طنز – کولنګی / محمود نظری

0 794

مشران  دلته  سیاسي دوکانداري کوي

پلوردمنقول اونامنقول هر دولتي شي کوي

ټول داسره غله د اسلام او  جهاد په نامه

دغلا په شیانوژر ژر دتسبو دانه  شماري کوي

په دې وحدتي دولت کې چلیږي یوازې کولنګي

دلته دې دولت کې نه چلیږي دا لغړ پغړ مسلکي

یو وزیر  یې نه ویني بل یې لري اینکي ذره بیني

څو یې پکان دي د چا ویښان لکه خولۍ سکندري

ډیرخاینان په سیاست کې  لکه خښته سوي پاخه

دهر  خپل خاین د مړیني تلین ښه  په شانداره لمانځي

دمشهورو خاینانو مړه پورته سوه غونډیو ته

خلک ددوی د پاک شهیدو د خیانتو په بویو کوي ګانګي

د دې خلکو له وراسته وجدانه بد بوی  راوځي

یو یې د پسه زور نه لري خو زور وهي سره د غویي

هر یو خپل سر د یو پردي تر غولانځې لاندې کړی

دهغه دشیدو په زور ځان د شوده ګانو پر اوږو سپروي

په دې د بګیلانو په کښته پورته  کیدو هیڅ نه کیږي

وطن په انډل چو کله آبادیږي مازي  مشر کوي ساتیري

جزګی جزګی دی که څه  دزمري پر څوکۍ ناست وي

په غلو پورته کښته کیدو  دولت کله وځي له ګوډاګي

هر وزیر موجار یږي د نورو هیوادو د بلا او بلاګي

په دې ډیموکراسۍ کې ترهر څه ښه ده نمک حرامي

دا مه وايه چې نور به ددې ښه وي  یا به ښه سي

وطن هغه وخت وطن کیږي چې ولري رښتیا ازادي

یو په امریکا بل په پاکستان بل په ایران ناریږي

هغه وي تر ټولومخکې چې تر ټولو وي حرامي

دا وطن هغه وخت وطن کیږي  دټولو افغانانو

چې وطن خلاص سي د تیزوداړو د تورخډل سپي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply