ولسمشریزي ټاکنې به را روان کال وي / دعوت میډیا

0 651

دعوت میډیا ۲۴ (سه شنبه، ۹زمري، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون وايي ولسمشریزې ټاکنې به د را روان لمریز کال د لومړۍ میاشتې په وروستۍ ورځ ترسره شي. خامه پریس؛ د یادې سرچینې په حواله وايي چې ولسمشریزې ټاکنې به د ۱۳۹۸ل کال د وري د میاشتې په ۳۱مه چې د ۲۰۱۹م کال د اګسټ له ۲۰مې سره برابره ده ترسره شي. شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې اجراییه ریاست هم ټينګار کړی و، چې باید د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان شي. محمد اشرف غني هم ویلي و، ښه به وي چې ژر تر ژره د ولسمشریزو ټاکنو کره نېټه اعلان شي. دا په داسې حال کې دی چې پرون د ټاکنو کمیسیون وویل، د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې باید وځنډول شي. د دې کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وویل، چې په ولسوالیو کې د ښځينه نوماندانو نه شتون، نا امني او د نوماندانو معیار نه پوره کېدل هغه څه دي چې باید ټاکنې وځڼدول شي. د ولسمشریزو ټاکنو نېټه په داسې حال کې اعلانېږي، چې د پارلماني ټاکنو لپاره تر دوه میاشتې کم وخت پاتې دی او په اړه يې لا هم د فساد او درغلۍ څرګندونې ګرمې دي. د تېرو ولسمشریزو ټاکنو له جنجالي پروسې وروسته چې پایلې يې هیڅ اعلان نه شوې، په ولس کې د ټاکنو په اړه باور نږدې په نشت برابر شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply