د سولې مذاکرات دې بین الافغاني وي

0 540

محمدروښان ښاد

پښتو متل دی چې پردی غم له واورو سوړ وي. دا متل زموږ په حال ځکه صدق کوي، چې له څلوېښتو کالو راهیسې موږ هره ورځ د تپل شوي جنګ قربانیان یوو. هره ورځ وژل کېږو، بې کوره کېږو، بدمرغه کېږو، مګر لا هم نړۍ له جنګ څخه د خلاصون په برخه کې له موږ سره هغسې مرسته نه ده کړې چې ښایي او یا یې په وس پوره ده.

په دې وروستیو کې چې د سولې خبرې چټکې شوي او وسله والو طالبانو د سولې لپاره امریکا، روسیې، پاکستان، چین، ایران او نورو ته د سولې لاسونه غځولي او ننواتې یې پیل کړي، مګر افغان حکومت چې بار بار ورسره د سولې د مذاکراتو غوښتنه کړې، نو طالبانو هر ځل رد کړې. دا وضعیت هم د اندېښنې وړ دی او هم افغانانو ته د منلو وړ نه دی.

طالب له افغان ولس سره په جنګ دی. هره ورځ بې ګناه افغانان شهیدانوي. په تازه وحشت کې یې پلازمېنه کابل کې د ملکي ادارو لسګونه مامورین شهیدان کړل، مګر سوله له امریکا سره کوي. دا بېخي بې منطقي غوښتنه ده. طالب که رښتیا سوله کوي او د سولې پلوی وي، نو له افغان حکومت سره دې سوله وکړي.

هغه سوله چې د افغانانو په رهبري او مالکیت نه وي هغه قطعاً افغانانو ته د منلو وړ نه ده. هغه سوله موږ د وطن او ولس په خیر نه ګڼو. هغه سوله چې افغانان په کې نه وي د تېرو ترخوتجربو او ناورینونو تکرار دی .

افغانان په سوله او د سولې د راوستو په قېمت پوهېږي. افغانان په ذهني او احساساتي لحاظ تیار دی چې تېر هېر کړي او ښه راتلونکی خپل کړي، خو په دې شرط چې د سولې مذاکرات، واک او اختیار به بین الافغاني وي. نړیوال به یوازې ممد او څارونکی رول لوبوي. موږ داسې سوله نه غواړو چې خدای مه کړه د ۱۹۹۲ کال د بدو تجربو تکرار وي. هلته موږ د ثبات او امنیت پر ځای د پراخو شخړو شاهدان ؤ چې زموږ انساني، ټولنیزه او اقتصادي پانګه له بربادۍ سره مخ شوه. افغانان بیا مهاجرت نه کوي او نه یې هم زغم لري.

افغانان د سولې ظرفیت لري، د سولې تجربه لري، یو بل درک کولی شي، نو ولې د پردیو د منځګړتوب پرځای په خپلو کې سره جرګه نشي چې خپل مسایل په اساسي توګه بحث او حل کړي. متل دی چې مارخوړلی له رسۍ هم ډارېږي. موږ د خپلو ګاونډیانو خصوصاً ایران او پاکستان په هغو بدو نېتونو پوهېږو چې د افغانستان لپاره یې لري او په دا تېرو لسیزو کې هم د افغانستان په جنګ، ناامنۍ او بې ثباتۍ کې د دوی مستقیم لاس وو، ځکه د طالبانو په ګډون یې جنګي ډلې پیاوړې کولې او لمسولې. دوی به اوس هم یا جنګي ډلې له سولې راګرځوي او یا به هم د سولې د مذاکراتو په نوم خپلې اجنډاوې د بحث لپاره وړاندې کوي.

سوله د افغانانو غوښتنه ده، اساسي غوښتنه، مګر دغې غوښتنې ته په خپلو هڅو او مټو رسېدل غواړي. دوی د دې طرفدار نه دي چې زموږ ګاونډیان دې له طالبانو سره په مذاکراتو کې موږ ته سوله راولي. موږ د ګاونډیو د مذاکراتو په پایله کې راتلونکې سوله نه غواړو، ځکه موږ د دغه ډول سولې د ناسمو پایلو په اړه جدي اندېښنې لرو، نو د ټولو افغانانو ټینګار په دې دی چې سوله دې بین الافغاني وي، د افغانانو په رهبرۍ او مشري دې وي او افغان حکومت دې په جریان کې وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply