طنز -محمود نظری/ دوه مخه سیاست

0 833


لوچک ماشوم ته چپلاخه په کار ده

پند او ورم د چپلاخې ځای کله نیسي

دا د پخوانیو خبره ده  بیخي میخي سمه

بې شاربولو  ډکه غړکه کوچي کله نیسي

دهر شی نسل ا و ذات لیدل په کار دي

بې ثمره ونه  میوه  دانه کله نیسي

وطن کې ازاد مشر په کار دی مه غولیږه

دبل مریی دازادي جنډه لاس کې کله نیسي

***

د افغانستان ځیني کامونه او د انګریز  ځیني توران

له شپږې څخه په مظاهرو  کې باجه خانه جوړوي

د دنیا زورواکه هیوادونه په دې خواره  دنیا کي

دهر بشري کار ضد  سمه  دمه جبعه خانه جوړوي

اسراییل وه فلسطین ته او امریکا  وه مسلمانانو ته

په ټوله دنیا کې په ښکاره  اسباب د سکنجه جوړوي

د اسیا اسراییل او د دنیا امریکا یي سیاستمدارن

 اوس د سپنو کوتروپه بڼ کي دکارغانو ځاله جوړوي

سوله په دنیا کې هیڅکله راتلای نسي تر هغه پورې

چې امریکا و دنیا ته خپل سیاستونه دوه ګانه جوړوي

دافغانستان سیاستمدارن بیا ګوره  چې تل درواغ وایي

یوازې د مقام له پاره هر ګړۍ یوه غلطه افسانه جوړوي

واک ته یو ګړی مسلمان سي کلیمه وایي بل ګړی زنار تړي

کله له ځانه نر نارینه کله هم نڅا ګره زنانه جوړوي

هغه څو خاین پښتانه  وکیلان مو په یاد  دي کنه

ان ویل  یې ولي دا څو وزیران د کابینې پښتانه جوړوي

ځینې ځانګړې کامونه  یوازې خپل کام ته خدمت کوي

داسې خلک هم خاینان دي یوازې  یوالي ته ایماله جوړوي

ځینې دولت  ته په دو لاسونو خپله خپرې سرې غالۍ کړې

چې ټس سي  بیاپه خبرو له ارګ څخه بوینه طویله جوړوي

ځینې قومي غله خاینان بیا  د دې ناټکي باټکي دولت  ګوره

ټولو افغانانو  ته له خپلو څوغلوڅخه  باورتخانه جوړوي

هر مقام لري د سلو ډیر  یوازي د خپل کام کرکجن سلاکاران

داکار  یې بیا دې  واحد وطن ته د وحدت بشکوله جوړوي

یوازې یو لوی مقام ته دوه پک سلاکارن بس دي بس

دولت په دې کار  له هر مقام  څخه دښکرورو هډه جوړوي

دا وار د ارګ لپاره  په خاینانو توکل نه په خدای کړه  غنی

خیر که غله او  خاینان ستا ضد یو دولت ګډوله جوړوي

 خلک او س په ښه او بدو ښه پوهیږي غم مه کوه غنی

دا لیوان بیا ستا له  دولته څخه  چاري پسه  جوړوي

اې کاندیده مه شرنګاوه  دا دغلو د خوشحالولو  جرنګاني

په دې کارو  اوس هر کاندید د ملت ټپ ته توده مشکوله جوړوي

بشکوله ( مصیبت )

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply