لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۲۶۹ برخه
پنجاب پنځه گوتې په خوله کړې
د پښتنو بلوڅو خوري روا حقونه
د ایراني یاري ونهکړې
یا څه چې وايي هغه کړه، یا دې رټینه
جگړې ته مهخوشاله کېـږئ
جنگ هرڅه سوځي، بیا به ځئ په هجرتونه
د دې برخې لهپاره دا لنډۍ غوره شوې دي:
سر ته به غټه تیگه کېـږدم
پردی وطن دی، پهکې نهشته بالښتونه
دوستيتې هو ویلی نه شم
زموږ کروندو کې یې شیندلي باروتونه
مسافرۍ نه پهخیرراغلې
نور به بېغم یې د پردو له ستمونه
سترگې مې تاپسې ړندې شوې
گرانه وطنه ته مې کور، ته مدفنونه
پنجاب پنځه گوتې په خوله کړې
د پښتنو بلوڅو خوري روا حقونه
د ایراني یاري ونهکړې
یا څه چې وايي هغه کړه، یا دې رټینه
وطنه هڅې خو مې وکړې
د رغېدو په هیله زه هم زهیرشومه
مسافر ته شوې، خواره زه شوم
تا په پردي وطن کې څه لیدلي دینه
اوبه دانه نهده تمامه
د سیاست او گټې پار دی، موږ شړینه
اخر شوېپاتې پاکستانه
ناپوه بچي دې په موږ کډې باروینه
اخر ورانېـږې تورپنجابه
خوارمهاجر ماشوم ښېرې درته کوینه
وطن دې ما وران کړی نهدی
خوشې پرما باندې ته مهږده تُهمتونه
صبر کاسه مې شوه نسکوره
گاونډه لږصبر کوه دغهدی ځمه
زما د بختستوری ښکاره شو
اواز یې راغی چې ټول گد وطن ته ځوونه
تهران هم مار دی هم ښامار دی
چې زور پرې راشي عاجزي غوره کوینه
لرې کې مرم، نږدې سوځېـږم
افغانستانه زغم د دواړو نهلرمه
چې ظلم کړي، غم دې میلمه شي
ویر ته نږدې یې، هرکلی به دې کوینه
جگړې ته مهخوشاله کېـږئ
جنگ هرڅه سوځي، بیا به ځئ په هجرتونه
پردي وطن کې مزدور مهشې
وطن ته راشه په ارام وکړه کارونه
ودېویشتم، په یاد یې ساته
چې لاس مې برشي، بیا به درکړم ځوابونه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.