نن شپه درځمه
خامخا درځمه
درځم له تاسره
نن شپه؛ زه تر سهاره پورې
په وچو شونډو
په زخمي ګوتو مې
له درده لرې
خو د درد په غیږ کې
په ژړغوني او بې سیکه اواز
سندرې وایم موسیقي غږوم
له درده ډکه موسیقي نڅوم
د هر ژوندي انسان له درده به یې وغږوو
د زوړ جومات ملا به؛ غوږ د دیواله شاته وي
هغه ریښتنی وفادار مین به
زما اوستا له موسیقۍ سره جوړه ژړیږي
د ژړا غږ به یې زمونږه موسیقي ته لا ښکلا وربښي
د ژړا درد به یې
له سترګو نه تلپاتې رڼایي پټه کړي
نن شپه درځمه
خامخا درځمه
نوی رباب
نوي سیتاره سره
پوهیږم هیڅ راته ویلي نشې
د درد کیسه دې هیڅ کولای نشې
څنګه چې پيل کړې کیسه؛ زړه دې راډک شي
د دردونو مزي تاو راتاو شي
خو زه درځمه
خامخا درځمه
نن شپه به دواړه خپل دردونه
له چا نه پټوو
د موسیقۍ په ژبه
په هنرمندو ګوتو
پرته د چا له ویرې
نن شپه د درد د پټولو خپل غرور ماتوو
نن شپه خپل درد غږو
په پخوانۍ، زړه، اصیله، افغانۍ موسیقي
د خپلې مینې د اظهار لپاره
د خپل ژوندون په بیه
نن شپه هیڅ ویره نکړم
دا مې وعده ده
چې درځمه
خامخا درځمه
![](http://www.dawatmedia24.com/wp-content/uploads/2019/01/gitar.jpg)
حوره سپېڅلې
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320