د ایران او پاکستان حکومتونه او علما د جګړې پلویان دي/ ګلرحمن رحماني

0 621

د جولای په لسمه د سه شنبې په ورځ د سعودي عربستان په جدې او مکې مکرمې ښارونو کې د افغانستان  د سولې او ثبات په اړه د ۵۳ هیوادونو دینی عالمانوغونډې په افغانستان کې روان جنګ ناروا وګاڼه او ټولو په یوه خوله وویل چې باید طالبان له افغانستان سره بې له قید او شرطه سوله وکړي او له جګړې لاس واخلي.

دې غونډې ته د ایران یو غړی هم نه و ورغلی او د پاکستان هیواد له ۱۶ غوښتل شویوکسان یواځې د پاکستان د نظارتي اسلامی کونسل مشر (ډاکټر قبله عیاض) ورغلې وه ، دا په دې مانا ده چې د دغو دواړو هېوادونو د حکومتونو تر څنګ د دوی دیني علما هم په افغانستان کې د روان جنګ پلویان او ملاتړي دي.

ډاکټر قبله عیاض د امریکا غږ اشنا راډیو او تلویزیون سره په مرکه کې وویل، د پاکستاني علماو نه ګډون مختلف لاملونه لرل. دری دینی عالمان د سیاسی ملحوظاتو له امله او پاتی نور د تخنیکي ستونزو له امله چې عمده یې په پاکستان کې ټاکنې دي ګډون ندی کړی. هغې په دی مرکه کې زیاته کړې (پاکستان کې دیني عالمانو سره باید تماسونه ونیول شي.  ځینی هلته داسې شته چی وایی په افغانستان کې جګړه رواء ده دوی د سولې دا منصوبې د امریکا بولي خو ترقی پسنده خلک بیا دا غواړي چې طالبان دې جګړه ودروي جمهوریت لپاره دې کار وکړي پارلمینټ ته دې لاړ شي) .

د اسلامي همکاریو د سازمان له لوري د علماو بین المللي کنفرانس ته ځکه د پاکستان له لوري یواځې ۱ شخص ډاکټر قبله عیاض ورغلې وه ، چې له یوې خوا د حقانیه مدرسې مشر مولانا سمیع الحق د کنفرانس په لمړۍ ورځ وویل چې د سعودي عربستان او ورته نورې غونډې په افغانستان کې د جهاد د ختمولو په معنی دي نو د ځان په څیر د نورو ملایانو یې غوښتنه کړې وه چې وې څاري او ټولې هغه پرېکړې چې پکې کېږي باید خلک وپوهوي چې وې نه مني .

ده زیاته کړې چې د افغانستان جګړه د ملا عمر په امر پیل شوی جهاد دی او زرګونه ملایان یې ملاتړي دي. د ده په خبره د اسلام پیغمبر(ص) ویلي چې جهاد باید تر قیامته روان وي ، ځکه نو باید په افغانستان کشمیر او برما کې جګړه ونه درول شي. د جهاد په برخه کی ښځی ته له میړه د اجازی غوښتنه شرط نه ده ، نو طالبان دی په خپل سر جنګ ته دوام ورکړی .

له بل لوری طالبان (هغه اشخاص چی د پاکستان په اشاره باندی څرخی او په افغانستان کی د دوی د حکومت او ای ایس ای په اشاره باندی په افغانستان کی هغه ځایونه چی د افغانستان د پرمختګ سبب ګرځی الوزوی او له مابین نه یی وړی) دغی غونډی ته نه و غوښتل شوی چی طالبانو د دی غونډی په دویمه ورځ رسنیو ته په استول شوی خبر پاڼه کی وویل چی (دا ډول کنفرانسونه او غونډی د امریکایانو توطیه ده او له همدی لاری غواړی خپل اشغال ته مشروعیت پیدا کړی ، او له سعودی عربستانه یی غوښتی و چی د دوی په وینا د امریکایی اشغال په وړاندی د افغان اولس سره ودریږی) .

په دغسی او دیته ورته غونډو کی د پاکستان او ایران نه ګډون په دی معنی ده چی دوی دواړه هیوادونه غواړی چی په افغانستان کی جګړه لا پسی اوږده کړی او د دوی په اشاره باندی طالبان وڅرخی ځکه د مولانا سمیع الحق دغه پیغام دا معنی ورکوی چی تاسو باید په افغانستان کی جګړه روانه وساتئ .

ایران او پاکستان دا ثابته کړه چې دوی په افغانستان کې د جګړې اوږدول غواړي. دا جګړه یوازې د یادو هېوادونو د حکومتونو له لوري نه ده بلکې د دوی دیني علما هم په دغسې جګړو کې ښکېل دي او په غلطه د هغې جواز او مشروعیت ورکوي. خلک تېرباسي، د هغوی له احساساتو ناوړه ګټه اخلي او په افغانستان کې جګړه مار وژنو، ورانیو او دربدریو ته هڅوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply