د نیمروز پرلتیان: والي فاسد دی

0 1,063

د نیمروز پرلتیان:

والي فاسد دی، له ولسمشر څخه غواړو چې څارنوالۍ ته یې معرفي کړي.

۱۳۹۷/چنګاښ/۲۴

په نیمروز مرکز زرنج کې زرګونه ولسي خلکو د دغه ولایت د والي انجنیر سمیع د لیرې کېدو او څارنوالۍ ته د معرفي کېدو په تړاو پرلت وکړ. پرلتیان وايي د نیمروز والي پراخه اداري فساد کوي، د پرمختیايي پرژو مخه نیسي او د کمال خان بند کار یې ځنډنی کړی دی. د دوی په وینا چې والي انجنیر سمیع وسلوالو طالبانو ته پیسې ورکوي او طالبان پر همدې پیسو افغان امنیتي ځواکونه وژني.

مدني فعال او د ولسي جرګې احتمالي نوماند جمعه خان وايي، والي تل د نیمروز ولس غولولی دی او نور یې نه شي زغملی. د جمه خان په وینا د والي فساد له نظام سره خیانت دی او باید ولسمشر یې څارنوالۍ ته معرفي کړي.

پرلتیان په خپلو غوښتنو کې وايي، چې زمونږ د اوبو غم نه دی خوړلی شوی، د (۳۸) ترسره شویو ترورونو عاملین نه دي نیول شي او په خپله والي هم په یادو ترورونو کې لاس لري.دوی له ولسمشر څخه غواړي، چې د نیمروز والي دې له دندې ګوښه شي او څارنوالۍ ته دې معرفي شي. پرلتیان زیاتوي:

مونږ یوازې د والي د ګوښه کېدو غوښتنه نه کوو؛ بلکې غواړو چې څارنوالۍ ته معرفي شي، ځکه هغه پراخه اداري فساد کړی او د نیمروزیانو حق یې تر پښو لاندې کړی دی. د دوی په خبره تر هغې به پرلت او لاریونونو ته دوام ورکړي، څو چې مرکزي حکومت یې غږ نه دی اورېدلی.

تېره اونۍ هم د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې سلګونه کسان را ټول شوي وو او د والي انجنیر سمیع د لیري کېدو او څارنوالۍ ته د معرفي کېدو غوښتنه یې وکړه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply