د افغان سولې په اړه د سعودي دریځ او ملاتړ/ اېمل پیاوړی

0 606

د سعودي په ملاتړ او چندو مستو طالبانو ډېر افغانان له تېغه تېر کړل، ډېرې میندې یې بورې او زامن یتمیان کړل. سره له دې چې له همغه اوله سره د طالب جګړه ناروا جګړه وه، ورور وژنه وه، حرامه وه، د خپل ولس او هېواد پر وړاندې دښمني وه، مګر بیا هم سعودي له طالب څخه لاس نه اخیسته او پټ او ښکاره یې د هغوی ملاتړ کاوه.

مګر کله چې ملي یووالی حکومت واک ته ورسېد، نو ولسمشر غني د سولې برنامه په خپلو لومړیتوبونو کې ونیوله او دومره لابي یې په داخل او بهر کې ورته وکړه چې بالاخره یې د سعودي سکوت نه یوازې مات کړ، بلکې له طالب څخه یې د سعودي ملاتړ واخیست او دا خبره یې په زغرده ورباندې وکړه چې طالب ناروا کوي، حرامه جګړه پر مخ بیایي او باید له دغې فتنې او جګړې څخه لاس واخلي.

د سعودي د دې سکوت ماتول او له طالب څخه د عربانو د ملاتړ ترلاسه کول اسانه خبره هم نه وه، د دې لپاره په نړیواله کچه مهمې هڅې وشوې، کله چې اندونیزیا د نړۍ د مهم اسلامي هېواد په توګه دې ته چمتووالی وښود چې هېواد یې د افغان سولې لپاره د نړیوال کنفرانس کوربه توب ته چمتو دی او په دې برخه کې به خپلې هیڅ ډول هڅې درېغ نه کړي، نو له دې سره عربستان وارخطا شو، خصوصاً کله چې د اندونیزیا جمهور رئیس افغانستان ته سفر وکړ، نو دوی پوه شول چې د افغان سولې په برخه کې ورڅخه اندونیزیا مخکې کېږي، نو همغه و چې سعودي هم له طالب څخه خپل ملاتړ واخیست، هم یې خپل سکوت مات کړ او هم یې د افغان سولې په برخه کې خپل څرګند دریځ اعلان کړ او طالب ته یې په ډاګه وویل چې ستا جګړه فتنه ده او فتنه په اسلام کې حرامه ده.

جمهور رئیس محمد اشرف غني په خپل وروستي خبري کنفرانس کې  د اسلامي کنفرانس سازمان، د سعودي عربستان له شاهي دولت او په خاصه توګه د سعودي پاچا خادم الحرمين الشريفين، د سعودی ولیعهد محمد بن سلمان او د اسلامی کنفرانس سازمان له سکرټرجنرال څخه مننه له دې امله مننه وکړه چې د افغانستان د سولې په هکله یې د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د کنفرانس کوربه توب وکړ.

نوموړي وویل، زه  د اسلامي نړۍ له دیني علماوو څخه مننه کوم چې د افغانستان د جنګ او انسان وژنې په اړه یې خپل دیني او اسلامي رسالت تر سره کړ او زموږ په خاوره کې یې روانه جګړه فتنه وبلله او په افغانستان کې یې د سولې په حمایت خپل غږ پورته کړ.

دا د افغانستان د دیني علماوو غږ دی، په اندونیزیا کې د دیني علماوو غږ دی، د خادم الحرمین الشریفین غږ دی او دا د ټولو افغانانو او د افغانستان د حکومت غږ دی. دغو دیني علماوو په خپل اسلامي رسالت سره د روانې جګړې دیني مشروعیت په مکمل ډول واخیست، اوس د دې جنګ د دوام لپاره طالبانو سره هیڅ دلیل نه دی پاتې، ځکه اوس طالبان له ټولې اسلامي نړۍ سره مواجه دي او د ټولې اسلامي نړۍ له علماوو سره مواجه دي.

اوربند ثابته کړه چې طالبان له جګړې ستړي شوي دي او زموږ عظیم ولس سوله غواړي اوس د دې وخت دی چې د اسلامۍ علماو متفقانه غوښتنې ته  لبیک ووایو او په جدي توګه د سولې مذاکرات پیل کړو. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply