کپل شرما تازه واده کړې میرمن فلمونو ته راباسی

0 724

د هندۍ سېنما مشهور مزاحیه ستوری او د ټلویزیونی خپرونه تکړه چلوونکی کپل شرما خپله نوې واده کړې مېرمنه د فلم نړۍ ته راولی.

کپل شرما څو ورځې وړاندې د ګنیی چهاترات سره واده وکړ، د دوی دواړو تر منځ د یارانې اړیکه له ډېر پخوا څخه وه او د ۲۰۱۸ کال په وروستیو ورځو کې یې دغه اړیکه په واده بدله کړه.

د خپلو خندونکو خبرو او حاضرۍ ځوابۍ له امله کپل شرما زیات مشهور دی او خپرونې یې زیات مینوال لری او همدارنګه د فلم په برخه کې هم ښه مشهور دی، خو اوس یې نیت کړی چې دا ځل به د فلم نړۍ ته خپل نوې واده کړې مېرمن راولی.

د هندوستانۍ رسنیو د رپوټ له مخې، کپل په د خپل پروډکشن (کی۹) چې په واسطه یې پنجابی فلمونه او د ټلویزیون خپرونې وړاندې کوی، ځان مصروف ساتی.

دا چې نوموړی په دې ورځو د خپلې پخوانۍ شو یا ټلویزیونی خپرونې (دې کپل شرما شو) دویم پړاؤ پیلوی او په کې زیات مصروف دی نو نیت لری چې خپلې مېرمنې چهاترات ته د(کی۹) پروډکش چارې وسپاری او د ډائرېکټر په توګه یې د فلم نړۍ ته راولی.

د رپوټونو له مخې، ویل کېږې چې د شرما مېرمن ګینې هم د فلم د جوړولو په تړاؤ معلومات لری او په دغه برخه کې پوهیږی نو کپل هم نه غواړی چې مېرمن دې په کور کېنی.

د معلوماتو له مخې، ګینی به ډېر ژر د هندوستان له جالندهر څخه ممبئی ته ولاړه او د ډائرېکټر په توګه خپل مسؤلیت ته اوږه ورکړی.

ویل کیږی ګینی چهاترات په پنجابی ژبه ښې خبرې کوی او ښه پرې پوهیږی، کپل شرما هم په راتلوونکو څو ورځو کې په پنجابی فلمونو او مزاحیه خپرونو باندې کار پیلوی چې په هندوستان کې به په ځایی ټلویزیونونو ښودل کېږی، مېرمن به یې په دغه پروګرامونو کې د ډائرېکټر په توګه برخه واخلی.

د یادولو وړ ده چې (دی کپل شرما شو) د دویم پړاؤ خپرونې پیل ډېر ښه شوی او زیات مینوال یې پر ځان رامات کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply