خدای ، هېواد ، دنده/ خوشحال آصفي

0 510

 

سپيڅلی شعار سپیڅلي خلک

افغان امنيتي دفاعي ځواکونه هغه قوت دی چې هره ورځ په لسګونو قربانيان ورکوي. دوی عملاً د هيواد او خاورې له دښمن سره په کرغېړنه جګړه کې ښکېل دي. دوښمن مو دومره پست او ټیټ دی چې په پوره بې شرمۍ او سپين سترګۍ د خدای ج د عبادت پر مهال د خدای په کور هم خوندي نه دی. امنیتي ځواکونه مو له داسې خطرناک دښمن سره لاس او ګریوان دي چې د مذهب خنجر يې په لاس کې دی او د پاکستاني ملا فتوا ورسره ده، هر رنګه يې چې زړه وغواړي فتوا صادروي او د امنیتي ځواکونو وينه ځان ته حلاله بولي.

دلته جګړه پردۍ ده او قرباني يې افغان ولس دی چې تر ټولو ډيره قرباني مو امنیتي ځواکونه ورکوي. دوی د سر او مال د خپل هیواد، خلکو او ناموسونو د دفاع په خاطر په لاسونو کې نيولی او له داسې دښمن سره مقابله کوي چې تر پرونه ورسره د بهرنيانو د مالي ملاتړ او تجهيز تر څنګ مذهبي جواز هم په لاس کې و. خو له نيکه مرغه له هغې ورځې راهيسې چې په افغانستان کې د وسله والو جګړه د بيلابيلو مذهبي مراجعو لخوا ناروا او مردوده ګڼل شوې؛ له وسله والو مخالفانو د افغانانو د وژلو په ځانګړې توګه د افغان امنیتي ځواکونو د وژلو جواز اخيستل شوی دی.

له وړاندې همدا حقيقت موجود و چې افغان امنیتي ځواکونه د ولسونو او نواميسو د ساتنې لپاره جنګيږي او هغوی چې د خاورې او ولس په دفاع کې خپل ژوند له لاسه ورکوي شهید بلل کیږي. خو له يو شمېر خلکو سره دا غلط فکر هم موجود و چې له افغان امنيتي ځواکونو سره د وسله والو مخالفانو جګړه يې په حقه ګڼله او ورته يې مذهبي رنګ ورکولو. همدا لامل و چې په ځینو ولايتونو کې به ملا امامانو د وسله والو مخالفانو له ډاره د افغان امنیتي ځواکونو د شهيدانو جنازې نه کولې. خو اوس چې دیني عالمانو د وسله والو جګړه فتنه وبلله نو له وسله والو طالبانو څخه د جګړې مشروعیت واخيستل شو.

بل لورته بيا ځینې رسنۍ د افغان امنيتي ځواکونو د شهيدانو په حق کې جفا کوي او هغه ساتونکي مو چې له دوښمن سره په مقابله کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، ورته د شهيد کلمه نه بلکې د وسله والو مخالفانو په شان ورته د وژل شوي کلمه کاروي. په داسې حال کې چې په نورو اسلامي هيوادونو کې په ځانګړې توګه ګاونډي هيوادونو ايران او پاکستان کې د حکومتي ځواکونو وژل شوي ته د شهيد او د مخالفانو وژل شويو ته د هلاک شويو کلمې کاروي. که څه هم د اسلامي اصولو له مخې دا د هر افغان سرتيري چې د هيواد او خلکو څخه په ساتنه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي حق دی چې ورته شهيد وويل شي خو له بده مرغه چې رسنيو مو په دغه برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو په حق کې جفا کوي.

له دغو ستونزو ورهاخوا ځينې نورې ستونزې هم شته چې اوسمهال ورسره افغان امنيتي ځواکونه لاس او ګريوان دي. د حل لپاره يې بايد حکومت او اړوند ارګانونه خپل مسوليت ادا کړي. لاندې ځینو مهمو او ضروري اړتياوو ته اشاره کیږي چې بايد د حکومت لخوا ورته جدي پاملرنه وشي.

1. په امنيتي ځواکونو کې مکافات او مجازاتو فرهنګ عام کول
2. له کابل بانګ څخه پرته په خپلو قرارګاوو کې ورته د معاشونو اخيستلو زمينه برابرول
3. ټولو امنیتي ځواکونو ته د ارواح پوهنې کورسونه دايرول څو په آسانۍ سره د څېرې په کتلو سره دوښمن وپيژني
4. د ليکو چاڼول او له منځه يې د خاينو او نفوذي اشخاصو ويستل
5. د هيواد پالنې او وطندوستي په اړه ورته له تعلیمي دورې پرته هم زده کړه او ذهنيت ورکول
6. د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېدونکو سربازانو او افسرانو امتياز زياتول
7. له هرې قرارګاو او ټولي څخه وړ افسرانو ته بهرني بورسونه ورکول
8. په جګړه کې د شهيدو سربازانو او افسرانو کورنيو ته د حکومت لخوا د سرپناه ځايونه او هره مياشت کورنی خرڅ ورکول
9. په جګړه کې د ټپیانو کورنيو سره د ټپي د درملنې لپاره مالي مرسته کول څو هغه ټپيان چې ټپونه يې ژور دي د درملنې لپاره بهرنيو هيوادونو ته انتقال شي
10. د هغه افسرانو او سربازانو کورنيو ته چې د جګړې په لیکو کې جنګيږي او په اخترونو کې هم کورونو ته تللی نشي او د ولس لپاره خدمت کوي، کورنۍ ته يې د اختر او روژې خرڅ ورکول
11. د امنیتي ځواکونو رهبریت اصلاح کول
12. د جګړې پر مهال ورته د کابل له امر پرته د اجراتو صلاحيت ورکول
13. په عصري وسلو او تجهيزاتو سمبالول

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply