زورواکان دې له زوره ولوېږي/ اېمل پیاوړی

0 440



د حکومت، نظام او ولس پر وړاندې یو لوی تهدید سیمه ییز زورواکان دي، دوی هم د خلکو د ژوند لپاره تهدید دي، هم د دوی د شتمنیو، امن، ثبات، ولسواکۍ او خوندیتوب لپاره لوی خطر ګڼل کېږي.

محلي زورواکان چې په یو نه یو ډول د ځینو سیاسیونو او ډلو ټپلو حمایت له ځانه سره لري، په تېرو اولسو کالو کې داسې خودسرانه کړنې کړي او لا یې هم کوي چې نه یې له ولسه حیا راځي، نه یې په حکومت باک راوړی او نه هم د قانون پروا لري. دوی په مافیایي کړیو بدل شوي.

محلي زورواکان د حکومتولۍ او د حکومت د برنامو پر وړاندې لوی خنډ دي، مسوولینو ته بېلابېلو تهدیدونه کوي، له دوی څخه باج غواړي، دوی د خپلو برنامو تطبیق ته نه پرېږدي، خلک ځوروي، خلک وهي او ان په مرګ یې هم بند او واز نه دي.

په تېرو څلورو کالو کې د ولس یو عمده شکایت او ستونزه همدغه محلي زورواکان وو چې تل به یې له ولسمشر سره د لیدنې پرمهال د دوی له موجودیت څخه شکایت کاوه او یوازینۍ غوښتنه به یې همدا وه چې د زورواکانو زور دې اوبه شي، د دوی وسلوال دې بې وسلې شي او له دوی سره دې د خپلو بدرنګو او غیر قانوني کړنو له امله قانوني چلند وشي.

په دې کې شک نشته چې حکومت او امنیتي ځواکونه له یوې خوا له ترهګرۍ او داعش سره په جګړه کې ښکېل دي، له بلې خوا د سیمې د استخباراتو د شومو او بدو پدیدو په شنډولو بوخت دي، همدارنګه د حکومت دبرنامو او د قانون د تطبیق مسوولیت ور تر غاړې دی او ډېر کله همدغه محلي زورواکان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې سرخوږی ایجادوي.

بالاخره حکومت د دغو زورواکانو د نیولو او د دوی د بې واکه کولو لپاره منظم پلانونه ترتیب کړل او د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې د دوی پر وړاندې په عمل او اقدام لاس پورې کړ. په تېرو څو میاشتو کې لسګونه زورواکان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري ونیول شول او د حکومت دا اقدام ولسونو په پراخه توګه وستایه.

ولسونه د خپل خوندیتوب او امنیت لپاره په امنیتي او دفاعي ځواکونو تینګ باور لري او د دوی همېشنۍ غوښتنه داده چې د وسلې او قوې مشروع استعمال دې یوازې د افغانستان تر امنیتي او دفاعي ځواکونو پورې محدود او منحصر وي او غیر مسوول وسله وال حق نه لري چې د چا پر ضد له وسلې کار واخلي، نو د همدې لپاره باید حکومت په کلکه د دوی مخه ونیسي.

ولسونه د زورواکانو او غیر مسوولو وسله والو پر وړاندې د ولسمشر غني پرېکنده دریځ ستایي او هیله یې داده چې دغه مبارزه دې دوامداره شي، تر څو د هیواد په ګوټ ګوټ کې له غیر مسوولو وسله والو څخه د وېرې او تهدید هغه احساس چې موجود دی له منځه لاړ شي او همدارنګه غیر مسوول وسله وال باید نور زموږ د ولس په منځ کې شتون ونه لري.

د حکومت او په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو له وروستیو اقداماتو داسې ښکاري چې نور د زورواکانو کمبود راغلی دی، ځکه حکومت دوی ته په هیڅ قېمت د دې اجازه نه ورکوي چې څوک وځوروي ، که څه هم ځینې مهال دوی له امنیتي او دفاعي ځواکونه سره له زور کار اخلي، مګر دغه زور به یې ډېر ژر اوبه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply