ولسمشر غني د هېواد فضا بېرته په خپله ولکه کې راوسته/ګلرحمن رحماني

0 784

جمهور ریس محمد اشرف غني د روان ۱۳۹۷ کال د اسد میاشتې پر ۱۸ مه نېټه اعلان وکړ ، چی تر ۲۶ کلونو وروسته د افغانستان د هوایي حریم کنټرول افغانانو په لاس کې واخیست . د افغانستان دا نوی سیسټم چې پخوا د بهرنیانو له خوا کنټرولېده ، تر دې وروسته به د افغانانو په لاس کې وي. ولسمشر د کابل په حامد کرزی نړیوال هوایي میدان کې جوړو شوو مراسمو کې وویل زمونږ هدف دا دی چې افغانستان د سیمې په څلور لارې بدل شي ، نن افغانستان د هوا له لارې په څلور لارې بدل شو او ژر به د ځمکې له لارې هم دغه هدف ته ورسېږو .

د افغانستان له هوایي حریم نه هره ورځ ۳۵۰ طیارې تېرېږي، هره تېرېدونکې الوتکه باید افغانستان ته  ۷۰۰ ډالر مالیه یا فیس ورکړي ، ځکه دا زموږ او بل هر هېواد چې طیاره ورڅخه تېرېږي حق جوړېږي. د افغانستان له فضاء څخه په تېر کال کې ۹۰ زره طیارې لېرې شوېدي .

افغانستان پخوا دوه راداره درلودل چې یو د کابل (حامدکرزي) نړیوال هوایي میدان کې و او بل د کندهار هوایي میدان کې چی یوازې تر ۶۰ کیلو میټره فاصلې پورې یې طیارې څارلی شوې، خو اوس کولی شي چې د افغانستان په فضا کې داخل ټولې طیارې وڅاري ، خبرې ورسره وکړي او معلومات ترې حاصل کړي.

د افغانستان په ۳۴ ولایاتو کې د نوي او عصري وسایلو سمبال رادارونه نصب شوي ، پخوا داسې اوازې وې چې د افغانستان په مختلفو ولایاتو کې نا اشنا ډول طیارې ناسته کوي او د افغان حکومت مخالفینو سره مرسته کوي ، د افغانستان په شمال کې دا ډول راپورونه ډېر وو. روسیه او ایران په دې وېره کې وو چې د افغانستان په شمال کې نا اشنا طیارې ناسته کوي او د داعش وسله وال ځواکونه شمال ته راوړي او هغوی ته جنګي تجهیزات او وسایل راوړي ، خو د نوو او عصري وسایلو سمبال رادارونه دا توانایي لري چې نا اشنا طیاره له لیرې واټنه وپېژني .

 د ۲۰۱۷ کال د اګست په میاشت کې جرمنیانو سره د نوي رادار تړون لاسلیک شو چی شپږ میاشتې وروسته نصب شو. د دغه سیسټم په چلولو او ساتنې هر کال لس میلیونه ډالره لګښت راتلوچی دا سیسټم د (M-LAT) په نوم یادېږي ، د دې رادار په وسیله هره طیاره کولی شی چی له ۲۹ زره فوټه څخه تر ۴۵ زره فوټه لوړ پرواز وکړي ځکه چې د نوي رادار په لګولو سره ټول فضایي حریم د افغانستان په دغه سیسټم کې داخل شوی .

د ملکي او هوایي چلند ادارې ریس محمودشاه حبیبي وایي: اوس د افغانستان د هوایی چلند بشري ، مسلکي او تخنیکي ځواک کولی شي د هر ډول ملکي ، پوځي ، تجارتي او ټرانزیتي الوتکو پرواز د هیواد په فضایي حریم کې وڅاری ، خبرې ورسره وکړي ، ارتفاع یې معلومه او هدف یې کنټرول کړي ، نوموړی وویل (موږ د کنټرول د ساحوي مرکز نه ، نه یوازې ملکی پروازونه بلکې ټول نظامي پروازونه که د دفاع وزارت او که د ناټو وي ، ټول کنټرولوو ، موږ وتوانېدو چې د افغانستان فضا په منظمه توګه ډیزاین او په یو منظم سیستم کې یې یو ځای کړو او د رادار په سکرین یې راولو).

دا چې مخکې د افغانستان د رادار سیستم له خارجیانو سره و او داخلیان به یې یاد ځای ته داخل نه پریښودل ، د پروازونو ټول هغه معلومات چې د یو هیواد د امنیتي رازونو او محرمیت په کټګوري کې شاملیږي ، له پردیو سره و او دا چې څه ډول الوتکې د افغانستان فضا ته داخلېدې ؟ څه شی یې کول ؟ او د کوم هدف لپاره راتلې ؟ افغان حکومت ترې معلومات نه درلودل ، خو وروسته لدې مونږ کولی شو چې د هر ډول طیارې په هکله افغان حکومت معلومات تر لاسه کړي .

دغه نوی رادار د افغانستان لپاره لوی لاسته راوړنه ده هم له امنیتي او هم له مالي پلوه او د دغې لاسته راوړنې کریډیت حکومت او ولسمشر غني ته ورځي، ځکه د دوی په هلو ځلو افغانستان نږدې دوه نیمې لسیزې وروسته خپله فضا په خپله ولکه کې راوستله. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply