د یوټیوب مخکښ چینلونه په میلیونونو ډالرو پلورل کېږي

0 564

حمیدالله حمیدي-

د یوټیوب هغه چینلونه چې ډېر لیدونکي او څارونکي لري، نن سبا یې د پېر او پلور بیه میلیونونو ډالرو ته رسېدلې ده. همدا څه موده وړاندې، له سلو مخکښو یوټیوب چینلونونو څخه یو یې په څو میلیون ډالره وپلورل شو. دا په تېرو څو میاشتو کې تر ټولو  د لوړې بیې معامله وه. هغه کسان چې د یوټیوب چینلونه یې زیات څارونکي لري، وایي، کېدای شي دغه څه ورځ تر بلې  د ارزښت وړ شي. دوی وایي، هغه چینلونه چې په رسمي ډول ثبت او راجسټر شوي نه وي او یا هم په کوم مشهور شرکت پورې اړوند نه وي، له اخیستو یې ډډه وکړئ.

د (Enchufe.tv) په نوم د کمیډي یوټیوب چینل چې په دې ورځو کې یې د پلور خبره خورا ګرمه ده، لږ تر لږه ۱۹ میلیونه څارونکي لري. له پلورلو پرته اوس که تاسو د یوټیوب خپل راجسټر شوی چینل او ټاکلې اندازه څارونکي ولری، کولی شی له هغه څه چې تاسو یې پر یوټیوب خپروی، پیسې وګټئ. تاسو باید لومړی خپله ټاکلې اندازه د یوټیوب څارونکي پیدا کړی، د بانک اکونټ مو ور سره وتړی او له دې درکه پیسې وګټی. دا چې په افغانستان کې شرکتونه تر اوسه پورې خپل سوداګریز اعلانونه یوټیوب چینل ته نه ورکوي، نو د یوټیوب چلوونکي د بهر په پرتله پرې دومره پيسې نه شي ګټلی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply