ملا چل، زموږ بدمرغی /عبدالرووف لیوال

0 668

زموږپه کلیو کې به لوی کوهی ووچې ارهټ یې باله . له دې لوی کوهی نه به اوبه په یوه کتارسلواغو کې په یوه څرخ راپورته کیدې او دا څرخ به یوه څاروی ( غوایی یا خره) څرخاوه اوپه دې تو ګه به داوبو سلواغې ډکې یو په بل پسې راپورته کیدې او کرونده به یې خړوبوله ، یو بزګرچې هم په کار بوخت وو اوهم یې کرونده دیوه خره په واسطه چې ارهټ یې څرخاوه خړوبوله ، دخره په غاړه کې یې یو جړنګانی تړلی وو ، چې دجړنګانی په غږ سره به بزګر ډاډه وو چې هغه دحرکت په حال کې دی ، یو ملا راپیښ شو او دکروند ګرنه یې وپوښتل چې ، دا جړنګانی دې ولې دخره ترې غاړې تړلی ؟ کروندګر ځواب ورکړ : ددې په خاطر چې دهغه له حرکت نه ډاډه اوسم . ملا ورته وویل که هغه خر ودریږی اویواځې خپله غاړه وخوځوی نو بیا ؟

بزګر ځواب ورکړ : ملا صاحب خدای ته وګوره ! زما خره ته دا دحرامزادګۍ چلونه مه ورښایه .

زموږ بدمرغی :

که دملایانو دا پورته چلونه ، او دجان سپکو په قول ، طالبانو ته دامریکې له خوا د۴میلیاردوډالرو ورکړه رښتیا وی نو زموږ خلک به نیکمرغی اوسوله په عمر کې و نه وینی ، تل به همداسې دجګړې په اور سو ځو .

دوهم : ولې امر یکا یی ځواکونه دطالب په ځپلو کې اردوسره په لومړی سر کې مرسته نه کوی  ؟ هغوی طالبانو ته چانس ورکوی ، چې دیوې سیمې په سقوط سره ټول دولتی مهمات اونظامی تجهیزات دطالبانو لاس ته وغورځی اوبیا وروسته سیمه بمباردمان اوملکی خلک وځپل شی  ، دادې لپاره چې اردو او طالب مساوی او یوبرابر تجهیزات اومهمات ولری ، په دې صورت کې به جګړه دوام ولری او دوی به خپلو موخو ته رسیدلی وی .

دریم : داسې عینی او ذهني شرایط یې دبې وزګارۍ له کبله راوستی چې خلک دلوږې او تنګسیا له امله هم داردو لیکو ته اوهم د طالبانو لیکو ته ورګډ شی ، له لیک ، لوست او پوهې نه پاتې اودیوڅوروپیو په خاطر جګړې ته دوام ورکړی .

څلورم : څوورځې وړاندې امین مجددی ( دقلعه جواد حضرت صاحب ) دعلماووپه لویه غونډه کې یې وویل   :(( جهاددوام لری او موږ په افغانستان کې سوچه اسلام غواړو )) پوښتنه را پیداکیږی چې ولې دا ۴۰ کلونوراپدیخوا افغانستان ته اسلام نه راځی او دجهاد نتیجه صفر ده ؟ ځواب به یې دا وی چې کله دملا صاحب صومبۍ دکروزین له سیټ سره آشنا شوه ، جهاد ریایی شو – رهبر اوملا دډالرو نوکر او په دنیایی عشرت او غصب ګرفتار شو. جهاد حضرت عمر (رض) غوندې کسانو کاوه چې په وچه بیدا کې به یې نیمګړی خوب کاوه .    طالبه ! خدای که ملا شې + په کتاب پروت یادوې شینکی خالونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply