د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور /۵۰مه‌ برخه

آصف بهاند

287

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۷۰مه برخه

 

د غُرورجام به دې نسکورشي

توره پنجابه دومره مه کوه ظلمونه

د کوربنو د ظلم اور نه

کور ته روان شول د کډوالو کاروانونه

پنجاب هم‌ مار دی، هم کوکار دی

خپله ورانی کړي، تور پر موږ پورې کوینه

 

که په وطن کې حساب راشي

فسادلړلي خېټور به چېرته ځینه

 

د دې برخې له‌پاره دا نوې لنډۍ غوره شوې دي:

 

یو دې غریب پیدا کړم خدایه

بل دې پردیس‌کړم چې اوس گالم احتیاجونه

 

کونړ مې خپل، اوبه مې خپلې

د چا یې څه چې جوړومه پرې بندونه

 

دا بدماشي نه ده نو څه ده

چې شته‌مني مې څوک په زوره خپله کړینه

 

چې زمرد یې پیداوار دی

موږ په هغه وطن کې لوږې تېرونه

 

جان محمدخانه مخ‌دې تور شه

لگیا یې لیکې ځان‌ته تور ـ تور تاریخونه

 

له پردي باغه مو وباسي

خپل باغ کې موږ ته دي جوړشوي دوزخونه

 

د کوربنو د ظلم اور نه

کور ته روان شول د کډوالو کاروانونه

 

گوزاره نه کېده وطن کې

حالات خراب شول، د گاونډ احتیاج دې کړمه

 

قسمت ته مه‌وایه سپېره دی

کبر مې کړی چې وطن ته احتیاج شومه

 

د غُرورجام به دې نسکورشي

توره پنجابه دومره مه کوه ظلمونه

 

هرڅه مې خپل وو، ترینه لاړم

کبر مې کړی، اوس کچکول پرغاړه وړمه

 

پنجاب هم‌ مار دی، هم کوکار دی

خپله ورانی کړي، تور پر موږ پورې کوینه

 

د شکایت ځای پیدا نه‌شو

گاونډ ظالم دی موږه چا ته عرضي شوونه

 

د چا یې څه چې موږ پرې څه کړو

کونـړ زمـوږ، اوبـه زمـوږ، خـپـل مـو بـنـدونـه

 

پردي وطن ته مهاجر شوم
دلته مزدور شوم، جوړوم د چا کورونه

 

که په وطن کې حساب راشي

فسادلړلي خېټور به چېرته ځینه

 

د پټولو وخت تېرشوی

برالا وایم چې پنجاب په نښه کړمه

 

خدایه زموږ بدل ترې واخلې

موږ وو بې‌وسه، خپل روزگار مو چلاونه

 

رب دې زما په شان کډوال کړه

درته معلوم شي چې پر موږ څه روان‌دینه

 

پنجابه زړه مې درنه تور شو

اوس چې قبله هم شې، مخ نه دراړومه

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.