اېښی ( مبتدأ يامسنداليه) کړندوکړی (فاعل ومفعول) دواړه رانغاړي

0 1,143

پوهاند دوکتور م.ا. زيار

استاد ښکلي د ښکلو ليکنو په لړ کې د (( فاعل او وينا وال)) ليکنې (تاند: ۲۳جون ۱۸) هم دې ته راوهڅولم چې يو لنډ جاج يې واخلم.

هماغسې چې ما يې د ((کړنيزې  ژبې)) په تړاو په تېرليک او ارزونه ( تاند-دعوت-افغان جرمن انلاين ۱۴جولای ۱۸) کې ورته نغوته کړې، استاد ښکلی د

د ژبې او ژبپوهنې په تړاو د کابل پوهنتون د اړوند پوهنځي او څانگې له لسانسه تر ماسترۍ او ډاکترۍ پورې، د تش په نامه څانگپوهانو داوتو بوتو پرځای، په خپلو ځانگړو هاندو هڅو ټولپوهيزو يا آفاقي معلوماتو (general- knoledge) ځان د دې جوگه کړی چې اوسنيو ما ستري او ډاکتري زدکړيالانو يا نوماندانو ته د ژبپوهنې، په تېره مانا پو هنې  په تړاو بېلابېلې نوي او تازه ليدتوگې وړاندې کړای شي او ورسره ورسره  يې د رسنيو له لارې تر نورو مينوالو هم راورسوي.

په اوسنۍ ليکنه  څېړنه کې يې  بيا هم  تر سپڼيزې (تشريحي) ژبپوهنې، ډېر زور پر کړنيزه ژبپوهنه اچولی، او هغه هم  د فرانسي انتوني پر ((ويناژبپوهنه)). په نورو ټکو د هغه  درېگوټ (مثلث) ته ورڅکولې او په لوی لاس يې ځانته ربړه (پرابلم) راپنځولې، د چا خبره،هڅه يې کړې، د لاس غوټه په خوله پرانيزي.

ربړه  وار له مخه د سرليک د دوو اړپېچنو ټوليو (مقولو) له غاړې غړۍ کولو را څرگندېږي،هغه داچې کړند (فاعل) يا(subjecj) په سپڼيزه ژبپوهنه اړه له لري او (ويناوال) يا (enunciator)  په کړنيزه او بياوينا ژبپوهنه.

که استاد ښکلي دغلته له سپڼيز گوټپېره  اړوندې بېلگه يې غونډلې  سمې سهيشنلی او ارزولی وای او د کړ وکړند ( فعل و فاعل) او غونډلې په راپېژندنه کې به نه ټکنی کېده، او دا ورمند (حکم) به يې نه کاوه چې:

(( فاعل د يوه عمل ترسروونکي ته وايي، خو په ژبه کې داسې توک هم شته، چې په ايښي(مبتدا) کې راځي؛ خو د عمل ترسروونکى نه وي. دوديز گرامر (يې )مفعول ته هم منسوبوي …)).

حال داچې  د دوديز گرامر داخبره سمه خېژي چې  په اېښی کې کړند او کړی (فاعل و مفعول) دواړه راتلای شي، او ان دوديزې-عربي  نحوې په ورته موخه ((مسنداليه)) نومَونه را دود کړې، او همداسې يې د(خبر) تر څنگ (مسند) او د فعل ترڅنگ(اِسناد)  هم درواخله. چې لېږنداو نا لېږند (متعدی و لازمی) ،چار وال و بېچار کړ (معلوم و مجهول) کړ، هم رانغاړي؛ موږ يې هم  پر پليونۍ په پښتو غونډله پوهه کې پرلپسې (ايښی-ايښونی-اېښ) انډولونه رادود کړي. هرگوره، تر عربي نومَونو، زموږ دا نور هم  ارت و بيرت دي، ځکه مرستيالکړونه (افعال معاون) له بېلابېلو ډولونو سره هم رانغاړي، او عربي لکه روسي او نورې سلاوي ژبې  له بېخ و بنسټه له  آروکړونورغېدلې او يونيم مرستيال، لکه (ليسَ)  چې همدا يېکې يوه ناوړېدونې (جامده)، په نور ټکو،د يوه نفې وييکي (هېڅ) په توگه کارول کېږي، (ليسَ بشیءٍ)؛(کانَ) له بشپړ اوړون سره سره  په اوسنۍ عربي کې له دوده وتلی برېښي او  ښايي، له زړو متنو، په تېره  له سپېڅلو نصوصو(  قرآن او احاديثو) پرته  يې نور څرک دومره و نه لگېږي(!)

نو، په دې لړکې لاتين  (subject) نومَونه له پښتو (اېښي)  سره ښه اړخ لگولای شي. ځکه د (to be) د انډول اکرښود  (ول-استل…) په گډون، گردمرستيالکړونه رانغاړي.  

د لا زيات پوهاوي لپاره: [۳ پښويه ۱۴۲۱۶۳] او[ ماريو-پای انگرېزي او وولريښ الماني ژبپوهنيز سيندونه]

سپڼيزه (تشريحي)  ژبپوهنه او په نومېرلي ډول پښويه (گرامر)  اېښی (مبتدأ) هله په کړند پورې تړي چې اړوند کړ ورسره چاروال (اکتيو) وي، که نه له بېچار(پسيف)کړ سره  يې په کړي (مفعول) پورې تړي، د کړند بېلگه چې اېښي(مسنداليه) رغوي، لکه:

زرک– انار وخوړ، زمر-کارته ځي يانې  هم زرک اېښی رغوي او هم زمر؛

دکړي (مفعول) بېلگه چې اېښی ورسره تړاو مومي،لکه:

ور– وهل کېږي، ډوډۍ-وخوړل شوه؛

او  همداراز اکرښود (حالت نما) کړ، کړند (فاعل)  هم پر خپل وار ځانته گوښېاېښی (مبتدِأ)  رغوي، لکه:

سنکپرکور دی، ورور يې-نسته (نشته)، ځيرک– پخوا د ماما کره وو، استېده يا اوسېده… ؛ ((ورور يې)) بېلگه يې داراښيي چې اړينه نه ده،داېښي رغوونکی دې  يووستوي نوم (کړند-کړی) اوسي، بلکې له دغو دواړو هر يو توک  نور اړوند ټاکندويه  وييونه او وييکي) ، او له دې سره   راز راز لنډ او اوږده غونډونه (عبار تونه) هم رانغښتای شي. (پښويه ۲۲۶)

دادی دلته د  سکالو (موضوع) د پوره رڼاوي اوسپيناوي په موخه، د کړ (فعل) پېژند، پښويز او مانيز بېلابېل لنډ لنډ ډولونه وړاندې کړو:

(۱) کړ (verb) د گړپوهيز (صرفي) له پلوه يو اوړونی (گردانېدوکی)  خپلواک گړ (مورفيم) يا ويی دی چې له آرو بنسټه د مهال په بسترکېخپلې بېلا بېلې اوړوني بڼې له بېلابېلو چارونو(نقشونو) او ماناوو سره راښيي او له همدې لامَله  ورته (مهالويی) هم  وايي، د چار له مخې يا آرکړ وي، لکه خوړل، تلل… يامرستيالکړ، لکه کول-ېدل، يا اکرښودمرستيال، لکه (-ول-استل…) او د رغښت له مخې يا يوو ستی وي، بېلښتي،تړښتي يا غونډيزکړ (phrasal verb)…؛

(۲)  کړ، له غونډله پوهيز (نحوي)  پلوه پر لېږند-نا لېږند (متعدي– لازمي)  او غبرگون (انعکاسي) کړ؛ له لنډکړي (بېواسطه مفعول) او له لرکړي ()باواسطه مفعول سره)؛ همداراز کړ دغونډلې د اېښوني (مسند) يا خبري  او يا (کړوالې) برخې زڼی (هسته) رغوي چې له دې سره ايښ(اِسناد) هم نومول کېږي پر وړاندې يې د غونډلې بله برخه (نومواله بلل کېږي، چې زڼی يې يو بل خپلواک گړ (نوم) يا ويی وي چې بې زماني تړاوه دکړ ترسرونې، لامل کېدنې ياورسره د تړاولرنې (منسوبېدنې) نقش لوبوي،په دې توگه کېدای شي،کړند(فاعل)اوسي، کړی (مفعول) يا اکر ښود (حالت نما)؛ د دوديزې عربي (مسند اليه)  نومَونه  چې موږ يې (اېښی) انډول کړی، کېدای شي،د (subject) د يوناني  يالاتين  انډول تر اغېز لاندې رغېدلې اوسي، چې تر دغو گردو ارت و بيرت غونډنوم يا اسم جمع (کو لکتيوم) دی، هم د بېلابېلو کړډولونو او ورسره د تړلوکړندوکړي (فاعل و مفعول) ښکارندويي کوي.

(۳) کړ له مانيز (او په څېرمه ډول له نحوي) پلوه  پر څلورو ډولويااړخو(aspects) وېشنه مومي:

۱اکر (حالت) کړ يااکرښود مرستيالکړ (ول-استل= بودن-استن= to be) ، چې د چا يا څه شتون، پايېدل، ول،اوسېدل، مېشتېدل،پاتېدل ياپاتېول…راښييهرگوره،استل يا استېدل يوازې په سوېل لوېديځ  تر ډېره اوړون لري؛تېرمهالې

بېلگې (پراديگماوې) يې له  يو شمېرمنځنيو گړدو دو پرته يوازې په لرتېرمهال او بيا په هرنابشپړ مهال کې راځي، لکه: زه بهر وم- موږ بهر وو (wu)، ته بهر  وې- تاسې بهر واست (وئ)، دی بهر وو/دابهر وه-دوي  بهرول/ دوي بهروې؛ ناتېرمهالې هغه، لکه:

زه پرکور يم- موږ پرکور يو (ختيز:استو،کرلاڼي: شته يو-يي!)، ته پر کور يې– تا سې پر کورياست (استئ، يئ– شته يئ)،دی پرکور دی/دا  پرکوردهدوي پرکور دي ؛

ناويلي دې پاتې نه شي چې کرلاڼيان  د سوېل-لوېديز او دوه نوروگړدودي ډلو په توپير يوازې (-ول) په تېر او ناتېر مهال او بيا ټولو ډولونو کې له څه ناڅه خپلوا کونج (واوېلي بدلون) سره بشپړ گردانوي. د يم پرځای وم يې پرځای وې….

د ((به))  وييکي په ملتيا چې د تېرمهال غوندې،په ناتېر مهال کې هم د هر راز کړ او په دې لړکې د اکرښود کړ پايند (استمراريduration بهانديا جاري (pro gressive اعتيادي(habitualگوماني يااحتمالي(probable)، نابشپړ (نامطلق  imperfect) اړخو نه (aspects) رانغاړي، لکه:                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                          

زه به يم -موږ به يو، ته به يې-تاسې به ياست،دی/دا به وي دوی به وي.

۲ بهير کړ، د يوې داسې پېښې کېدنگ ته نغوته کوي چې يو څوک يا څه په  پسيف ډول رانغاړي، لکه: رپېدل،لويېدل،ځوانېدل، زړړېدل، ورستېدل… .

۳چارکړ،د يوه داسې چار يا کړن څرگندونه کوي چې يو کارنده(فعال) پر مخوړ ونکی ولري، لکه: خندل، مسل، ژړل،گډل، نڅل… چې له چارند( لېږند) کړ سره يې تش يو اړخ شريک دی او هغه داچې په تېرمهالکې هغه کارنده وگړی يايې نومځری  له اوښتي کړند پېر (nominative case) سره  مخامخوي، لکه پلوشې- وخندل-دې يا هغې و مسل، ژڼي -وژړل- ده و نڅل ، ماوگډل، تاوخندل؛ استاد رښتين دا راز کړونه  ((حکمي متعدي)) بلل.

۴ چارند يا چاروال کړ، هغه لېږند (متعدي) کړ چې د يوې پېښې ياکړنېموخه او لوری يا (مرجع) يې يو کړی (مفعول) اوسي،  پو نورو ټکو، هغه کړ ند او کړی دواړه ولري، او کړی هم  پر خپل وار يا لنډ (بېواسطهacusative ) وي،لکه: گرمول، سپکول، وهل، خوړل، څښل، کرل، رېبل، بلل، شړل، کنځل، وړل، راوړل… لر (باوسطه ، لکه: يوڅه چاته ورکول او داسې نور؛

لېږند چار (صناعي) کړ چې دوه کړنده او دوه کړي ولري، لکه: ما پر زمري ډېر څه وخورول يا وخوړل، ما د سنک په مټ ډېر کارونه پايتهورسول … .

۵پېښيز کړ، هغه نالېږند (لازمي) کړ چې زياتره بې وگړي د يوې پېښې د پېښېد نې څرگندويي کوي، هغه هم تر ډېره په پنځيزو (طبيعي) پېښو څر گندويي کوي، په تېره د هوايي او اقليمي هغو، لکه:

باد، سيلۍ، جکړ. جم جکړ،توپان…) لگېدل-چلېدل،(باران، واوره، ږلۍ) وورېدل، (تندر، تنا) تڼېدل يا (اسمان) غورېدل،(برېښنا) پړکېدل،(ټکه) لوېدل… .

پايلنيوی (نتيجه گيري):

د پاسنيو څرگندونو راوښووله چې د يوې غونډلې اېښی (مبتدأ) يوازې د چاروال لېږند کړ (معلوم متعدي فعل) کړند (فاعل) نه رغوي، بلکې د دغه نورو ډولونو کړونو هغه، او ورسره تړلي کړي (مفعولونه) يې هم  پر خپل خپل وار رغولای شي، او  په دې توگه د استاد ښکلي دواړې راوړې  غونډلې داسې شنو:

۱په لو مړۍ غونډله (بريالی راځي) کې  (بريالی) د نالېږندکړ (راځي) کړند دی او د استاد له خبرې سره سم  اېښی (مسنداليه)، په بله وينا،(مبتدأ) رغوي؛بلخوا څنگهچې، دا نه  په بلې کومې (آرې يا څېرمې) غونډلې پورې تړلې ده او نه کومه بله په دې  پورې، نو يوه خپلواکه غونډله بلل کېږي چې نن سبا يې (تگميم) بولي او موږ يې، لکه غونډله دوه څپيزه (اوډله ) انډول کړې او همداسې يې اړونده څا نگوړې (تگميمېکس) مو(اوډله پوهه) راژباړلې ده.

له دې سره سره د دې منښته هم کوو چې تگميم بياهم د لابشپړ ژبنی يوون ياواحد(متن يا وينا) يو ټوک (جزء) بلل کېږي  او له دې سره ،له مانيز پلوه څو پرلغښتېيراغلي تگميمونه رانغاړي،داسې چې د نومهالې  کړنيزې ژبپوهنې او بيامانا پو هنېله گوټپېره د ژبني پيغام ياجاج ومانا د جومسکي د(انتيوشن)او(سېچوېشن) په گډون لاښه ترا ارتې بيرتې لارې چارې را شونې کولای شي.[(ژبه په کړنکې) کې) ارزونه او دغه راز د وولريښ ژبپوهنيز سيند]

۲په دويمه غونډله (بريالیډاکتر دی) کې چې استاد (بريالی)  په دې دليل چې د کوم کار کړن ترسروونکی (کړند) يا (ويناوال!) نه دی، نو د اېښي (مبتدأ) د رغاو نې چار نقش يې له اښتنې پوښتنې او خرخشېسره مخامخ کړی  دی او په زړه پو رې يې بيا داچې دايې د سپڼيزې(تشريحي) ژبپوهنې نيمگړتيا بللې ده؛ حال دا چې دغه ژبپوهنه  د رغښتي تر پسرغښتي ژبپوهنې  داسې غونډله يوه خپلواکه اوبيااوډله،او پردې سربېره يوه نومواله غونډله ده چې د نورو نژدې لرو خپلوانو ژبو غوندې، پښتو نومواله غونډله (اسميه جمله) له اکرښودمرستيال کړ  (-ول-استل) سره رغېدنه مومي، نو په دې ډول ،لکه څنگهچې پاس په  اړونده اوړوني بېلگه (پرادېگما) کې نغوته وشوه، ((دی)) د همدا راز کړ (وسمهالې لومړۍ يو گړې نرينه) بڼه ده او د (اېښ) يا (اِسناد) په توگه (بريالی) اېښی، مستندا ليه يا مبتدأ (subject)  رازبادوي.

د استاد اجمل ښکلي د لا ډېرو ښکلو ليکنو څېړنو په هيله!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply