د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۴۶مه‌ برخه

آصف بهاند

243

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۶۶مه برخه

 

داسې خو کله انسان نه کړي

چې د کډوالو خولې مړۍ رالوټوينه

 

انسانيت پرې نن شرميـږي

پاکستاني پولیس چې کوم ظلم کوینه

 

مورې تبڼکی دې هېر نه‌ښي

ډډې مې شنې دي، ایراني وهلی یمه

 

تهرانه ډېرظلم دې وکړ

چې هرڅه کړې، هغه کې نغښتي وي چلونه

د دې برخې له‌پاره دا لنډۍ غوره شوې دي:

خدای به دې بیا راته احتیاج کړي

د پنجاب زویه مخ دې تور و، تور به‌شینه

 

زما په ژوند دې خداى راجوړ که

زخمي وطنه تل دعا درته کومه

 

موږ د جوړښت پلان ړنگ کړی

ټپي وطن به مو زخمي وفات کوینه

 

ترسپینې واورې تکې سپینې

ځان پټوه چې نن‌سبا وطن ته ځونه

 

اوس خو ناڅاپه کډې بار‌شوې

ځان ته ماڼو لوگی کوه، سترگې دې خورینه

 

کډوال ماجر و، کوچ یې وکړ

زه پنجابی یې تش په دښته پرېښودمه

 

په گاونډي مې باور نه شي

تر اسرايیلو بد چلند راسره کړينه

 

داسې خو کله انسان نه کړي

چې د کډوالو خولې مړۍ رالوټوينه

 

انسانيت پرې نن شرميـږي

پاکستاني پولیس چې کوم ظلم کوینه

 

وخت به شی تير تاریخ به پاتې

د گاونډي نادودې کله هیرونه

 

چې خپل وطن، خپل مې عاید وي

د پاکستان ظالم به څه پروا لرمه

 

جانان دې نه‌ځي له وطنه

د شکنې په ځای پلو به ورکومه

 

مورې تبڼکی دې هېر نه‌ښي

ډډې مې شنې دي، ایراني وهلی یمه

 

یو مې دونیا نه زړگی تور دی

بل مې پنجاب هرڅه اخیستي، ما شړینه

 

د پنجاب ظلم سودایی کړم

خلک پر ما د لیوني گمان کوینه

 

بمبارد به وکړې پاکستانه

لږ یې د پایلو په باب وکوه فکرونه

 

تهرانه ډېرظلم دې وکړ

چې هرڅه کړې، هغه کې نغښتي وي چلونه

 

امید مې شته وطن به جوړ‌شي

چې ډلې ــ ډلې اولادونه یې راځینه

 

انصاف په یوگاونډ کې نه‌شته

په ناڅاپي ډول یې راکړل ځوابونه

 

جانان دې بېرته راروان دی

پردي وطن کې خو نور نه‌شته عزتونه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.