د طالبانو په حرکتونو کې یو عجیب بدلون

0 592

په تېرو کلونو کې طالبانو تر یوه حده دخلکو د ملاتړ پروا کوله، مثلاً ښوونځي یې په اسانه نه سیزل او کله کله به یې په اعلامیو کې د ملکي خلکو د وژلو د مخنیوي لاپې هم کولې، خو اوس په دې کې بدلون راغلی، هم د ښوونځیو د سیزلو پېښې ډېرې شوې دي او هم په جلال آباد کې د معارف ملکي مامورین په ښکاره په نښه او ووژل شول. دا څرګندوي، چې نور نو پاکستان د طالبانو له سیاسي راتلونکي څخه ناهیلي شوی دی او پوهېدلی، چې طالبان په سیاسي ډګر کې نور په درد نه خوري ، د همدې لپاره یې له افغانستان څخه د انتقام اخیستلو وروستۍ هڅې پیل کړې دي، دوی په افغانستان کې له ښوونځيو، بندونو او نورو مهمو تاسیساتو څخه دخپل شکست انتقام اخلي، بېګاه یې په مچلغو بند حمله کړې او شاید دا پېښې زیاتې شي. پاکستان اوس نو د طالبانو د بدنامۍ او ولسي کرکې پروا نه ساتي او غواړي په افغانستان کې د خپلې لاسوهنې له امکاناتو څخه وروستۍ استفاده وکړي. په دې ورځو کې د طالبانو ویندویان هم نه شي کولای د دغو ملکي جنایتونو د توجیه او دلایلو توضیحات ورکړي. ښايي دوی هم نه پوهیږي، چې دا هرڅه څوک او ولې کوي؟ د سعودي تر غونډې وروسته د طالبانو ترمنځ ګډوډي پیل شوې ده او په دوی کې پاکستانۍ عناصرو د افغانستان بشپړې ورانۍ ته ملا تړلې ده، چې کېدای شي یوه لویه برخه طالبان دا نه غواړي. په صفوفو کې ماته او شکست له همدې ځایه پیل شوی، چې د طالبانو د پخوانیو اعلامیو او ژمنو پرخلاف اوس ښوونځي او معارف په نښه کیږي، ځکه دولت د دغو تاسیساتو د ساتنې لپاره لوړ احظارات نه لري.
ځينې ګونګوسې داسې هم دي، چې طالبانو د آی اس آی ځینې خبرې نه دي منلي، ځکه خو پاکستانیان غواړي طالبان بدنامه کړي او یا یې وګواښي، چې که د دوی فرمایشات ونه مني، نو په افغانستان کې به د دوی د پراخې بدنامۍ لپاره داسې اقدامات وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply