ولسمشر غني څه غواړي؟/ محمدروښان ښاد

0 809

د ولسمشر غني لویه هیله او هڅه داده چې افغانستان دې امن، د پیاوړي مرکزي نظام لرونکی او باثباته وي، خلک دې هوسا او ارام وي. هر سړی دې په خپل ژوند او روزګار چنګاو وي. نه دې څوک افغانستان ته خطر متوجه کوي او نه دې هم له افغانستان څخه د خطر احساس لري.

د همدې لپاره دا ځل نوموړي خپل ټاکنیز شعار د دولت جوړول ټاکلی دی. ځکه دا هر څه هغه مهال شوني او پوره کېدونکي دي چې افغانستان د پیاوړي مرکزي نظام او دولت لرونکی وي. د پیاوړي نظام لپاره باید د اشخاصو پر ځای پر ولس او د معاملو او جوړجاړیو پر ځای پر سیستم حساب او تمرکز وشي. ځکه افغانستان ته د بحران په شیبو کې اشخاصو نه، بلکې تل ولسونو نجات ورکړی دی. د وطن لپاره تر ټولو لویه قرباني هم ولس ورکړې او لا یې هم ورکوي، مګر اشخاص برعکس د خپلو ګټو په فکر کې وي، دوی په سختو شیبو کې وطن هېر کړی دی.

همدا د ولسمشریزو ټاکنو په نوماندانو کې موږ واضح ولیدل چې اکثرو یې د ولس پرځای ځینو سیاسي ډلو ټپلو ته رجوع وکړه . ځکه چې دوی یا په ولس کې رېښه او اعتماد نه لري او یا یې هم دغه لویه او مهمه پانګه او د هغې ارزښت نه دی درک کړی.

ولسمشر غني د نورو نوماندانو برعکس له اشخاصو مخ واړاوه او ولس ته یې توجه زیاته کړه. نوموړی په هېواد کې دسیاسي ټیکاو دراوستو لپاره پر شخصیتونو تکیه نه کوي، بلکې ټوله تکیه یې پر ولس ده. شخصیتونه  دبنسټونو د رامنځته کولو وسیلې دي .

تر هغو چې پر ولسونو باور ونشي او د دوی ګډون ته ارزښت ورنه کړل شي، نو د سیاسي ټیکاو نه شتون به احساسېږي او دغه خلا د ښې حکومتوالۍ دنه رامنځته کېدوڅرګند لامل کېدلی شي. د ښې حکومتوالۍ شتون د ولس بنسټیزحق دی، په دې حق کې ټول هغه حقونه رانغاړل شوي چې د ملګرو ملتونو په کنوانسیونونواو د بشري حقونو په اعلامیو کې ورته ځای ورکړل شوی دی او زموږ د اساسي قانون  په دویم څپرکي کې یې هم یادونه شوې ده ،خو د یو ولسواک سیاسي نظام له شتون پرته دا حقونه یوازی دکاغذ پر مخ پاتې کېږي او هېڅ ډول اجرایي ضمانت نه لري.همدا لامل دی چی ښه حکومتولي د ولس دیو بنسټیز حق په توګه مطرح شویدی .

ولس حق لري چې ښه حکومت ولري، ځکه ښه حکومتوالي دټیکاو لپاره ښه وسیله ده.په تاریخ کې زموږ پرله پسې ماتې بیا هم د دې شاهدي ورکوي چې موږ د ښه حکومتوالۍ درامنځته کولو لپاره یوې هوکړې ته نه و رسېدلي .زموږ د سیاسي تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې دحکومتوالۍ ستونزې دخلکو او واکمنې ډلې تر منځ دیو لوی درز او ان دریاب په څېر واټن درامنځته کېدو سبب شویدی.

ولسمشر غني په دې باور دی چې باید زموږ سیاسیون دځوان نسل او په خانګړې توګه له ورزشکارانو نه الهام واخلي او له خپلو استعدادنو او وړتیاو نه په ډله ییزه توګه دنړۍ وال باوراو سیالیو دترلاسه کولو لپاره کار واخلي ،ګټې دټولو شریکې دي او دا شریکې ګټې غواړي چې داصولو له مخې دسیاسي راکړې ورکړې لپاره دمنطق یوه فضا رامنځته کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply