جنرال نیکلسون! پاکستان په سوال او زاریو همکاري نه درسره کوي

0 624

ودان روښان

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان میک نیکلسون په ډېره پسته ژبه له پاکستانه د همکاري غوښتنه کړې. جنرال نیکلسون کابل ته په خپل وروستي سفر کې ویلي:«هغه څه چې په ریښتیا هم ورته اړتیا لرو په افغانستان کې د تاوتریخولو مخنیوي کې د پاکستان ژمنې دي او په هغه کچه چې کولای شي له دغه بهیر سره مرسته وکړي او طالبان هم وهڅوي څو د سولې له پاره رامنځته شوي فرصته به ګټه واخلي.»

دغه لوړ پوړي امریکایي جنرال دا هم ویلي چې د افغان سولې بهیر پرمختګ له پاره باید پاکستان ډېر کار وکړي. «په پاکستان کې د وسله والو پټن ځایونو سربیره د افغانستان په لودیځ کې د طالبانو پټن ځایونه او له شماله د هغوی ملاتړ زموږ د انديښنو لامل دی.»

د افغان سولې په اړه همکاري ته د پاکستان اړکولو څه ناڅه تمه هله را پیدا شوه چې د سویلي اسیا او افغانستان په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپله ګواښنده کړنلاره اعلان کړه. په هغه ستراتېژي کې له افغانستان او امریکا او په ټوله کې له نړۍ سره د پاکستانيانو د کړو وړو رښتینی انځور وړاندې شوی و. ښاغلي ټرمپ په خپله ځانګړې لهجه ویلي و چې پاکستان پر امریکایي مشرانو د ساده ګانو ګومان کړی و او د ترهګر پرضد مبارزې په پلمه یې له دوی( امریکایانو) له ۳۳ میلیارده ډالرو زیاتې پیسې اخیستې وې خو په عمل کې یې د ترهګرۍ پر ضد نه یوازې مبارزه نه وه کړې بلکې ترهګري یې پیاوړې کړې هم وه.  په رښتیا هم د ولسمشر ټرمپ په ستراتېژي کې داسې ټکي وو چې په عملي کولو یې پاکستان اړ کېده چې د افغان سولې په اړه یې رښتینې همکارې کړې وای خو د لږ وخت په تېرېدو سره د ټرمپ له پوکاڼۍ هم باد ووت. په دې مانا چې ټرمپ او اداره یې هم د خپلو اسلافو په شان په نیمه لار کې پنچر شول. رښتیا خبره داده چې پاکستانیان د امریکایانو پر کمزوریو او د پاکستان په اړه دهغوی له تشو ذهنونو ښه خبر دي او پردې پوهېږي چې له کومو لارو او څه ډول امریکایان بې وسلې کړي، ویې غولوي او خپلې غوښتنې پرې ومني. پاکستانیان په دې برخه کې هغه د چاخبره«ید طولا » لری. په لنډو کې یې که ووایم پاکستانیانو پرافغانستان د شوروي یرغل پرمهال د کمونیزم پر ضد مبارزې تر پردې لاندې ځان د اټومي وسلې خاوند او هم یې د افغانانو په لاس د افغانستان ورانولو په اړه خپلې ستراتېژیکې موخې وپاللې. د ډاکتر نجیب حکومت له ړنګېدو وروسته یې تنظیمي انډوخر رامنځته او امریکایان یې پر دې قانع کړل چې کولی شي په افغانستان کې امن راولي نو ځکه خو یې د طالبانو پروژه په داسې بڼه ورمخته کړه چې امریکایان قانع کړي د افغانستان په امن کولو سره به یې منځنۍ اسیا ته د ورتګ لاره خوندي او د انرژي لېږد ګټورو پروژو پلي کولو ته لار اواره کړي. امریکایان ایله هغه وخت د ځان پر دوکه کېدو وپوهېدل چې طالبان واک ته ورسېدل او ټول انساني حقونه یې په لته ووهل. دا دویم ځل و چې پاکستان خپلې موخې د امریکایانو ترږېرې لاندې او د هغوی په مرسته پاللې. خو کله چې د پاکستان له ملاتړه د برخمنو طالبانو میلمه اسامه بن لادن د امریکا د پوځي او اقتصادي ځواک سمبولونه( پنتاګون او د نیویارک سوداګریز مرکز برجونه) په نښه کړل، نوره یې د امریکا حوصیله پای ته ورسوله او پښې یې پسې رالوڅې کړي. دغه وخت هم پاکستان ددې پرځای چې سزا لېدلې وای بیا یې هم امریکا دوکه او په ډېره چالاکي یې د امریکا پرېمانه مالي ملاتړ خپل کړ. خو له همغې لومړۍ ورځې یې امریکې ته بل دام کېښود، په لوی لاس یې طالبان تنظیم، تمویل، تسلیح او په دې توګه د امریکایانو رالوسلو ته لارجوړه کړه. په یو لاس یې طالبان پالل او په بل لاس یې وژل او له امریکایې انعام پرې اخیست چې د امریکایي چارواکو په وینا د پشکې او موږک په دې لوبه یې له امریکا څه باندې ۳۳ میلیارده ډالر داسې ګړوت کړل چې ارږمی یې هم ونه ایست. سره له دې چې د ټرمپ د ستراتېژي له اعلان سره د پاکستان لېنګي یو څه په ګړبېدو وو خو داسې ښکاري چې اوس یې بیا د امریکانو د خوب رګ پیدا کړی له یوه او بل لوري شنه او ژېړ څاغونه ورکوي. پاکستان په پخوا کې امریکایان له بېلابېلو لارو ویرول چې فشارونه پرې رانه وړي. یوه لار داوه چې امریکایان یې وېرول چې که فشار زیات کړي ښایي ددغه هېواد اټومي وسلې د اورپکو او ترهګرو لاسته ولوېږي چې دغه حالت به امریکې او ټولې نړۍ ته نه جبرانېدونکي زیانونه واړوي. بله پاڼه چې له امریکې سره په لوبه کې پاکستان کاروله دا وه چې دغه هېواد زیانمونکی دی که فشار پرې زیات شي نو ښایي وپاشل شي چې دا به په سیمه ییزه او نړیواله کچه ناوړه پایلې ولري. خو له دې سره یې په ډېره چالاکي امریکې ته داسې پیغامونه ورکول چې ګنې پاکستان په افغانستان کې د هند له نفوذه اندېښمن دی او که دا اندېښنه یې لرې شي نو پاکستان په افغان سوله کې له امریکا سره همکاري کوي. دغه کار پاکستاني لیکوال احمد رشید په ډېره هوښیاري په داسې بڼه په خپلو کتابونو او لیکنو کې کولو چې هم یې لوستونکي ورکشول او هم یې د پاکستان پوځ او دهغه څارګرې څانګې(ای اس ای) پیغام رسولو. د بېلګې په توګه احمد رشید په ډېره ځېره کي خپلو کتابونو او مقالو کې لیکل چې پاکستان د زیاتو فشارونو توان نه لري یا پاکستان په افغانستان کې په دې او هغې بڼه لاسوهنه کوي، طالبان تمویل او تسلیحوي، دا او هغه کوي خو وروسته یې دا هم ورزیاتول چې پاکسان ځکه دغه کارونه کوي چې په افغانستان کې د هند له مخ پرزیاتېدونکي نفوذ اندېښمن کړی او غواړي مخه یې ونیسي، مانا دا چې د پاکستان کړنې عمل نه بلکې د عکس العمل بڼه لري.(۱) هغه ډول مې چې یو بل ځای هم ویلي د پاکستاني چارواکو همدې ډنډورو اوباما هڅولی و چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي وغواړي چې خپله بهرنۍ کړنلاره په تېره د هند په اړه د پاکستان په خوښه مخته یوسي.

هغه ډول چې یادونه وشوه پاکستان د امریکا اوسني دریځ ته په کتو بله لوبه پیل کړې او هغه دا چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه یې د امریکایانو له نارسمي څرګندونوداسې اخیسته کړې چې امریکایان له سیمې د وتلو په حال کې دي نو ځکه خو دوی باید هم په همدغه پړاو کې له امریکایانو امتیازونه واخلي او هم به یې د امریکایانو له وتلو وروسته بیا داسې ډرامې جوړې کړې وي چې بیا هم له امریکا د شېدو غوا جوړه کړي.

که رښتیا امریکایان غواړي پاکستان په افغان سوله کې رښتینې همکاري ته اړ کړي نو دغه کار په زاریو نه کېږي، په دیپلوماسي، هڅونو، پیسو او مرستو نه کېږي که کېدی د بوش له زمانې راهیسې د بېلابېلو امریکایي چارواکو هڅو او کله ناکله د پښو دربولو به پاکستانیان همکاري ته اړ کړي وی خو موږ ټول ګورو چې له رنګارنګ ژمنو، لاپو اونوروټګیو برګیو سره سره پاکستان ان د یو توت په اندازه مرسته هم له امریکایانو سره نه ده کړې. که امریکا رښتیا غواړي پاکستان په افغان سوله کې همکاري ته اړ کړي پر پاکستان دې داسې فشار راوړي چې چارواکي یې په رښتینې مانا احساس کړي چې نور یې بقا له ګواښ سره مخ ده. دا یاد وساتئ څوک به مړه او څوک په ژوندي وی که امریکا د پاکستان په تشو ژمنو افغانستان پرېږدي افغانستان به پر اور واړوي او امریکا ته به هم داسې سرخوږی جوړ کړي چې اسامه به یې له یاده ووځي.

په دغه ځای کې دا خبره کول هم غواړم خپلو وطنوالو ته دغه پیاغم ورسوم چې هیڅوک زموږ په غم کې نه دي ټول د خپلو ګتو له پاره زموږ پروینو سوداګري کوي نورا شئ ټول خپل سرونه په ګرېوانونو کې کښته او فکر وکړو چې له دې وروسته د نورو د ګټو له پاره خپلې وینې تویه نه کړو، خپل وطن وران نه کړو، دغه وخت دی چې له بهرنیانو به هم خلاص او هم به مو سیالي له سیالانو سره برابره شي.    

(۱) احمد رشید. پاکستان دګړنګ پرغاړه، په کړکیچ کې ښکېل کتابونه او د هغه بېلابېلې مقالې.    

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply