لنډۍ، د ثبتولو ستونزه – ۲۷۵مه برخه
زما قسمت د سالنگ غر دی
پر نورو لمر دئ، پرما واورې وروینه
ځانله قلم واخله جانانه
د ټوپک مینه به دې ورک له ملکه کړینه
په تهمتو څوک نه تورېـږي
که تورېدلای اوس به تکه توره ومه
د رواجو ستم دې ورک شي
چا چې جوړ کړي، اوس دې خپله…