ډاکټرغني دې بیا راشي/ محمدروښان ښاد

0 524

د ډاکټر محمد اشرف غني د فکر، هڅو، بریالۍ ډيپلوماسۍ، اقتصادي او ملي برنامو، پیاوړي منطق، پوهې او پرېکنده دریځ له برکته افغانستان د ښه والي په لور حرکت پیل کړی، خو لا یې هم دغه مزل خپل مقصود منزل ته نه دی رسولی. د دې لپاره اړتیا ده چې ډاکټر غني یو ځل بیا راشي.

ډاکټر غني تېر ځل په بدو شرایطو کې واک ته ورسېد، ځکه له یوې خوا بهرنیان نه یوازې له هیواده په وتلو وو، بلکې د ولسمشر کرزي د دیارلس کلنې فاسدې او بې کفایته واکمنۍ له امله یې زړونه خوړین وو. پر افغانستان یې خپل باور له لاسه ورکړی و. دوی ویل چې دا وطن د سپي کږه لکۍ ده هیڅ نه سیخېږي.

بل لورته فساد اوج ته رسېدلی و، مافیایي کړۍ ځواکمنې شوې وې، د دولت قراردادونه دوی اخیستي و، په ادارو کې ناست مسوولین هم د دوی لاسپوڅي او  خواخوږي وو. وطن په بحران کې په غرقېدو او هیوادوال د نهیلۍ څپې په مخه کړي وو.

ولسمشرغني ملا وتړله، ټاکنې یې وګټلې، خو د ټلوالې د سپین سترګۍ او د بهرنیانو د مداخلې له امله یې د غني ګټلی واک ووېشه، عبدالله یې ورشریک کړ او بیا چې څه مافیا او مفسدین وو، نو د عبدالله له لارې یې حکومت ته لاره ومونده، د ولسمشر غني ټوله انرژي او زیات وخت له عبدالله سره په ناندریو او حداقل د هغه د بې کفایتیو او نادودو په دفعه کولو او رفعه کولو ولګېده.

که چېرې د ولسمشر غني په تېر حکومت کې اجرائیه ریاست نه وای ور ټومبل شوی، نو باور دی چې افغانستان به د اوس دوه هومره پرمختګ کړی وای او په هره برخه کې به یې ګڼې لاسته راوړنې لرلی، مګر د دې ستونزو، مزاحمتونو، لاسوهنو او ناغېړیو باوجود هم افغانستان په نړیواله، سیمه ییزه او ملي کچه ګڼې لاسته راوړنې او پرمختګونه لري.

په تېرو څلور نیمو کالو کې موږ ولیدل چې د فساد ضد مبارزه چټکه او موثره شوه. ترانزیت او اقتصادي همکاریو ته پام زیات شو، ملي او سیمه ییزې پروژې پیل او پلې شوې او لا هم د پلې کېدو په حال کې دي. پر پاکستان تکیه او انحصار ختم شو، ګڼې ترانزیتي لارې پرانیستل شوې، سوداګري وغوړېده، ادارې هم ځوانې شوې او هم فعاله شوې.

د سولې هڅو رنګ راوړ، سوله کې پرمختګونه وشول او لا هم باور دی چې د ښاغلي غني د هڅو له برکته به وطن ته تلپاتې سوله راشي، امنیتي او دفاعي ځواکونه غښتلي شول، مسلکي شول، وروزول شول، دوی ته د نړیوالو او هیوادوالو ملاتړ جلب شو. دوی په خپلو سرښندنو او مبارزو د ټولو باور او ملاتړ ور خپل کړ او لا هم د دوی د پیاوړتیا لپاره جدي هڅې روانې او نړیوالې ژمنې موجودې دي.

د ډاکټر غني ډېرې برنامې خصوصاً د ترانزیت، زیربنا، د بندونو د جوړولو او اوبو د مهارولو او د افغاني تولیداتو د زیاتوالي او نورو برخو کې ډېر پلانونه لا نیمګړي پاتې دي. د دغو برنامو تطبیق ته افغانستان جدي اړتیا لري، ځکه دا هغه څه دي چې افغانستان په پښو ودرولی شي، نو ځکه باید غني یو ځل بیا راشي او افغانستان د پرمختګ او ځان بسیاینې په لور سوق کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply