له ښاغلي افراسياب خټک سره د امريکا غږ مرکه

0 562

 

سيد حسين پاچا

مرکه کوونکی : سيد سليمان اشنا

د غزني د جګړې په جريان کې او تر جګړې راروسته په ټولنيزو رسنيو کې داسې ويډيوګانې خپرې شولې چې ګوندې ګڼ شمېر طالب جنګياليو په ډله کې پاکستاني ملېشې هم وژل شوي او مړي يې بډه بېرې، کوټې ښار او پېښور ته انتقال شوي دي. په دې ارتباط په پېښور کې د ملي عوامي ګوند د مرکزې کمېټې رئيس او پخواني سناتور افراسياب خټک په عام ډول له پاکستاني مقاماتو نه وضاحت وغوښت چې ولې د افغانستان په اړه د ۱۹۸۹ ز کال پالېسۍ ته تراوسه دوام ورکوي؟

ښاغلی افراسياب خټک اوس د سکايپ له ليارې نه له موږ سره په خپرونه کې دی. خټک صايب ستړي مه شئ! پروګرام ته په خير راغلئ!

خټک صايب يوه لنډه پوښتنه کوم چې ايا پاکستاني مقاماتو بالاخره ستاسې ځواب درکړ چې ولې يې پاکستاني جنګيالي په غزني کې وژل شوي او يا نيول شوي دي؟

متأسفانه ما ته يې ځواب نه دی ويلی. دلته خو پر سوشل ميډيا باندې ډېر معلومات خپاره شوي دي. ډېرو سازمانونو چې هغوې جنګ ته لېږلي وو د هغوی له طرفه اطلاع خپله ورکړې ده او ويلي دي چې جنازې پاکستان کې کيږي او پېښور سره نژدې ځينې ځايونه دي. نورو مقاماتو کې خلکو ويلي دي او قبوله کړې يې ده چې د دې خلکو مړي له افغانستانه راغلي دي، له جنګ نه راغلي دي او د پاکستان حکومت تراوسه پورې هېڅ غږ نه دی کړی، نه يې وضاحت کړی دی، نه يې حتی غندنه کړې ده د دغه حملاتو چې دومره خلک پکې وژل شوي دي. نو د پاکستان حکومت له بده مرغه هماغسې پالېسۍ ته ادامه ورکوي او هماغه سياست ته ادامه ورکوي چې کوم د طالبانو پر حمايت باندې مرکزي دي (راڅرخي).

بلې خټک صايب لږه شېبه مخکې مې د غزني له والي سره خبرې کولې هغې هم تقريبًا ستاسې خبره تاييد کړه چې ګڼ شمېر پاکستاني جنګيالي هلته وو. تاسې د افغانستان په اړه دا د پاکستان پالېسي يوه ناتمامه فاجعه ګڼلې ده. که پاکستان د افغانستان د ناامنه ساتلو او بېثباتۍ لپاره دومره کار کوي ايا پاکستاني حاکمان خپله په دې پوهيږي چې خپله پاکستان به هم له لوی خطر سره به مخامخ شي؟

همداسې ده، د پاکستان لپاره هم ډېره ضرر رسوونکې پاليسي ده او پاکستان يې هم په خوا کې ډېر زيانمن کړی دی. مګر متأسفانه په پاکستان کې ځينې داسې عوامل او ځينې داسې عناصر شته خصوصًا په دولت او خصوصًا په حکومتي مؤسسو کې چې هغوی له دې نه نه اوړي.

افغانستان يې پرون له روس سره وجنګولو، بيا يې اوس له امريکې سره جنګوي، سبا به يې له چين سره جنګوي او دوی د افغانانو پر اوږه باندې ټوپک ږدي او جنګونه کوي، خو دا افغانانو وروڼو او خويندو ته هم په کار دي چې هغوی پر دې باندې غور وکړي چې ولې د هغوی له وينې نه استفاده کيږي د نورو خلکو د سياسي ګټو د پوره کولو لپاره؟ نو موږه خو د دې سياست مخالف يو او دلته تقريبًا اکثريت سياسي ګوندونه د دې مخالف دي. د نواز شريف حکومت چې ايسته کړی شو اساسي علت يې دا وو چې هغه هم د دې سياست مخالف وو. هغه ويل چې له ګاونډي هېوادونو سره بايد ښه مناسبات ولرو، ځکه چې له دې بغير اقتصادي رشد ممکن نه دی، خو متأسفانه دلته چې کوم نظاميګر عناصر دي، ماجراجو عناصر دي هغوی هماغه زوړ سياست ته ادامه ورکوي.

نو خټک صايب نو امريکا يا نړيواله ټولنه چې په افغانستان کې دومره حضور لري او له پاکستان سره تعلقات لري، دغه نه درکوي چې پر پاکستان باندې فشار راوړي چې دوی باندې فشار راوړي چې د دې سيمې د امن لپاره د داسې خلکو يا عناصر مخه ونيسي؟

ولې د سترو طاقتونو خپلې خپلې اجنداګانې دي او زه نه ګڼم چې هغوی ټول داسې غواړي چې سوله داسې په يو دم راشي، خو يو بل ته يې چل جوړ کړی دی. پرون له روس سره جنګ وو، نن له امريکې سره دی. سبا ته چين دې کانديد دی، لکه چې ما مخکې هم غرض وکړ چې دا ټوله خبره دېته هم جوړه ده چې په دې سيمه کې چې چين کومې نوې منصوبې جوړوي، نو د هغوی په لاره کې تر ټولو لوی خنډ همدغه افراطيون به وي، دغه ترهګر به وي. دا خشونت په قوم کې به وي. ځکه نور قوتونه نه غواړي چې دا خشونت پای ته ورسيږي. متأسفانه چې دا کومې اجنډاګانې دي په هغوی باندې دا د افغانانو پر وينه باندې دا اجنډاګانې مخته وړل کيږي.

بلې، وتلی ليکوال او پخوانی سناتور افراسياب خټک کور مو ودان او ډېر تشکر چې زموږ بلنه مو منلې وه.

مننه

شننه :

د پنجاب نظاميان او څارګره اداره زموږ ازلي نه پخلا کېدونکي دښمنان دي، اړيکي او تمه ترې د وخت خرابول دي. د افغانستان کمزوري کول، بېثباتول، بربادي و سېځنه، شاته کول او له ځان سره کول يې اصلي موخه ده. دوزخي بابر پنجاب ته پر خپل چوپړ داسې نازي :

The Five Evils who destroyed Afghanistan:

Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize and burn Afghanistan.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

General Akhter Abdur Rehman:

General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

د افغانستان بېثباتونه، سېځنه و بربادي يې زړې موخې دي. له څارګرې ادارې سره هر ډول پټې وښکاره خبرې، پرېکړې ومعاملې موږ ته کومه ګټه نه لري. موږ بايد د خپل ځان د ساتنې او سيمې د ثبات لپاره له هند سره داسې نوی نظامي ستراتيژيک تړون لاسليک کړو چې د اړتيا په وخت کې يو د بل له هوايي ډګرونو هم ګټه واخېستلای شو. پنجاب زموږ د ځپنې لپاره امريکا ته خپل درېواړه (هوايي، بحري او زمکنی) او هم يې خپل څلور هوايي ډګرونه د ډالرو په مقابل کې ورکړي ول، نو موږ ولې دا کار ونه کړو؟ په لومړي قدم کې دې لږ تر لږه دېرش څلوېښت زره نظامي پرسونل د خپلو سرحداتو د ساتنې او نظارت لپاره وغواړي. بنګال همدا کار وکړ د واره د پنجاب له لاسوهنې بېغمه شو او د ارام ساه يې واخېسته.

نړيواله ټولنه په تېره بيا امريکا وناټو او اروپايي ټولنه د ترورېزم د ختمولو او نړۍ کې د ثبات راوړلو لپاره پاکستان ته يوه سخته هر اړخيزه نظامي – اقتصادي فزيکي ضربه ورکړي. اتوم يې ترې ترلاسه او د سرغړونې په صورت کې يې تجزيه کړي له دې پرته نه سميږي. ډاکټر نجيب الله که د پنجاب ځينې مهمې حساسي نقطې پينځه يا اته سکاډه هغه وخت ايشتلی وای، نو سر يې نه خوړلو.

ښاغلی غني بايد له پاکستان سره پر خپله تګلاره له سره غور وکړي. له شيطان، مکار ومخيّل دښمن سره دوستي په ګټه نه ده. ځان ساتنه ترې ښه ده. تېر ته په کتو يې هېڅ ګټه نه ده کړې، اوس يې هم نه کوي او بيا به يې هم ونه کړي تر څو چې هغوی خپلو موخو ته رسېدلي نه وي. پر ځينو جهادي ټټوانو باندې هم ډډه و باور د هېواد د ملي – اسلامي ګټو سره په ټکر کې دی احتياط بايد ورسره وشي. زياتره يې يو ځای و بل ځای نښتي او د هغوی ګټو ته ژمن دي. پنجاب له موږ سره له دښمنۍ لاس نه اخلي، نو ولې موږ د خپل ځآن ساتنې او دفاع لپاره له هر ډول لارو چارو ګټه وانه خلو؟

https://www.pashtovoa.com/a/4529544.html

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply