له امریکا سره د طالبانو مخلمخ خبرې د طالبانو په ګټه او که په زیان؟

0 514

محمد ننګیال

پر افغانستان د امریکا یرغل تقریباً اوولس کالو ته رسیږي، د امریکایانو په وینا دوی تر اوسه په سلګونو میلیون ډالرو لګښت کړی، ترڅو په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات راولي، دوی ددې کار د ترسره کولو لپاره په مطبوعاتي، جنګي، اقتصادي، مذهبي، اجتماعي او نورو ډګرونو کې پر طالبانو ډیر زیات فشارونه راوړي او حتا د سولې د عالې شورا په نوم يې په کابل کې دفتر هم پرانیستی دی. ولې ورځ تر بلې په افغانستان کې حالات مخ په ځوړ روان دي، بې له شکه پر امریکا هم فشارونه تر بل هر وخت څخه زیات شوي دي او دغو فشارونو ټرمپ دې ته و هڅاوو چې د افغانستان لپاره په جوړه کړې ستراتیژي بیا له سره غور وکړي او د هغې په نتیجه کې د ټرمپ ادارې اعلان وکړ، چې موږ به د طالبانو له استازو سره نیغ په نیغه خبرې پیل کړو، د امریکایانو دغه غبرګون ته نه یواځې طالبانو بلکې د نړۍ ډیرو هېوادونو ښه راغلاست وویل، یواځې د افغانستان په دولت کې دننه ځینو کړیو هغوی هم د خپلو شومو اهدافو د ترلاسه کولو په خاطر وغانده.

امریکایانو دغه غبرګون ته د عملي بڼې ورکولو په خاطر خپل یو لوړ پوړی پلاوی د قطر هېواد ته واستاوه ترڅو په افغانستان کې د ثبات د راوستلو، د امریکایي پوځیانو د وتلو او روانو شخړو ته د پای ټکي د کیښودو لپاره له طالبانو سره مقدماتي مخامخ خبرې پیل کړي، د دواړو غاړو ترمنځ دغه ناسته تیره هفته د قطر هیواد د پلازمینې دوحې په یوه هوټل کې ترسره شوه، په دغه ناسته کې د طالبانو هیئت چې مشري یې شیرمحمد عباس ستانکزي کوله او د امریکایانو د هیئت مشري د بهرنیو چارو مرستیالې میرمن الیس ویلز کوله د دواړو لورو ترمنځ د افغانستان په راوان وضعیت، د شخړو په ختمیدو، د امریکایي پوځیانو د وتلو او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په غرض مقدماتي خبري په ارامه او سوله ییزه فضاکې تر سره شوې، په افغانستان کې د روانې شخړي د حل لپاره نوموړې مقدماتي ناستې د دواړو لورو لیوالتیا د راتلونکو لویو او پریکړه کوونکو ناستو لپاره ډیره زیاته کړه. د دې ناستې خبر د امریکا نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ چې په مطبوعاتي ډکر کې معتبرې ورځپاڼې شمیرل کیږي خپور کړ او همدارنګه د قطر هیواد ته نیږدو مطبوعاتي سرچینو د نوموړې ناستې پخلی او بریالۍ ښودلي دي او په افغانستان کې یې د روانو شخړو د حل لپاره یې یو اړین او ضروري ګام بللی دی. د نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ د خبر له خپریدو څخه څو ورځې وروسته د امریکې د بهرنیو چارو وزارت او د طالبانو سرچینو هم د نوموړې ناستې بخلی وکړ.

د دې خبر له خپریدو وروسته په افغانستان کې دننه ځینې کړۍ او همدارنګه د ګاونډیو هیوادونو استخباراتي شبکو د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره سم د لاسه خپل غبرګونونه و ښودل. چې له دې جملې څخه د پاکستان هیواد استخباراتي شبکې ته نږدې سرچینو د طالبانو مشرتابه هیئت ته خبرداری ورکړ چې تاسو به نور په قطر کې له امریکایانو سره خبرې نه کوئ او که چیرته مو خبري هم کولې په پاکستان دننه او د پاکستان په استازي توب سره به خبرې کوئ او که چیرته تاسو بیا داسې عمل تکرار کړو نو موږ به ستاسو مشران بندیان کړو او حتا وژنو یې، همدارنګه يې ورته ویلي دي چې ژر تر ژره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر په اداري پلاوي کې بدلون راولئ)).

د پاکستان دغه خبرداري د طالبانو په مشرتابه هیئت کې د ویرې فضا رامنځته کړې ده.

که چیرته د طالبانو مشرتابه د قطر د سیاسي دفتر په اداري پلاوي کې بدلون راولي او پر ځای یې نوي کسان معرفي کړي څومره زیانمن شي او که الله تعالی ته قبوله وه چې د ګران هیواد روان وضعیت به د خبرو له لارې هواریږي تر کومه حده د سیاسي دفتر نوی اداري پلاوی و توانیږي چې د خبرو په ډګر (سیاست) کې پر امریکایانو ګټونکی وي.

بې له شکه خپله امریکایان او نوره غربي نړۍ په غیر رسمي توګه اعتراف کوي چې د روانې جګړې ګټونکي افغانان دي او امریکایان د افغانستان تاریخ ته په کتو چې تل افغانانو جنګي ډګر ګټلی او سیاسي ډګر یې بایللی دی چې ژوندی مثال یې د انګریزانو سره دګندمک کرغیړنه معاهده وه په دې لټه کې دي چې د سیاست ډګر په خپله ګټه پای ته ورسوي او د دې کار لپاره دوی هر راز تکتیکونه په کار اچوي، ترڅو خپل داړونکی غرور په نړۍ کې باقي وساتي.

او که چیرته طالبان د سیاسي دفتر په اداري پلاوي کې تغییر رانه ولي او پر دنده یې پریږدي د طالبانو مشران چې په ګاونډي هیواد پاکستان کې دي څومره د مرګ له ګواښ سره مخ وي… دا ټولې هغه پوښتنې دي چې راتلونکی به یې ځوابوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply