د غني تازه ګمارنې؛ پاکستان او طالبانو ته څه پیغام لري؟ / خوشحال آصفي

0 608

په داسې حال کې چې له يوې خوا د افغانستان د سولې لپاره تر پخوا هسې ډیرې ګړندۍ شوي او له بلې خوا حکومت د ژمې پر مهال هم د هغه طالب مشرانو د په نښه کولو خبره کړې چې د سولې مخالف دي؛ په تازه اقدام کې ولسمشر غني د دوه امنيتي وزارتونو پخواني وزيران ګوښه او نوي يې معرفي کړل. ولسمشر محمد اشرف غني پرون یکشنبه اسدالله خالد د دفاع او امرالله صالح د کورنيو چارو د سرپرست وزيرانو په توګه اعلان کړل. دغه دوه سياسي څېرې د پاکستان او طالب وسله‌والو سرسخت منتقدان ګڼل کېږي.

که څه هم افغان حکومت د کورنيو چارو او دفاع د پخوانيو وزيرانو ويس احمد برمک او طارق شاه بهراني د ګوښه کېدو په اړه څرګند دليل نه وايې خو زياتوي چې په حکومتي ادارو کې بدلون او تبدیلي یو معمول کار دی. دا ګمارنه په داسې مهال کيږي چې د افغانستان ولسمشرې ټاکنې هم نيږدې شوي دي.

دا چې د ټاکنو نيږدې کېدل او د ولسمشر غني لخوا نوې ګمارنې کابو په يو مهال رامنځته شوې نو دغې موضوع پر حکومت د منتقدينو نيوکو ته ښه موکه په لاس ورکړه. هغوی چې تل د حکومت پر کړنو نيوکې کوي، د ولسمشر لخوا وروستۍ ګمارنې سياسي او د راتلونکو ټاکنو لپاره د اشرف غني د سياسي مخالفينو د کمولو هڅه يادوي. خو ځينې نور بيا د افغانستان د استخباراتو د ادارې دغه دوه پخواني چارواکي چې اوس مهال د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو وزيران نومول شوي؛ ګمارنه يې پر ځای اقدام بولي. خو دا چې د نويو ټاکنو هدف اصلاحات دي که انتخابات، دلته پرې بحث کوو

د نويو ګمارنو هدف څه دی؟

که څه هم د حکومت منتقدين د ولسمشر غني لخوا د حکومت په زړه کابينه کې نوې ګمارنې کمپايني بولي خو د هيواد وروستيو حالاتو او د سولې په پروسه کې د افغان حکومت نه موجوديت ته په کتو وروستۍ ګمارنې د هيواد په ګټه دي. څو دليلونه شته چې د کورنيو چارو او دفاع وزيرانو په توګه د امرالله صالح او اسدالله خالد د ټاکل کېدو په ګټورتوب دلالت کوي.

لومړی؛ وسله والو طالبانو ته پيغام:

دا چې له وسله والو طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې افغان حکومت مستقيماً ګډون نه لري او تر ډيره ګوښه شوی ښکاري نو د دې لپاره چې په کور دننه هم د جګړې په لیکو کې په وسله والو طالبانو فشار راوړل شي د امرالله صالح او اسدالله خالد ټاکل کېدل ګټور اقدام دی. حکومت په امنيتي بنسټونو کې د طالبانو ضد څېرو په ټاکلو سره غواړي طالبانو ته پيغام ورسوي چې که سوله ونه کړئ نو افغان حکومت هم په جګړه کې له جديت کار اخلي.

دوېيم؛ پاکستان ته پيغام:

په مهمو امنيتي وزارتونو د پاکستان ضد څېرو په ټاکلو سره حکومت غواړي پاکستان ته هم خپل غبرګون وښيې چې که پاکستان له افغان حکومت سره خپلې کړې ژمنې عملي نه کړي او د دواړو هيوادونو تر منځ د بې باورۍ فضا له منځه يونسي نو افغان حکومت به د پاکستان کرايې عسکر (وسله وال طالبان) د جګړې په ډګر کې وځپي. په ابو ظبۍ کې د پاکستان، امريکا او طالبانو له ناستې څخه معلومیږي چې پاکستان لا هم د افغان حکومت سره دوه مخي کوي او لا هم حاضر نه دی چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي. نو په همدې خاطر ولسمشر غني دوه پاکستان ضد څېرې په مهمو کليدي وزارتونو وګمارلي.

امرالله صالح او اسدالله خالد هغه کسان دي چې په تېر کې د افغانستان د استخباراتو مشرانو پاتې شوي دي او په کور دننه دپاکستان له مهرو او پلانونو ښه خبر دي. دغه دواړه د پاکستان ضد څېري دي او د حکومت په مهمو کليدي څوکيو ګمارلو سره پاکستان ته هم پيغام ورکول کيږي چې نور به د پاکستان کرايې عسکرو (وسله والو طالبانو) په خلاف د حکومت تګلاره جدي وي او نور به پرې تهاجمي بريدونه کوي. فلهذا پاکستان بايد د سولې په روانو خبرو کې په وسله والو طالبانو فشار راوړي څو طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته کينوي.

درېیم؛ د روانې جګړې په اړه د افغان حکومت قاطعيت

کله چې لويديځو رسنيو له افغانستانه د امریکايې عسکرو د وتلو په اړه خبرونه خپاره کړل نو افغان حکومت په هماغه اولو کې وويل چې د افغانستان په امنيتي وضعیت به کوم منفي اغيز ونه لري، خو بيا هم د خلکو په زړونو کې ځينې اندېښنې موجودې وې، اوس د دې لپاره چې افغان حکومت د خلکو دغو اندېښنو ته ځواب ويلی وي؛ د طالبانو ضد څيرې يې په امنيتي وزارتو وګمارلې چې که امریکايان له افغان ووځي نو افغان حکومت به د طالبانو پر وړاندې لا هم جدي وي او خپل قاطعیت به لا هم ډير کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply