د ملي بيرغ ورځې په پلمه څو خبرې

خوشال خلیل

365
د ملي بيرغ ورځ ده، پدې پلمه څو خبرې را يادې شوې.
ملي بيرغ تر هر څه وړاندې د ملي هويت او ملي یوالي يا ملتپالنې نښه ده او ټول هغه خلک او ډلې چې دا بيرغ نه مني، معنا په اوسني افغانستان او يووالي باور نلري، لنډه دا چې افغانان ندي.
تر دې ځايه په همدومره سادګۍ خبره روښانه شوه چې دوست او دښمن څوک دی، خو چې مخکې ځو نور وضاحت ته اړتيا لرو.
ښه د دې ملي بيرغ په منلو يو اساسي سوال حل شو، چې دا شخص افغان او ملتپال دی، همدا اوس ډېر زيات خلک او ډلې ملي بيرغ مني خو موږ به يې درې ډلې د نمونې په توګه را واخلو چې دغه بيرغ مني او د ملتپالنې دعوه کوي.
د ملتپال ساده تعريف دا دی چې بين المللي اهداف نلري او هرڅه ( دنيايي يا اخروي ښيرازي) د خپل فکر مطابق يوازې د افغانستان او افغانانو لپاره غواړي.
ايا موږ فقط د بيرغ په منلو هغو سره تللی شو؟
اوله ډله، د تالييبانو ځيني پلويان او جخادي تنظيمونه دا بيرغ مني او ځانونه اسلامپال او ملتپال بولي، خو د نورو اساسي حقوق او ازادي نه مني، په انتخاباتو، بشري حقونو، ډموکراسۍ باور نلري او يوه اسلامي او ملي ديکتاتوري غواړي لکه همدا اوسنۍ ‌ډله چې حاکمه ده.
دوی له حاکمې ډلې سره يوازې د بيرغ په سر مشکل لري که دا حل شي د نورو محدويتونو لکه پر تعليم، ښځو او شخصي ازاديو د بنديز پروا نلري.
ځانونو ته په وياړ اسلام/پال او ملتپال وايي، دا چې اوسنۍ حاکمه ډله هره ورځ بهرنيانو ته وايي چې موږ د نورو په چارو کې لاسوهنه نکوو، د نورو دښمنان خپل وطن کې نه پريږدو او نورو ته هم اجازه نه ورکوو، دا بهرنيانو ته ښکاروي چې ملتپال دي او بين المللي اهداف نلري.
دويمه ډله داسې هغه افغانان دي چې ملي بيرغ او ټول ملي سیمبولونه مني، وچ ملتپال دي، يعنې ملتپالنه ورته تر هر څه مهمه ده او طرز فکر يې سکولر دی او بيخي د مصطفی کمال په ډول خپله ملتپالنه او سکولريزم په زور پر خلکو مني او د بشري حقونو او دموکراسۍ په نوم څه شی په رسميت نه پيژني، غواړي يو غير مذهبي ديکتاتور رژيم راشي او هر څه په وچ زور سم کړي. دا ډله او طرز فکر والا اوسنۍ حاکمې ډلې سره د ماهيت له پلوه فرق نلري دواړه ديکتاتوري خوښوي خو يوازينی فرق يې ورسره مذهبي دی‌.
درېيمه ‌ډله بيا لکه د تېر جمهوريت آسلام، جخاد، ډموکراسي او هر بلا مني خو پدې کې ورته خلک مهم ندي، دا ډله فکر کوي چې کرزی، غني، محقق، عبدالله او ځيني نور قومي او تنظيمي رهبران چې سره کيني او د امريکا او غرب ملاتړ خپل کړي او خپلو کې يو جوړ جاړی وکړي او کوم حکومت يې چې راوست هماغه ملي او اسلامي جمهوريت دی او دا نخبه ګان زموږ استازي دي او نور څه نه غواړو، ددوی په وجود کې زموږ ډېر مشکلات حل کېږي.
اوس د دې درې واړو خصوصياتو ته په کتو ستاسو په کوم يو واره راځي؟
که دا درې واړه نه غواړی بيا تاسې څلورمه ډله کې راځي او دا څلورمه ډله ولس او عام خلک دي او د عامو خلکو مشري عام ولسي مشران او سياسي فکري جريانونه کولای شي.
که دې درې واړو سره په لار نه ځی خپله لار پيدا کوئ يا يې په لټه کې ياست او هغه وايي جوینده يابنده است

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.