افغانستان ته د نړیوال جام ۳ ورځنی سفر پای ته ورسېد

0 743


افغانستان ته د کرېکټ نړیوال جام درې ورځنی سفر وروسته له هغې پای ته ورسېد چې په همدې مناسبت په کابل، بامیان، هرات او کندهار ولایت کې ورته یو لړ ځانګړي مراسمو ونیول شول.
له کرېکټ بورډه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، د کرېکټ نړیوال جام په کابل، بامیان او هرات کې له نندارې وروسته کندهار ته ولېږدول شو او د دغه تاریخي ولایت چارواکو او خلکو ډېره خوښي څرګنده کړه چې دغه جام کندهار ته هم یووړل شو.
د نورو ولایتونو په څېر په یاد ولایت کې هم دغه نړیوال جام په یو شمېر تاریخي سیمو کې د خلکو او د کرکټ مینه‌والو له لوري ننداره شو او هیله یې وښووه چې دغه جام یوه ورځ ملي لوبغاړي افغانستان ته راوړي.
د کرېکټ نړیوال جام لوبې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال د مې میاشتې په ۳۰ مه نېټه پیلېږي چې د دغه کال د جولای تر ۱۴مې پورې به دوام ومومي او افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې شامل دی چې د نړیوال جام په لوبو کې به ګډون کوي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply