طالبان به بیا ځلي او دایمي اوربند ومني؟/ ګلرحمن رحماني

0 622

اختر د ټولو مسلمانانو لپاره د خوشحالیو مناسبت دی، ځکه په اخترونو کې خلک یو د بل کره ورځي او د اختر مبارکي ورکوي. ځوانان له خپلو همزولو سره خوښۍ او مېلې کوي، مګر په وروستیو کلونو کې د جګړو شدت له ځوانانو څخه دغه خوښي هم اخیستې، ځکه د ناامنیو او وسله والو له وېرې له ښارونو لرې پرتو سیمو ته په سیل نه شي تللی.

په تېر کوچني اختر کې طالبانو د افغان حکومت د اوربند له اعلان وروسته درې ورځنی اوربند اعلان کړ. د اوربند په نتیجه کې ډېری هیوادوال خپلو کورنیو ته لاړل او د کوچني اختر درې ورځې یې له خپلو کورنی سره په خوشحالیو تېرې کړې . اوس چې لوی اختر راروان دی، ایا د دې امکانات شته چې طالبان دې له افغان حکومت سره د لوی اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړی ؟

د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهری د رسنیو له لارې له  دواړه غاړو (افغان حکومت او طالبانو) څخه وغوښتل چې په راتلونکي اختر کې د خلکو د خوشحالولو په خاطر اوږدمهاله اوربند وکړي ، ځکه له یوې خوا د اسلامي هیوادونو د همکاریو د سازمان غړو چې په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې او روان جنګ د مشروعیت او نه مشروعیت لپاره کومه غونډه وشوه په هغه غونډه کې هم په یوه خوله سره وویل شول چی باید طالبان له افغان حکومت سره دایمي سوله او اوربند وکړي.له بلې خوا افغانان په تېره بیا عام ولس غواړي په هیواد کی یې د تل لپاره سوله او امن وي، خو په اختر کې باید طالبان او افغان حکومت اوربند وکړي .

د افغانستان علماء غواړی چی په هیواد کې دایمي سوله او امن راشي او هر شخص له کومې وېرې پرته د افغانستان هرې سیمې ته لاړ شي او د خپلې خوښې مطابق زده کړې وکړي. د افغانستان د علماوو شورا مشر مولوي قیام الدین کشاف په کابل کې رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا د تلپاتې اوربند وړاندیز کوي ، چې د دغه اوربند په پایله کې د حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو اترو لاره هواره او د تلپاتی سولی لامل وګرځی .

په ځینو ولایتونو لکه خوست ، کندهار او لغمان کی عام خلکو غونډی وکړی او له افغان حکومت او طالبانو څخه یی وغوښتل چی د اختر په شپو او ورځو کی اوربند ته لاره هواره  او اوربند وکړي .

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سیاسي ګوندونو له استازو سره په کتنه کې وویل چې د لوی اختر په ورځو کی یی له وسله والوطالبانو سره پر اوربند کار دوام لری ، له ارګ څخه د ولسمشر غنی په حواله په یو بیان کی راغلي چی د ملي یووالی حکومت د مذاکراتو مالکیت لري خو د مذاکراتو پر بیلابیلو ابعادو مشوری ته اړتیا لری ، د ولسمشر د دفتر مرستیال هارون چخانسوری شاوخوا دوه اونی وړاندی له خبریالانو سره په مرکه کی وویل د لوی اختر په مناسبت کی د اوربند اعلان ته د لیوالتیا نښی نښانی لیدل کیږی او دغه اوربند به د خلکو او دینی عالمانو په غوښتنه اعلان شی .

د سولی عالی شورا د دارالانشاء مشر ډاکټر اکرم خپلواک د رسنیو له لاری د لوی اختر د اوربند په اړه رسنیو ته وویل (انشاءالله ولسمشر به ډیر ژر په دی اړه خپله پریکړه له ولس سره شریکه کړی . د ملت ، عالم اسلام (او ، ای ،سی) سعودی ، قطر او د نورو هیوادونو غوښتنی ورسیدلی او انشاءالله له لازمی مشوری وروسته به د ملت غوښتنو ته مثبت ځواب وویل شی) .

په دا وروستیو کی د طالبانو له لوری په هرات ولایت کی ځینی خطونه لیدل شوی و چی د طالبانو د شورا له خوا استول شوی وه او پکی لیکل شوی وه چی د هیوادوالو او طالبانو د خوښی له امله دا ځل هم غواړو چی له افغان حکومت د اختر په شپو او ورځو کی اوربند اعلان کړو تر څو هیودوال مو د اختر شیبی له خپلو خپلوانو سره په خوښی شریکی او ولمانځی .

په سوشیل میډیا کی داسی اوازی دی چی افغان حکومت او طالبان د اوږدی مودی اوربند لپاره په خپل مابین کی سلا مشوری کوی ، دا چی ایا طالبان او افغان حکومت به د هیوادوالو د خوښی په خاطر اوربند ته غاړه کیږدی او که نا ؟ وخت به یی معلوم کړی .

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply