پاکستان ته یو ځل بیا د کونړ د لرګیو قاچاق زور اخیستی دی

0 547

د رسنیو د راپورونو له مخې د کونړ په څو ولسوالیو کې د ځنګلونو پرې کول پيل شوي دي او پاکستان ته ددغو لرګیو قاچاق زور اخیستی دی. د کونړ د کرنې رییس ویلي، سره له دې چې د ځنګلونو په پرېکولو کې کموالی راغلی خو بیا هم په اسمار، څوکۍ او چپه درې ولسوالیو کې د ځنګلونو پرې کول ادامه لري. دده په خبره د سیمه ییزو خلکو یوه کمېټه جوړه شوې، چې باید د ځنګلونو د پرې کولو مخه ونیسي. همدا راز وايي چې د کرنې وزارت ورسره په روان کال کې د ځنګلونو د ساتنې په موخه د دوه سوه میلیونه افغانۍ مرستې ژمنه هم کړې ده. بل پلو ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې له څو ورځو راهیسې په ناړۍ ولسوالۍ کې هم د ځنګلونو پرې کول پیل شوي او دغه لرګي بیا خیبر پښتونخوا او د پاکستان ځینو برخو ته قاچاق کېږي. سرچینې دا هم وایي چې د ځنګلونو په قاچاق کې افغان چارواکي لاس لري. د معلوماتو له مخې په تېرو شلو کلونو کې ۲۵ میلیونه متره مکعب ځنګل په کونړ کې پرې شوی او لرګي یې پاکستان ته قاچاق شوي دي. د کونړ د کرنې رییس بیا له سپوږمۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې پاکستان ته د لرګیو په قاچاق کلک بندیز دی او هېڅوک نه شي کولی دغه لرګي ولېږدوي. هغه وویل ان له یوې ولسوالۍ بلې ته هم څوک لرګي نه شي لېږدولی.

سپوږمۍ رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply