پاکستان لا هم له منافقته نه دی اوښتی!

0 833

مطیع الله سحر-

 

کلونه څه چې ان لسیزې کېږي چې پاکستان په افغانستان کې وحشتونه او جنګونه تر سره کوي. د پاکستان د دغې دښمنۍ او ناوړه چلند او دریځ د بدلولو لپاره افغان دولت وخت پر وخت هڅې کړي او هغوی یې دېته هڅولي چې د دښمنۍ پر ځای د دوستۍ لاره اختیار کړي، خو دوی په ښکاره نه وايي چې مونږه دغه مقصد لرو او باید زمونږه دا کار تر سره شي او خپل هدف ته ځان ورسوو. دوی په خوله د دوستۍ او حتی ورورۍ نارې وهي، مګر په عمل کې یوازې جګړه کوي چې افغانستان له مينځه یوسي او بیا خپل مقصد ته پکې ورسېږي او دا خو هېڅ د منلو وړ نده چې دوی دې راپاڅېږي او افغانستان دې له مينځه یوسي.

خو د دوی له جګړې معلومېږي چې کوم ناوړه مقصد لري چې باید خپل مقصد ته ځان ورسوي. او مقصد یې دا دی چې افغانستان دوی له خپلې ولکې لاندې راولي. او د افغانستان هغه خاوره چې اوس د پاکستان په لاس کې ده همداسې پاتې شي او لا نوره خاوره هم ترې په خپله ولکه کې کړي. او بل دا چې د افغانستان اوبه چې پاکستان ته به په پرېمانه اندازه وربهېدلې او هغوی به هم ترې نه بېغمه استفاده کوله خو اوس د افغانستان اوبه ترې نه ښاغلي غني په پوره توګه راګرځولي دي او هغه اوبه چې پاکستان ته وربهېږي د هغه په بدله کې ورنه نغدې روپۍ او یا هم کوم بل څه ترې نه غواړي. خو دوی غواړي چې د افغانستان اوبه د پخوا په څېر پرېمانه زمونږه هیواد ته راشي او مونږه هم ترې نه بېغه استفاده وکړو.

او بل دا چې افغانستان له هرې نګاه نه غني هیواد دې هغه که قېمتي ډبرې وښیو او که همدا شان وچې او تازه مېوې او هر ډول تازه ترکاریانې په هر موسم کې  پکې ښې پرېمانه پیدا کېږي. پاکستان هم دا هر څه په افغانستان باندې نه لورېږي او نه غواړي  چې افغانستان دې په خپلو خپو ودرېږي چې سبا بیا نور هیوادونه دوی ته مجبوره وي. دوی دا غواړي که هر څنګه وي باید پاکستان په نړۍ کې له بل هر هیواد څخه پرمختللی وي او په ځانګړې توګه له افغانستان څخه.

خو اوسنۍ ولسمشر محمد اشرف غني بیا پاکستان ته بل شان پلان لري او د پاکستان هغه خوبونه چې دوی یې ويني هغه به هیڅ وخت پوره نشي. ځکه چې پاکستان کوم ظلمونه اوس په افغانستان کې کوي د دې هر یو حساب ترې نه غواړي. دوی د بې ګناه افغانانو وينې تویې کړې دي، زمونږه هیواد او ولس یې دواړه ځورولي دي. دوی خو باید د دې هر څه  سزا  ووينې او کله چې له دوی سره د دې ټولو ګناهونو حساب او کتاب وشي نو دوی به هم بیا له شرمه سر ټيټ وي. پاکستان باید نوی افغانستان درک کړي او زاړه خوبونه دې ځکه له ذهنه وباسي چې اوس افغانان خپل دوست او دښمن په اسانۍ درک کوي او د دوی په دسیسو نه غولېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply