لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۲۶۷مه برخه
د گاوند دې ظلم ته گوره
پرون یې ورور راته ویل، نن مې شړینه
پنجاب دوکه کا، بلڅه نهکا
چې پرهرڅه باندې پښه ږدي او تا شړینه
د جهالت نښې همدا دي
افغان د بل په لمسون خپل ورور قتلوینه
د دې برخې لهپاره دا نوې لنډۍ غوره شوې دي:
مسلماني گاونډ کې نهشته
د اور په منځ کې یې یوازې پرېښودمه
ارمان مې ته یې، زما وطنه
بېغیر له تا نه خو څوک ځای نهراکوینه
خاونده دا سوال مې قبول کړې
ورباندې رادېشي زما غوندې حالونه
د گاوند دې ظلم ته گوره
پرون یې ورور راته ویل، نن مې شړینه
زماجانان له رنگه سپین دی
پاکستاني سره مزدور دی تور به شینه
زما جانان تر کوچو پوست دی
له ایراني سره نوکر دی، ځیـږ به شینه
پنجاب دوکه کا، بلڅه نهکا
چې پرهرڅه باندې پښه ږدي او تا شړینه
وطنه تا پسې کړېـږم
پردي وطن کې د چا نهشته عزتونه
د جهالت نښې همدا دي
افغان د بل په لمسون خپل ورور قتلوینه
د ایران ظلم به نسکور شي
چې افغانان له کاره باسي او شړینه
په وطن وچه مړۍ ښه ده
نه په پردي وطن کې غوښې پولاوونه
د گاونډیانو دې لاس ځلاص وي
ځواب یې راکړ، نور یې څه پروا لرونه
پنجابه کور دې مولا وران کړه
چې ورانوې د مهاجرو روغ کورونه
د پنجاب سترگې دې ړندې شي
ماشومان ښځې په تیاره کې راشړینه
خدایه خیرونه راته پېښ کړې
پولیس رانهشي چې لانجه به جوړه شینه
تهران د خیر کارونه نهکړي
چې افغان وگوري لانجه ورجوړوینه
د چا په کار کې مو کار نهشته
گاونډ دې زموږ چارو کې نه وهي لاسونه
پنجابه ستا په شرارت کې
هرڅه خراب شول اوس یې بېرته جوړونه
تهرانه مرگ دې درلیمه شي
چې افغانانو ته نور جوړ نهکړې غمونه
توردکن موږه هم راتور کړو
په اور دې وسوځي چې موږه ترې خلاص شوونه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.