په رسټورانټ کې زېږېدلی ماشوم به ټول عمر مفت خواړه خوري

0 648

په امريکا کې د فاسټ فوډ په يوه رسټورانټ کې يو ماشوم نړۍ ته راغلی دی او اوس د دغه رسټورانټ څښتن وايي، نه يوازې دغه ماشوم ته به درست عمر وړيا خواړه ورکوي، بلکې کالېزې به يې هم په رسټورانټ کې نيول کېږي او تر شپاړس کلنۍ وروسته به په همدې رسټورانټ کې ورته دنده هم ورکول کېږي.

امريکايي رسنۍ وايي، د ټکساس په چک فيلا رسټورانټ کې يوې مور ته درد ورپيدا شو او د رسټورانټ تشناب ته لاړه او همالته يې زوی وزېږېده.
دغه ماشوم گریسلن مايي وايلټ گریفن نومېږي.

اوس د رسټورانټ څښتن ده ته، درست عمر د برګرو او فاسټ فوډ د وړيا ورکولو، کالېزې نيولو او دندې وړانديز کړی دی او مور او پلار يې هم ورسره منلی دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply