سوله خو له چا سره؟ / مینه منګل

0 723

هر وخت مو د سولې په تمه ژوند کړی، سوله غواړو ځکه چې جګړه زموږ انتخاب نه وه، نه ده، او نه به وي، بدبختانه کلونه همدې پردۍ جګړې ووژلو، ویې ځورولو، له وطنه یې لرې کړو، له سیالۍ یې لرې کړو، له خپلوۍ یې لرې کړو، شتمنۍ یې زموږ لوټ کړې.‎هر هېواد تر جګړو او سختو ستونزو وروسته سوله لیدلې، پرمختګ یې کړی، ولسونو یې هوسا ژوند کوي، مګر زموږ هېواد کې هېڅ جګړه نه ختمېږي، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره نوی نوم او نوی رنګ پيدا کوي

.‎په افغانستان کې د تېرو اولسو کلونو په ترڅ کې د حکومتونو مشرانو په هڅو بې شمېره ناستې وشوې، نړیوالې ناستې ترسره شوې، بې شمېره اعلامیې خپرې شوې، ولې هېڅکله یاغي وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې د افغانانو ژوند او غږ ته ارزښت ورنکړ او تل یې په بې رحمۍ  ووژلو، زموږ امنیتي ځواکونه یې په ‌‌‌‌‌‌ډېرې بې رحمۍ شهیدان کړل، د عامو ولسونو کورنه یې ونیول او خپلې مورچې یې ترې جوړې کړې، کندوز، غزني، او یو شمېر نورو ولایتونو کې یې داسې ناروا کړنې ترسره کړلې چې د بشر څه د حېواناتو په تاریخ کې داسې پېښې ندي رامنځته شوي، خو بیا هم زموږ حکومتونو دوی ته د سولې دروازې خلاصې پرېښودې، او دوی ته یې د ورور او افغان خطاب وکړ، مګر چېرې چې دوی دا درک کړي.‎اوس یو ځل بیا د سولې خبرې دومره تودې شوي چې آن د ولسمشریزو ټاکنو ملي پروسه یې وځنډوله

.‎سوله مګر له چاسره؟

تر ننه د افغانستان ولس په دې نه پوهېږي چې څوک، له چاسره سوله کوي؟‎کله چې په یوه حیاتي او ملي پروسه کې د افغانستان د خلکو ون‌‌‌‌‌‌ډه څرګنده او محوري نه وي دا سوله کېدایشي؟‎تر ننه زموږ دولت، د سولې عالي شورا د سولې په دې وروستیو ناستو او خبرو کې حضور نه لري څنګه ‎امکان لري چې د سولې په دې پروسه د افغانان باور وکړي؟‎په هر  ‎حال د سولې د پاره چې هرڅوک او له  ‎هرې غاړې هڅه‎ کوي د افغانانو د سترګو تور دي او افغانان ترې هرکلی کوي، مګر دا هم باید ووایمه چې د افغانستان د پاره د سولې په خبرو کې د افغانستان حکومت باید ون‌‌‌‌‌‌ډه ولري، د افغانستان ولسونه باید د سولې پروسې  له ټولو ‎جریاناتو ‎خبر واوسي، ځکه چې سوله د افغانانو د پاره ده او دا نړۍ ته څرګنده ده چې افغانان بې عزته سوله نه غواړي.‎او وروستۍ کې دا هم وایمه چې په ‎افغانستان کې جګړه ‎کوونکې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې هغه پلورل شوي خلک دي، څه چې یې بادار ورته وايي هغه کوي، دوی خپله خپلواکي نه لري چې دومره زر پرېکړه وکړي، دوی کوم مشخص آدرس هم نه لري هر وخت چې دوی کرا شي د افغان وژنې لړۍ پرمخ بیايي نو پر دې ‌‌‌‌‌‌ډلې باور هم ‎ندی پکار، ‎هیله ده چې د سولې پروسې تر څنګ د افغانستان ملي پروسې هم پرمخ لاړې شي، ولسمشریزې ټاکنې د هېواد او د افغانانو په ګټه دي او باید چې دا ملي پروسه ونه ځن‌‌‌‌‌‌ډېږي، د دې پروسې ځن‌‌‌‌‌‌ډ د افغانستان د اساسي قانون سره په ‎ټکر کې ده ، که چېرې افغانان نا هیلې شي نو بیا به هېواد د یوه بل لوی بحران طرف ته لاړشي ، او بیا به یې ‎کنټرول آسانه کار نه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply