او کله چې د زورواکو او لنډغرو ګټې له خطر سره مخ شي!

0 593

زورواکي او لنډغر هر یو د خپلو ګټو ساتلو په خاطر خپلې سیمه ییزې وسیلې کاروي. هغه ډول چې په دې وروستیو کې ولسمشر غني د زورواکي، ټوپک واکي، پاټک واکي او لنډغري ټغر ټولولو اراده څرګنده او لومړني عملي ګامونه یې واخیستل ورسره سم د هرې سیمې لنډغرو په خپله بڼه د جګړې ډګر ته راودانګل. هغه ډول چې مخکې وویل شول هر لنډغر او لوټمار د ځان او خپلو ګټو ساتنې له پاره خپل وسایل او ذرایع لري چې د اړتیا پر وخت یې کاروي. که یو ناخبره او جادو شوي خلک واټونو او لارو کوڅو ته راوباسي هغه بل بیا ځانمرګي بریدګر ښارونو ته راولي او د خلکو وینې پرې تویوي. یو څه چې اوس لکه لمر روښانه شوي هغه دادي چې هر لنډغر او قانون ماتونکی حتمي د یوې یا څو بهرینو استخباراتي کړۍ  له ملاتړه برخمن دی او له دې پرته هیڅوک لنډغري نه شي کولی. په دې کې شک نه شته چې لنډغر او ولینعمتان یې په سخته ورځ کې یو بل ته لاسونه ورکوي او دا یوه متقابله ماملهده. دا اوس ډېر ځله ویل شوي چې بریدګرو ښارونو ته په تورو ښیښو لرونکو او ګران بیه موټرو کې راووستل کېږي چې ټول پوهېږي دغه ډول موټر زورواکي، جنګسارالان، د مافیا سرلاري او زورواکي لري نه کوم کمزوری او بې وسې. دغه کسان د بهرنیو استخاباراتي کړیو په امر د هغوی بړیڅي(ځانمرګه بریدګر)ښارونو ته رسوي. کله چې بهرنۍ استخباراتي شبکې غواړي افغان دولت او ولس له ستونزو سره مخ کړي نو بیا کورني جاسوسان چې د وکیلانو، سیاسي او قومي ټیکه دارانو او ان مذهبي مشرانو په جامو کې دي رامخته او خپله اجندا پرې عملي کوي. خو کله چې پر جنګسالارانو، لنډغرو او زورواکو فشار راشي بیا یې بهرنۍ استخباراتي شبکې مرستي ته ورودانګي.

د بېلګې په توګه کله چې پر پاکستان زور راشي چې ترهګر روزي او پټنځاینونه یې ورته جوړ کړي بیا د حامد ګیلاني په نوم د یو پیر زوی رامخته کړي چې ووایي طالب مشران د افغانستان دیننه دي. کله چې ای اس ای غواړي په افغانستان کې خپله لاسوهنه توجیه کړي نو بیا د سید اسحاق ګیلاني په نوم خپل یو جاسوس ته دنده ورکړي چې راولاړ شي او دعوه وکړي چې هندوستان د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره کاروي سره له دې چې په دې برخه کې هیڅ راز، سند نه شته نو ځکه خو یې نه شي وړاندې کولی. کله چې پاکستان غواړي د ډیورنډ کرښې مسله راپورته کړي نو بیا د پدرام په نوم خپل لاسپوڅی او تالي څټی راوړاندې چې اعلان وکړي ډیورنډ کرښه دافغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله ده او دې ته ورته نورې مسلې. خو کله چې بیا پر لنډغر او جاسوسانو زور راشي بیا د هغوی باداران مرستې او ملاتړ ته ور ودانګي. دبېلګې په توګه کله ولسمشر غني د بلخ پخواني والي معلم عطا له دندې ګوښه کړی و او عطا سرغړونه کوله نو روسانو یې د مرستې په موخه اعلان وکړ چې افغان ولسمشر دې د لږه کیو حقونو ته درناوی وکړي. دغه راز، کله چې پدرام د چټیات ویلو او تعصبي څرګندونو له امله د ولسي جرګې غړو له غبرګون او غصې سره مخ شو نو د پاکستان د پوځ ګوډاګي عمران خان یې په ملاتړ او ننګه ټویټ وکړ.

رښتیا له موضوع لرې نه شم او هغه دا چې کله د زورواکو، پردیو جاسوسانواو لنډغرو ګټې له خطر سره مخ شي بیا دوی  د خپلو ګټو خوندي کولو له پاره خپلې خپلې ذرایع او وسایل لري دبېلګې به توګه کله چې د قیصاري په نوم دوستمي لنډغر د بدمعاشي او قانون ماتونې په جرم نیول کېږي نو له ځنډ پرته ساده او ناخبره خلک د قوم په نوم سرکونو او بازارونو ته راوباسي او عجیبه یې دا چې د ولایت پر ودانۍ برید او دولتي موټرو ته اور اچول بیا دا وران کاري د مدني نافرماني په نوم یاد کړي؟! دولتي او د خلکو شتمنیو ته اور اچونه او وران کاري ګنې د ملیشو مدني نافرماني نو دا غیرمدني نافرماني به څه ډول وي؟ خو له کله چې ولسمشر محمد اشرف غني د زورواکانو او لنډغرو  ټغر ټولو په اړه خپله اراده څرګنده کړې نو د ننګرهار لنډغر چې پر دې پوهېږي چې ټول وطن پوزې ته ترې راغلی او ان پشکه یې هم په نوم میو نه کوي، سرکونو ته خو څوک ددوی له پاره نه راووځي خو د دوی بیا نورې نخرېاو وران کاري زده دي. هغه چې مخکې یې یادونه وشوه د ټولو لنډغرو سرونه په هېواد او …یې له بهرنیو استخباراتي کړیو سره دي، نو ځکه خو د ننګرهار لنډغر د ځان خلاصون له پاره د بهرنیو استخباراتو لمنې ته ځان اچوي. له تردید پرته چې په ننګرهار کې وروستي ځنځیري ځانمرګه بریدونه د همدغو لنډغرو کار دی. په دې کې شک نه شته چې دغه خلک خپله ځانمرګي بریدګر نه لري او ددوی له پاره څوک ځان نه وژني خو دغه کسان بیا له خپلو بادارانوځانمرګه بریدګر غواړي. په جلال اباد ښار کې پر هندوانو او سکانو برید چې په ترڅ کې یې ۱۹ کسان ووژل شول، سره له دې چې هغه برید د افغان دولت او ولس پرضد د بهرنیو استخباراتي کړیو د رواني جګړې یوه برخه وه چې په یوه جلا لیکنه کې مې یې یادونه کړې وه(۱) خو په هغه برید کې هم ددواړو(لنډغر جاسوسانو او د هغوی بادارې استخباراتي کړۍ) ګټې شریکې وې چې هر یو ترې خپله موخه درلوده. دغه راز، په جلال اباد ښار کې د تېرې سې شنبې ورځې ځانمرګی برید چې په ترڅ کې یې د ملي امنیت ۲کارکونکي او ۸ ملکي وګړي ووژل شول. په یاد برید کې یو ملکي او ۳ پوځیان ټپیان شوي وو. برید خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي وو. تر دې یوه ورځ وروسته یانې د چارشنبې ورځ په جلال اباد ښار کې د پوهنې پر ښاري مدیریت ځانمګه ډله ییز بریدونه وشول چې د پوهنې ریاست ۱۱ کارکونکي په کې ووژل شول او ۱۰ نور یې ټپیان کړل. سره له دې چې پخوا هم د جلال اباد په شمول د هېواد ګوټ ګوټ کې تر دې خونړي ځانمرګه بریدونه شوي وو خو اوس چې ولسمشر هوډمن دی د زورواکو ټغر ټول کړي په دغسې وخت کې پرله پسې او ځنځیري ځانمرګه بریدونه د لنډغرو او زورواکو د ګټو خوندي کولو په موخه پلان او ترسره کېږي. له تردید پرته چې ځانمرګي بریدګر د سیمې مالوم الحاله استخباراتي شبکه روزي خو د ښارونو له هغې جملې د جلالا اباد ښار ترمرکزه یی بیا همدغه زورواکي او لندغر رسوي.

په دا ډول کړنو سره زورواکان او لنډغر  د ځان ساتنې هڅې کوي. دوی غواړي وښیي چې که دولت یې د بې وسلې کولو هڅه وکړي نو امنیتي حالت تر دې هم خرابېدی شي. ددې کرښو له لیکلو مې موخه دا وه چې ولس دې خبر او ویښ وي چې لنډغر او زورواکي د خپلو نارواګټو ساتلو په موخه له هیڅ راز، ناوړه کړنې او وسیلې مخ نه اړوي او هر لنډغر د ځان او ګټو ساتلو په موخه خپلې وسیلې او ذرایع لري.

(۱)پر سکانو او هندوانو برید ترشا د رواني جګړې موخې.    

ودان روښان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply