طنز – محمود نظری/ بېشرمه کاندیدان

0 882

موږ   وچي پاڼې د یوې  دښتي  ونې  سوي یو

  دطالب نری جهاد  او د امریکا نازک بم  باد مو رژوي

 که دسولې باران  مو په دي  وچې افتي ونې  و نسي

بل څه نه  د نظار  ډزک یوبل سم باد  مو وچوي

چې مشر غل  وي په فساد د خوار وزیر وجدان ولي   وشرمیږي

 په خیانت او چور دلته بې سواده او لوی عالیمان  ولي و شرمیږي

پلنډې بهر نغد ډالر یووړه فلاني، فلاني اونورو غلو  انډیوالانو یي

 په طنزو او لغازو دمسلکي غلو  دا خدای نا ترسان ولي و شرمیږي

فلاني آغا د میلیاردونو ډالرو ملي جایدادونه غلا  او  غنیمت ونیول

په دې کوچني موچني براعلا غلا وو ددوی چاکران  ولي و شرمیږي

په دې  وطن کې بې شرمان لوړ و مقامونو د اسمان ته بې زینې خیژي

 خپل سپيان باچاهي ته کاندیدوي دا سګوانان ولي و شرمیږي

 دا مشران دي که کشران دي  ټول داشغال الدین سکه بچیان  دي

لا دولت کې غټې غټې ګولې اخلي دا  کشک پرتوګان ولي وشرمیږي

په هر کار کې هرچیرې چور دی حمله ده  او توبره ده

په دې نا پرسانه ښار کې دا بې وجدانان ولي وشرمیږي

خیانت لکه کیمیاوي  سره  دخاین د ونې مقام لا جګوي

نو  په خپل بې ابي اومختوري دا  چورواکان ولي وشرمیږي

 تر هغه چې داسې غلط رهبران وي غلا  او  مرداري حلاله ده

په مرداري خوړولو  وږي سپين کولنګي چرګان ولي وشرمیږي

په دې ملک کې د شرم په نامه کوم کلمه څوک نه پیژني

  دا په نوم  شخ برېت نران  د ایزکانو په ارکان ولي وشرمیږي

 ټولو په همدې صفتونه ځان ولسمشري ته کاندید کړي

په دې وطن کې دا تو لانت  د څو ناروا غلو مشران ولي وشرمیږي

غلود جهاد په نامه بې ګناه خلک مړه او وطن لوټ کړ

 چې د خدایه  نه شرمیږي له خوار انسان  ولي وشرمیږي

 ددوی سترګو ته وګوره ډیرې بې حیا  دي  او بې ننګه

په قران لاس ایږدي چې خیانت کوم نو له قران و لي وشرمیږي

وار وار  ځان کاندید وي  او دوې  رایې څوک نه ورکوي

 دا  د تاریخ  بې شرم او حیا لوچګان دي ولي وشرمیږي

 هغه چې یو ذره شرم لري یو یو  ددې  غوړې ګوتې تیریږي

 دا د واک وږي   د زور اوشر  صدراعظمان ولي وشرمیږي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply