پام مو وي! چې ترهګر له توپیر پرته ټول افغانان په نښه کوي

0 662

ودان روښان

د ننګر هار مومند درې ولسوالۍ په ډکې سیمه کې پر ملکي او له ټولو مظلومو لاریونوالو د سې شنبې برید دومره وحشیانه او ستر برید و چې ددغه مطلب ترلیکل کېدو پورې په کې د شهیدانو شمېر ۷۳ ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر له ۲۰۰ ډېر ښودل شوی دی. ویل شوي د شینوارو یوه هدیره ډکه او په نوې هدیره کې شهیدان خښ شول. اوس نو که وکتل شي دا یوازې له انسان وژنې او افغان وژنې پرته بل څه نه شي تعبیرېدی. دا ځکه چې دغه خلک وسله وال نه وو، دولتي سرتېري او ان ددولت ملکي کارکونکي هم نه وو. دغه خلک دومره کمزوري او بې وسلې وو چې د یو سیمه ییز زورواکي د خپلسري او زورزیاتي په غبرګون کې یې تر ټولو هغه سمه او انساني لار غوره کړې وه، دوی یوازې د اعتراض خیمه درولې وه، دوی وسلې ځکه نه وې راخیستې چې نه یې درلودې، که نه وي په دغه وطن کې چې څوک وسلې لري اړتیا نه ویني چې په تش لاس د چا خلاف اعتراض وکړي. د وسله والو خو  څوک حق نه شي خوړلی او تېری نه شي پرې کولی، سوله ییز اعتراض خو بې وسه خلک کوي نه زورور او وسله والا. بله دا چې که دغو خلکو دولتي زور درلودی نو بیا د یوې بلې سیمې یو کس یا یو کور مټ نه شو پرې اړولی، اعتراض او پرلت ته نه اړ کېدل خو مالومه ده چې دغه خلک ډېر بې وسه، واک او ځواک سره یې هیڅ راز، تړاو نه درلود نو بیا ولې له دغه ډول وحشیانه برید سره مخ شول؟ له هر لوري یې چې ګز کړې له انسان وژنې او افغان وژنې بل څه نه شي ترې جوړېدلی. په دغه ځای کې مهمه مسله داده چې انسانان خو هرځای دي نو ولې پر دغو خلکو برید وشو ځواب روښانه دی او هغه دا چې که په بل هر ځای کې همدومره ډېر انسانان راټول او د افغانستان او افغانانو دوښمنانانو لاس ورورسېږي ډاډه اوسئ چې همدغه ډول برید پرې کوي.

خو  تردې نږدې یوه اوونۍ مخکې د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې پر یو سپورتي کلب ځانمرګه برید او موټر بم چاودنه کې ۲۵ کسان وژل او شاوخوا ۹۰ نور ټپیان شوي وو. ددغو بریدونو دېر قربانیان ښایي د یو قوم خلک وي خو د نورو قومونو او مذهب کسانوته هم په کې مرګ ژوبله واووشته، خو د شینوارو په شهیدانو کې بل هیڅوک نه و. به دې سره سره د دشت برچي له پېښې وروسته محشر جوړ شو چې دا خو د یو قوم او یو مذهب خلک په نښه کېږي، دا ژینوساید یا توکم وژنه ده، ان ځینو وتلو سیاستوالو په کابل کې د ملګرو ملتو مرستندویه دفتر ته په دې اړه  شکایت وکړ چې په دې اړه پلټنې وکړي، البته دا ښه خبره ده او د ملګرو ملتو مسوولیت هم دی چې په افغانستان کې د ټولو جنایتونو پلټنه وکړي او د هغو اصلې جرړې مالومې کړي خو ولې ځینې ډلې او کسان کله ناکله او د ځینو پېښو په اړه کلک غبرګون ښیي خو نورې وحشیانه پېښې او ټولوژنې بیا عادي او یا هم ښایي پرځای ګڼي. بده خو یې لادا چې ځینې ډلې او کسان د دې پرځای چې د پېښو اصلي عاملین چې له تردید پرته پر بهرنیو استخباراتي کړیو پورې تړلي دي هغو ته  ګوته ونیسي او سترګې پرانیزي او دا هم وګوري چې ترهګر له توپیر پرته ټول په نښه کوي، خو دوی هم په ټولنه کې کرکه او نفرت خوروي او په پټو سترګو نور قومونه او که سپینه یې ووایم ټول پښتون قوم په دې پړ ګڼي او سپکې سپورې ورته کوي. دوی حیرانونکي دلایل راوړي لکه د دوی د بچیانو زده کړې نور ( مطلب یې پښتانه دي) نه شي زغملی یا پر ټولنیزو پاڼو لیکي چې :« مذهب خاص و قوم خاص مورد حمله قرارمیگیرد که انتحار وانفجار نمی کند صرف تحصیل میکند و دیگران این راتحمل نمی تواند یا فاشیست ها (مطلب یې پشتانه دي) تحصیل فرزندان هزاره راتحمل کرده نمی تواند» دغه خلک داسې ګڼي چې دوی په دغه وطن کې نه اوسېږي؟ ښه فکر وکړﺉ د افغانستان قسم خوړونکي دوښمنان څه غواړي؟ سره له دې چې ځینې وایي دغه خلک ځکه په نښه کېږي چې مشران یې خپل هم مذهبي د سوریې جګړو ته لېږي نو ځکه خو یې په غبرګون کې په نښه کېږي چې دا به څومره سمه وي او که نه؟ دا بېله خبره ده خو له هغه ځایه چې لیدل کېږي شینوارو خورانو خو نه سوریه لیدلې او نه هم عراق نو ولې په دومره لوی شمېر کې په شهادت ورسېدل؟ یا  په ۲۰۱۴ کال کې پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې موټر بم چاودنې ۴۰ کسان ووژل هغه هم ټول د یو قوم او یو مذهب کسان وو.  همدغه راز، د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د ۱۳۹۳ کال د لیندۍ پر ۲ نیټه د والیبال سیالۍ پر مهال ځانمرګه بریدونو شاوخوا ۷۰ کسان وژلي وو. دغه راز، په خوست کې ۱۳/۷/۲۰۱۵ کال کې ځان مرګ برید ۳۳ کسان ووژل. په همدغه کال کې په خوست کې پر لاریون کونکو ځانمرګه برید له ۲۰ دېر کسان وژلي وو. په ننګرهار کې د ۱۳۹۴ کال د وري پر۲۹ ځانمرګه برید ۳۳ کسان ووژل. دا لړۍ دومره اوږده ده چې کتابونه پرې لیکل کېږي او دا ټول د یو قوم او یو مذهب خلک دي خو هیڅوک غوږ لا نه ګروي، چارواکي هم ددې پېښو پړه د افغانستان پر دوښمنانو وراچوي چې البته دا سمه هم ده خو نه څوک لاریون کوي، نه یې وکیل ستونی څېرې کوي، نه ټولنیزو رسنیو کې کوم قوم یا مذهب ته څوک ګوته نیسي.

ټول پوهېږي چې دا د افغان او افغانستان سیمه ییزو او نړیوالو دوښمنانو کار دی چې له یوې خوا افغانان تباه کوي او له بلې خوا یې خپلو کې هم جنګوي او د کرکې او کینې تخم کري. راځئ ټول دا ومنو چې د افغان او افغانستان دوښمنان پر هیچا رحم نه کوي، د افغانانو په وژنو او ددغه هېواد په تباهي کې د افغانستان بهرني دوښمنان لاس لري دا دهغوی کړنې دي ځکه ګاونډیان او د افغانستان نړیوال دوښمنان د افغانستان کراري د ځان په زیان ګڼي نو که موږ راویښ نه شو او یو پربل تورونه ولګوو او د قومي تربګنۍ  اور ته ببوزی ووهو دا تیک هغه څه دي چې د افغانستان غلیمان یې غواړي نو که څوک دغه ډول کړنو ته لمن وهي یوازې د غلیم پر ژرنده اوبه ورسپروي اوبس.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply