورواکي چې په حکومت کې دي، هغوی هم په سیاسي لحاظ تقریباً په حاشیه کې قرار لري. سره له دې چې د ټولو زړونه حکومت او ولسمشر غني ته ډک دي، مګر بیا هم د دوی د یو ځای کېدو او د حکومت په خلاف د حرکت او ټلوالې د جوړېدو امکان نشته چې دوی په خپلو کې شدید اختلافات او پخوانۍ بدبینۍ سره لري. په لویه کې جمعیت له جنبش سره په شمال کې د خپل نفوذ د پراختیا په سر اختلافات سره لري او له دې مه واره دوی د افرادو په توګه هم یو له بل سره چندان جوړ نه دي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply