د فېسبوک جوړونکي مارک زوکربرګ ته میلیاردونه ډالر تاوان رسېدلی / دعوت میډیا ۲۴

0 726

دعوت میډیا ۲۴ (شنبه، ۶ زمری، ۱۳۹۷ل): د نړۍ تر ټولو سترې مشهوې ټولنیزې رسنۍ مشر مارک زوکربرګ په څو دقیقو کې له ۱۶ ملیارده ډالره تاوان سره مخ شوی دی. راپورونه زیاتوي چې د فیسبوک په درې میاشتني راپور کې ویل شوي چې د کاروونکو په شمېر کې کموالی او عواید د اټکل نه کمېدل دوی ته ۱۴۸ ملیارده تاوان اړولی دی. خو له دې زیات تاوان د فیسبوک مشر مارک زوکربرګ شتمنۍ ته اووښتی چې د راپور راتلو نه څو دقیقې وروسته یې ۱۶.۸ میلیارده ډالر لاسه ورکړل. د فیسبوک په استعمال کې له چهارشنبې څخه تر پنجشنبې پورې ۲۴ سلنه کموالی راغلی چې له امله یې زوکربرګ -څوک چې د نړۍ یو له سترو شتمنو کسانو څخه دی- په لیست کې درې درجې ښکته شوی دی. د نړۍ تر ټولو سترو شتمنو کسانو په لیست کې څو ورځې وړاندې مارک زوکر برګ د ۸۶.۵ ملیارده ډالرو لرلو مالک و، مګر په دوو ورځو کې دغه شتمني له۷۰ ملیارده ډالرو څخه هم ښکته شوه چې د درېیم شتمن کس ویاړ شپږم ته ښکته شو. دا د امریکې په تاریخ کې لومړی ځل دی چې کوم شرکت ته یوازې یوه ورځ کې د ۱۰۰ ملیارده ډالرو تاوان رسیږي، که دې شرکت ته مالي تاوان دومره د اهمیت وړ نه وي خو په لویه کچه کاروونکي له لاسه ورکول دغه شرکت له ستر ګواښ سره مخ کوي. شنونکي په دې باوري دي چې د فیسبوک په اړه نویو شخړو ددې کچه په ټولنیزو رسنیو کې کمه کړې ده، او ددوی د مینې کموالي فیسبوک پخپلو پریکړو بیا کتنې ته اړ کړی دی. د یادونې وړ ده چې تېر کال پر فیسبوک د امریکې په ټاکنو کې د کاروونکو معلوماتو استعمالولو تور لګېدلی و چې له کبله یې یو شمېر کاروونکي فیسبوک پريښودو ته اړ شوي ول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply