اقتصاد وزارت: د لوستو اوزګارو ځوانانو شمېر په لوړېدو دی

0 556

د اقتصاد وزارت وايي، د هېواد په څه باندې ۲ میلیونو اوزګارو کې شااوخوا نیمايي یې هغه ځوانان دي چې منځنۍ، نیمه لوړې او یا لوړې زده کړې لري. دا وزارت وايي، په هېواد کې د باسوادو اوزګارو ځوانانو شمېر شااوخوا یو میلیون ته رسېږي. د دغه وزارت چارواکي وايي، سره له دې چې په هېواد کې د ناوړه امنیتي وضعیت له امله د بېکارۍ کچه لوړه شوې، خو د باسواده ځوانانو اوزګارتیا د اندېښنې وړ ده. د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن وايي، چې څه باندې ۲،۵ میلیونه کسان اوزګار دي چې د دغو نیمایي یا ۴۵ سلنه هغه کسان دي چې له دولسمو ټولګیو او یا له پوهنتونونو فارغ شوي او پاتې یې هغه کسان دي چې څه ناڅه مهارتونه لري او د ورځې مزدوري کوي. یوازې د اقتصاد وزارت نه دی چې په هېواد کې د اوزګارو کسانو پر زیاتوالي اندېښنه ښيي، بلکې ګڼو کورنیو او بهرنیو څېړنیزو موسسو هم ویلي چې په افغانستان کې بېکاري په یوې لوېې ستونزې اوښتې ده.

سپوږمۍ رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply