ولسمشر پاکستان تر خوږ ګوته نيولی

0 726

له اویا کلونو وروسته ایله افغانستان وپتېله چې د پاکستان کومه ګوته خوږېږي او کوم بډوډی یې له کاره لویدونکی دی. د ولسمشر غني دوو ټویټونو د پاکستان د حکومت او پلویانو ژامې وښورولې او زړونه یې په رپېدا شول.
له یو کلنې ځان ساتنې، چوپتیا او پټو کړو سترګو وروسته لوړ پوړي پاکستاني چارواکي مجبوره شول چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په تړاو خبرونو ته د دغه هېواد د مخکښو رسنیو په سرټکو کې ځای برابر کړي او د پاکستان د بهرنیو چارو تر وزارت او د پارلمان تر تالاره بحثونه را وپارېږي.
پاکستان زیات د پښتنو له هر اړخیزې پارېدنې سره مخامخ دی او د هرې ورځې په تېرېدو یې د پنجابي پوځ او ادارې په وړاندې کرکه زیاتېږي او لیرې نه ده چې د یوه رښتني بغاوت بڼه غوره کړي، د پښتون ژغورنې غورځنګ له مدني مبارزې د ولسمشر اشرف غني ملاتړ ته د اسلام‌اباد توند غبرګون ښيي چې د دغه هېواد بنسټونه رښتیا د څو پښتنو زلميو د منډو ترړو له اړخه لا له مخه په لړزېدا دي، خو په یادولو او ښکارولو یې انګریزۍ پرده غوړولې وه چې ښکاري اوس یې سوړې بوړې د پټولو او ګنډلو نه دي. د پنجاب له وېرې لسګونه زره هغه پوځیان د پښتنو بغاوت د نه خپرېدو په ماموریت ګمارلي دي چې یو مهال له هند سره په تربګني پاللو بوخت وو او ځانونه یې د پنجابي جغرافیې اصلي مدافعان بلل.
ښکاري چې پښتانه اوس تر پخوا پاکستان ته په ریښتیني ګواښ بدلېدونکي دي او دغه هېواد یې د بنګلدېش له بېلتون وروسته له پېچليو ننګونو سره مخامخ کړی دی. د پاکستان پوځ د پښتنو رسنیز طوفان په مخه کړی او داسې ګړنګ ته یې برابر کړی چې ژغورل یې ډېرو ته معجزه ښکاري.
داسې برېښي چې له ۱۹۷۱ کال را وروسته دا د پاکستان په مصنوعي جغرافیه کې تر ټولو لوی را منځ ته شوی دړز دی چې پینه کول یې ناممکن دی، د واکمن نظام له رسنیز بندیز سره سره ځوان پښتون نسل له ټکنالوژي د خپلو مشرانو او کشرانو په بیداري ډېره ګټه کړې او د یوه لوی انقلابي خوځښت د همغږي بڼه یې ورکړې.
د دې طوفان په منځ منځ کې ولسمشر غني د پاکستان په غوږ کې داسې اذان وکړ چې تر ډېره به یې وخت او ځای په یاد وي او ځینو پاکستاني سیاستوالو او د ټولنیزو رسنیو مخکښو کارونکيو پېغور ورکړی چې د پاکستان تر اټومي وسلو او توغندیو د غني یوه ټویټ ستره ویجاړې په سیمه کې را منځ ته کړه.
پاکستان په لومړي ځل حس کړه چې د دوی پر بدن د افغانستان ور سریښ شوی غړی هیڅکله د دوی برخه نه‌شې کېدای او برعکس به د دوی د بدن ډېر نور غړي په داسې درد اخته کړي چې د ارامولو درمل یې بیا په GHQ کې نه پیدا کېږي.
په پاکستان کې د غني ټویټ په ډاګه شوي زړه بوږنونکيو ځوابونو کې پخواني او اوسني سیاستوال یو تر بله وار مخ ته کوي او ټول داسې انګېرې چې د پاکستان د دفاع وخت همدا دی او پر پاکستانیانو فرض ګڼل کېږي چې د اسلام‌اباد، پینډۍ او لاهور د ژغورنې لپاره هره بیه پرې کړي.
په دغه برخه کې عام پاکستاني خبریالان ډېر ځورېدلي او داسې فکر کوي چې په دې مبارزه کې باید تر سیاستوالو شاته نه‌شي.
خو همدلته په پښتونخوا کې د ژغورنې د غورځنګ مشرانو او کشرانو له ولسمشر غني مننه کړې چې د دوی په غم یې ژړلي او ډېر ډاډه شوي چې د پښتون ملت تر شا یې داسې څوک شته چې د دوی د سوله‌ییزې حق غوښتنې اواز ته یې د پاکستان د سیاست او تصمیم نیونې په مرکزونو او دهلېزونو کې غږ ورکړ.
د منظورپښتین، محسن داوړ او ثنا اعجاز ملګرو او لارویانو خوښي ښوولې چې د ډیورنډ په لوېدیځ اړخ کې یې لسګونه زره شازلمیانو غږ او ځوږ بدرګه کړی او د دوی د ملت غوښتنې په زور یې د پنجابیانو شونډې وښورولې.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په تړاو د ولسمشر اشرف غني له څرګندونو سره جوخت د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو ځینو ډلو هم پر پاکستان د پښتنو د ځپنې له اړخه نیوکې وکړې او د نړۍ په لویو رسنیو کې پاکستان دPTM په وړاندې په تاو تریخوالي تورن شو.
بل خوا د ولسمشر غني ټویټ ته په افغانستان کې تود هرکلی شوی او ډېرو ځوانانو د غیرت یوه کوچنۍ نښه بللې چې پر محکومو پښتنو یې د خپل پلرني هېواد یوه مشر کړی دی. دلته ډېرو مننه کړې چې ښاغلي غني د خپل وجود د یوې داسې جلا شوې برخې د درد غږ پورته کړی چې اویا کاله ترې کړېږي.
داسې ښکاري چې له هند وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ هم تبلیغاتي او رسنیزه جګړه نوي پړاو ته ور دننه شوې او د هرې ورځې په تېرېدو زور اخلي، هند او پاکستان له دغې جګړې د خپلو ملتونو د تنظیم او انسجام په برخه کې ښه کار اخیستی او د یوه بهرني دښمن په تراشلو او د ولس د پام په ور اړولو او د هغوی د ذهنونو په بوختولو سره یې د خپلو ملتونو دننه ښه یووالی را وستلی دی.
په څنګ کې تل د ملت پام له کورنیو کړکېچونو د بهرني دښمن ژبني برید او ګواښ ته ور اوښتی وي او له خپل هېواد، خاورې، ژبې او ملت سره د مینې زیاتېدو او د دفاع ترټولو هڅوونکې لاره همدغه تبلیغاتي جګړه بلل کېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply