له اکسېجن پرته تر اوبو لاندې تاریخي نڅا

0 624

یوې روسي جوړې د ایټالیا په ستر تالاب یا حوض کې له اکسېجن پرته تر اوبو لاندې ۳ دقیقې او ۲۸ ثانيې نڅا وکړه چې په‌دې سره يې خپل نوم د نړۍ په عجایبو کتاب “ګنیز” کې ثبت کړ.
دغې جوړې د ایټالیا پاډووا ښار تر ټولو ستر “وای ۴۰” په نوم تالاب کې چې نور کسان يې هم نندارې ته ولاړ وو، د یوې رسۍ په مرسته داسې جالبه ننداره وړاندې کړه چې ټول خلک يې حیران کړل.
تر دې ریکارډ جوړولو وروسته یادې جوړې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د دې نڅا لپاره يې د نفسیاتي او جسماني تمرین ترڅنګ، په لیکلې بڼه هم چمتووالی نیولی و.
دوی زیاتوي، له دې عشقي نڅا نه یې موخه دا وه چې ټول خلک د مینې په برخه کې د ازادۍ او امن احساس وکړي.
میرینا د دې ریکارډ ترڅنګ، په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې له کوم ډول بېرونۍ مرستې پرته ۱۵۴ مېټره اوبو کې ژوره لامبو وهلې او تر دې دمه يې په ۱۵ فلمونو کې هم کار کړی دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply