د افغان حکومت ماتې؛ افغانانو او نړیوالو ته یې نه اټکلېدونکي زیانونه

0 565

ودان روښان

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له امریکايي رسنۍ وایس نیوز سره په مرکه کې خبر داری ور کړی که افغان حکومت له پښو لویږي نو افغانستان به یو ځل بیا د نړیوالې ترهګرۍ پر مرکز بدل شي.

ولسمشر غني د سویلي اسیا او افغانستان له پاره د امریکیا متحده ایالاتو ستراتېژي په اړه ویلي دي: د ځواک کارول د دې ستراتیژۍ لویه برخه نه ده، زه هیله لرم چې ګډې ګټې خوندي شي. که افغانستان له ماتې سره مخامخ شي نو نړیوالې ترهګرۍ ته به ډګر خالي شي او له دې ځای به فعالیت کوي“.

یوه ګړۍ فکر وکړﺉ که کوم څوک له لنډ فکري، حماقت او یا هم په لوی لاس هڅه وکړي چې اوسنی حکومت له ناقوانونه لارې غصب کړي یا هم افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه د دولت وسله والو مخالفینو پر وړاندې ماتې وخوري زما په اند داسې ناورین به رامنځته شي چې هیڅوک به یې ټول نه شي کړی. غواړم دغه دواړه حالتونه یو یو تشریح او توضیح کړم.

که ځینې ډلې چې دا اوس توره په تیکي کې وهي چې که ټاکنې یې په خوښه ونه شي یا د دوی په اند په ټاکنو درغلي وشي نو دوی به لنډ مهاله حکومت جوړ کړي. د جمعیت یو ویاند ویلي چې هر ډول غوراوی ددوی د میز پرسر پروت دی مانا یې دا چې کودتا به وکړي، واک به له ناقانونه لارې غصب کړي یا کوم بل هرڅه چې د دوی په زړه کې ورګرځي.

خو دوی له یاده ایستلي چې د ډاکتر نجیب الله د حکومت له ړنګېدو د کارمليانو په دسیسه د افغانستان د هغه وخت له نیمایي ډېر ولایتونو دوی(جمعیتانو) ته تسلیم شول. له شمالي ولایتونو سربېره  د کندهار، هرات او ډېرو پښتون میشته ولایتونو په ګډون په مطلق ډول جمعتیانو ته په لاس ورغلل، په نورو ډېرو ولایتونو له هغې شمېرې ننګرهار کې د جمعیت همغږې ډلې ځکه ځواکمنې وې چې هغه وخت لا ډېر خلک د جمعیت پر تعصبي او سکتاریستي سیتمي موخو نه پوهېدل. په هغه وخت کې له لوګور او لغمان پرته چې په مطلق ډول د رباني اصلي مخالف د ګلبدین حکمتیار په مشري حزب اسلامي سره وو نور تول هېواد به یو نه یو ډول د رباني په جال کې و. په داسې حال کې چې د پیسو چاپ، بانکونو، دولتي واکمني، په دولتي کچه بهرنۍ اړیکې او سفارتونه او په ملي او نړیواله کچه نور  مادي او مانیز دولتي امتیازونه په مطلق ډول له مسعود- رباني او ددوی له ملاتړو سره وو خو د ورځې په تېرېدو او د مسعود رباني فاشیستي او انحصارغوښتنې ماهیت په بربنډېدو یې د ګلبدین ترڅنګ تر ډېره له هغو لږکیو سره وخوړل چې دوی خپل طبیعي ملاتړي ګڼل لکه هزاره ګان او اوزبیکان. څومره چې د مسعود رباني ستمي او سکتاریستي څېرې بربنډې هغومره یې د واکمني کړۍ راتنګېده تر هغو چې طالبانو د دوی دواکمني ټغر په منډو له کابله دوړه او دوی اړ شول چې د شمال پر لور وکټېږي. که د سپمبر پېښه نه وی شوې اوس به ټولو ستمي مشرانو د مسکو په رینک بازار کې وړوکي مېزونه ایښي او په تور بازار کې به یې لیلامي پلورل.

اوس که دوی بیا کوم حماقت وکړي وکړي لومړی خو یې زور نه رسېږي ځکه اوس د کرزي د واکمني وسله وال پوځ نه دی چې هر څه د لنډغرو په لاس کې وو اوس ډېر بدلون راغلی او دویم دا چې لاهم په افغانستان کې امریکایي ځواکونه شته چې د کودتا له لارې چاته د واک غصب اجازه نه ورکوي خو که خدای مه کړه دوی په دغه شوم پلان کې بریالي هم شول نو هغه ډول مې چې په ځینو تېرو لیکنو کې هم یادونه کړې بیا څوک د کودتا حکومت نه شي زغملی او ټول به له سپینو او ان تورو بیرغونو سره د سیلاو په شان پر کابل راروان وي. تېر ځل خو یې درې څلور کاله وخت ونیو چې د مسعود رباني ستمي څېره بربنډه شوه او له ډېر لرې پسې راوخوځېدل خو دا ځل لرې نه په خاک جبار، موسهي او د لوګر محمداغې ولسوالۍ په اوبازک کې ګلې ګلې طالبان غوربېړ کوي او په یوه منډه ځانونه ځکه ځانونه د خیرخانې ترکوتل پورې رسولی شي چې دا ځل نه د مسعود نظار ډلګې په کابل کې ټانکو لري او نه به هوايي ځواک د لنډغرو په ملاتړ الوتکې پورته کړي، په کابل کې د مسعود تلین په مناسبت ښوی هلکان به خپل برګ پتلونونه ژېړ او په سوړو ننوزي اویا د تېښتې هڅه وکړي. له دې وروسته چې څه کېږي پر هغه به وروسته رڼا واچوم.

که چېرې د ځینو سیاستوالو او د ولسي جرګې غړو د ګرمو کلو او احساساتي پرېکړې له مخې له امریکې سره امنیتي تړون لغوه او پر افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو ۶ میلیارد ډالري مرسته ودرېږي له تردید پرته چې دغه ځواکونه ماتې خوري هغه هم له ځند پرته!

اوس به هغه څه وڅېړو چې ددغه او لومړي حالت یانې د واک ناقانونه غصب او دویم حالت یانې له امریکا سره د امنیتي تړون لغوه کېدو او پر افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د امریکا مالي مرستو درېدو په صورته کې به رامنځته شي، وڅېړو.

لومړی خو به ټول هغه څه له خاورو سره خاورې شي چې په دې نږدې ۱۸ کالو کې رامنځته شوي، له جنګسالانو،مافیایي باڼډونو سرلارو، لنډغرو او قومي ټیکه دارانو به دا ماڼۍ او غصب کړي ملکیتونه او ارګا بار ګا پاتې شي چې په ډېره بې حیایي، ظلم او ناروا یې خپل کړي دي. له هغه ځایه چې اوس دوی لټان او ناکاره شوي نو که بخت یې یاري وکړه له خپلو کورنیو سره به له نغدو پیسو او سرو زرو سره ځانونه بهر ته ورسوي او پاتې له شرمه ډک ژوند به په بهر کې تېر کړي خو ښایي ددوی پرځای یې باداران( ایرانیان او روسان) نورې ډلې یاد دوی له ډلو بل نسل د خپلو موخو له پاره چې هماغه د افغانستان ورانی دی وسله وال او د جګړې ډګر ته وړاندې کړي. د پاکستان مې ځکه یادونه ونه کړه چې د هغوی به هسې هم بره وي ځکه چې تر ټولو غښتلې ډله به یې په ګورت کې وي. تېر ځل خو ایران او پاکستان د د افغانستان په جوړېدونکي دولت کې چې هغه وخت جوړ هم نه شو، د خپل زیات نفوذ هڅه کوله او هر یو د افغانستان په واک کې د ډېرې ونډې له پاره خپل پلویان پر شا ټپول، خوا دا ځل به خبره بل ډول وي ځکه چې له یادو هېوادو یو یې هم په افغانستان کې له سره دولتي جوړښت نه غواړي، دوی دا ځل له بل حالت سره مخ دي دوی به هڅه وکړي چې د افغانستان اوبه د تل له پاره خپلې کړي او دا هغه وخت شونې ده چې په افغانستان کې دولت نه وي. پاکستان به هم طالبان دومره پیاوړي نه کړي چې ټول هېواد لاندې کړي ځکه چې بیا خو به طالبان اړ وي چې د دولت په دریځ کې د هېواد برخلیک په اړه فکر او د مسوولیت احساس وکړي، اړ به وي چې له نړۍ سره په تعامل کې له یو څه تېر او یو څه ترلاسه کړي خو پاکستان به یې دغه حالت ته پرېنږدي ځکه چې بیا خو به د وراني او د افغانستان بېرته ساتلو له پاره کومه پلمه نه لري پر همدغه دلیل به یې له نورو ډلو سره په جګړه کې وړاندې او وروسته کوي او بشپړ بریي ته به یې کله هم پرېنږدي ځکه چې بیا به دوی ته اړ نه وي. بیا به ای اس ای پر طالبانو داسې کړنې کوي چې د نړیوالو د غصې لامل ګرځي لکه له زده کړو او کار د نجونو او ښځو منع کول، بې محکمې وژل په تېره د هغو کسانو چې لږ څه شعور او ملي فکر ولري یا لږ تر لږه د نننۍ نړۍ له غوښتنو سره بلد وي په لنډو کې یې که ووایم ای اسی ای په افغانستان کې له خره پورته ژوندی پرېنږدي. ای اس ای به په ډېره ځیرکي او هوښیاري له منځني ختیځ، شمالي افریقا، منځنۍ اسیا، قفقاز، روسیې، سویلي اسیا، لرې ختیځ، اروپا او په لنډه توګه له ټولې نړۍ بېلابېلې ترهګرې ډلی راټولې او د افغانستان په غرنیو سیمو کې ځای پرځای او د هغو پر سر به سوداګري کوي، د نړۍ له استخباراتي سازمانونو به د هغوی د خوښې ډلو د کسانو ښکار یا ژوندي ورسپارلو پر سر ښې دېر پیسې اخلي او دا به ورته په خورا ګټور کار وبار بدل شي. ترهګرې ډلې به هم د خپل واک سیمې ولري د افغانستان کانونو او نشه یي توکو قاچاق به ښه به درز کې روان وي.

ترهګرې ډلې به په اروپا،  امریکا او ټوله نړۍ کې بریدونه کوي ښایي د سپتمبر له یوولسمې لا خطرناک بریدونه وکړي ستر ځواکونه به خپله خوا پر افغانانو سړوي، د بمونو پلار، د بمونو مور، د بمونو نیا، نیکه، غور نیکه، ټر نیکه …څه …او…څه به دلته کاروي. خو کله به هم هڅه ونه کړي چې بیا کوم د بن کنفرانس جوړ او کوم بل حامد کرزی د لنډ مهاله، منځ مهاله، تنګ مهاله یا بل مهاله ادارې د مشر په توګه وټاکي. دغه کار به ځکه ونه کړي چې یو ځل یې تجربه کړی بیا به کله هم خپلې پیسې پر اوبو لاهو نه کړي. سیمه ییز او نړیوال ستر قدرتونه به د خپل امنیت ساتنې په موخه هر یو په افغانستان کې د خپلې خوښې ډلې جوړې او تمویلوي. ولس به د اور په لمبو کې کړېږي ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه به د افغانانو پر مخ خپلې پولې کلکې وتړي هیڅوک(هیڅ هېواد)به نور افغانانو ته پنا نه ورکوي هغوی چې پخوا لا نورو هېوادو ته تللي اړ به وي چې خپل هویت پټ کړي ځکه چې د ځایي خلکو او نورو هېوادو وګړو له کرکې سره به مخ وي. قومي، ژبنۍ، توکمیزې، مذهبي او نورې شخړې به له بې ګنا انسانانو قرباني اخلي او خلک به د قومي، توکمیز، مذهبي او ژبني تړاو له امله کړول کېږي. افغانستان به د شلمې پېړۍ نوییمې لسیزې د بوسنیا پېښو، د رواندا دتوتسي او هوتو توکم وژنې یا زموږ د خپل هېواد د همدې لمریزې اویایمېلسیزې دتنظیمي انډوخر پر مهال پرسرونو میخونو ټکوهلو، د مړو ګډا نندارې، له ښځو د تیو غوڅولو او نورو وحشیانه عملونو  شاهدان وي. قومي پاکونې او غچ اخیستنې به پیل او ډېرې بې ګنا وینې به تویه شي. په پایله کې به هېواد ټوټه ټوټه او د ګاوندیانو ترمنځ وویشل شي  او د نړۍ په  سیاسي جغرایه کې به د افغانستان په نوم کوم هېواد پاتې نه او نوم به یې ورک شي.

که افغانان مسوولانه فکر ونه کړي دغسې یو انځور زما په سر کې ګرځي، خدای دې وکړي چې زما دغه وړاندوینه ناسمه راوخېژي او افغانان له کړکیچ د راوتلو په موخه سمه او منطقي لار پیدا کړي.  

   

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply