ننګرهار ولې د وهابیت په اصلي مرکز بدل شو؟/ منصور احمد پرهیز

0 1,270

لومړۍ برخه:

دا چې وهابیت څه شی دی او په اسلامي مذهب کې يې تاریخ او فلسفه څه ځای لري په دې بحث نه کوو بلکې د وهابیت په سیاسي او وسیله یې اړخ خبرې کوو چې ځینې عربي هیوادونه یې د مذهبي او سیاسي موخو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي او بحث په دې کوو چې ولې وهابیت د وسیلې په توګه کارول کیږي او ترشا یې څه پراته دي او بیا ولي ننګرهار غوندې یوه کلکه مذهبي ټولنه د وهابیت لپاره د روزنې او ترویج اصلي مرکز وګرځول شو؟

د دې لپاره چې موضوع مو ښه څیړلې وي ضروري ده چې د وهابي مفکورې راتګ افغانستان ته او د هغه تدریجي او سیتماتیکه وده وڅیړو او بیا هاغه فکتورونه چې ننګرهار یې تر اغیز لاندي راوستی دی؛ یو په یو د تاریخي او عیني شواهدو په ترڅ کې د کتنې لاندې ونیسو او بلاخره په افغاني ټولنې یې تاثیرات او مرتب کیدونکي نتایج وګورو!

په عامې لهجې وهابیت یا سلفیت مفکوره پاکستان ته د مهاجرت او جهاد له وخته مخکې عامو خلکو په افغانستان کې دومره نه پیژنده. یواځې په کونړ کې یو کوچنی کلی و چې محدود شمیر خلکو یې د اهل سلف په طریقي خپل عبادات مخ ته وړل ولي د سیاسي او ګوندیز تحرک بڼه یې نه درلوده. د وخت علماوو یې لا د هغه وخته مخالفت کاوه خو په افغانستان کې د ثور انقلاب او ګډوډیو د علماوو دا موضوع او په وړاندې یې غبرګون خاموشه کړ. خلک د افغان حکومت سره په جنګ او یا نورو هیوادونو ته په مهاجرت او کډه کولو مصروف شول خو پاکستان چې د افغان کډوالو لویه کتله یې منلې وه؛ د وهابیت د ترویج لپاره ښه ډګر په نښه شو. دا چې کډوالو خلکو د ژوند د پایښت لپاره بشري، تعلیمي او نورو مرستو ته اړتیا لرله، کډوالو سره د نړۍ ډیرو هیوادونو هر اړخیزه مرستې کولې، چې د عربي هیوادونو مرستو به ځانګړی ځای درلود او د عربو د مرستو منل د نورو هیوادونو په پرتلي د کډوالو په کمپونو ډیر و، ځکه خلکو د عربو مرستو ته له اسلامي او مذهبي اړخه ډیر اهمیت ورکاوه. همدا علت و چې ځینو عربانو او د وهابیت مبلغینو د افغان کډوالو مجبوریت او مذهبي شراکت یې د خپلې بریا ښه موکه وګڼله.

ځیني عربان فکر کوي چې اسلامي نړۍ باید د اسلام اصلي مفهوم خپل کړي او سیمه ییز روایتونه باید هیڅ ټولنیز اغیز ونه لري ځکه ځینو عربانو د اسلام په پیل کې د خپلو زړو روایتونو سره مخه ښه وکړه او هغه ورته د اسلام له نظره بد ښکاریدل او د اسلام له نظره یې مردود او ناوړه ګڼل خو ځینو بیا دا مفکوره د وخت په تیریدو سره د سیاسي او نورو ملحوظاتو او فکري تسلط لپاره ښه وسیله وګڼله او د نړیوالو متحدینو او په ځانګړي ډول غرب سره یې په اسلامي نړۍ کې د ګډو ګټو د ترلاسه کولو لپاره لنډه او کم مصرفه لار وبلله د مجاهدینو په ډلو کې د حکمتیار له ډلې جلا شوی حسین اخوندزاده چې په مولوي جمیل الرحمن مشهور و د عربانو په ښیرازه ملاتړ یې په ۱۳۶۴ کې د “جماعه الدعودة الی القران والسنة” تنظیم رسمآ رامنځته کړ. البته تردې پخوا یې هم د سلفي بیرغ لاندې فعالیتونه کول خو د جلا تنظیم جوړول او د جهاد د مرستندویه نړۍ له خوا په رسمیت پیژندل یې د دوه اړخیزه ستراتیجیکو موخو لاس ته راوړنه وه.

جماعه الدعوه او ستر هدف یې: د مولوي جمیل الرحمن وژنه په مجاهدینو کې د یواځیني وهابي تنظیم د جوړیدو هدف د مولوي جمیل الرحمن د قتل او د هغه د قاتل له خوا پریښودل شوی لیک ښه په ډاګه کوي. کوم عرب چې په مولوي جمیل الرحمن حمله وکړه او هغه یې وواژه هغه عرب د مولوي جمیل الرحمن سره یې کلونه، کلونه تیر کړي وو او د خپلې شتمنۍ برسیره یې مولوي جمیل الرحمن ته د نورو عربانو نه هم ډیرې مرستي راټولولې او د مولوي جمیل الرحمن دومره خدمت به یې کاوه چې حتی د مولوي جامې به یې وینځلي، د هغه ټول شخصي خدمت به یې کاوه او په کونړ کې د حکمتیار سره د جګړو پرمهال یې فعاله ونډه لرله او ډیر شمیر ملګري یې هم په کونړ کې له لاسه ورکړل، خو په ۱۹۹۱ کال په وروستیو کې شیخ جمیل الرحمن کویټ ته د یو ملاقات لپاره وغوښتل شو چې دا عرب هم ورسره د معمول په څیر د سفر ملګری و، د ملاقات او لیدنې بل لورې د امریکایې استخباراتو یا (سي آي ای ) مامورین ناست وو په مجلس کې چې څه تیر شول د شیخ خادم او لوی ملاتړي عرب واوریدل او هغه څه وو؟

امریکایې استخباراتو شیخ ته وویل: ولې دې ونه شو کړای چې په کونړ کې د اسلامي خلافت بیرغ پورته کړی؟ مونږ د مجاهدینو په عبوري حکومت ته هلته د والي په توګه وټاکلی؛ لار مو درته هواره کړه څومره مرسته مو درسره وکړه؟ زمونږ او ستاسې ګډ هدف دا وو چې ټوله توجه باید په کونړ کې د اسلامي خلافت اعلان وي، شیخ ورته د حکمتیار مزاحمت او جنګونه بهانه کړل مقابل لورې ورته وویل چې حکمتیار مو درنه منع کړ او د هغه سره دې جرګه وشوه حکمتیار نور ستا مزاحمت نه کاوه خو ته په خپلو وعدو کې پاتي راغلی یې ستا د افغانستان سره کار نه و ستا ماموریت د خراسان په نوم د یو جدا دولت جوړول و چې اسلامي خلافت به په کې چلیږي مونږ ته جغرافیه مهمه نه ده چې د خلافت خاوره لږه ده که ډیره بلکه په سیمې کې مونږ ته یو داسې دولت په کار و. شیخ خپل ځوابونه ورکړل او تعهد یې نوی کړ خو دا ټول حال د عرب له سترګو تیر شو او د شیخ په وهابي سیرت او مجاهد دریځ مین عرب چې خپل ټول ژوند یې د شیخ خدمت او ملاتړ ته وقف کړی و ذهنآ ټکنی او خپل کړي خدمتونه یې په یو غلط ادرس کې ولیدل نو فکر یې ورځ په ورځ بدلیده او دا چې څه وکړي په دې یې فکر کاوه. بلاخره مولوي جمیل الرحمن ته یې وویل چې ما ټول ژوند د دې لپاره تاته وقف کړی و چې ته به یو ریښتینی مجاهد یې ته خو د غرب پلانونه مخ ته وړی. د ۱۳۷۱ کال د سنبلې د میاشتې په ۹ مې نیټې یې د باجوړ په سیمې کې په شیخ حمله وکړه هغه یې وواژه خو عرب چې عبدالله روحي نومیده د خپل عمل ټول حال یې په یوه لیک کې لیکلی و. دلته د مولوي جمیل الرحمن د دفتر ترڅنګ د مولوي خالص دفتر هم و. لیک د مولوي خالص د دفتر خلکو ته په لاس ورغی چې دا پورته حال یې ټول په کې لیکلی و. او دا لیک ښایې تر ننه د مولوي خالص د کورنۍ د غړو سره موجود وي خو جزیات یې تر اوسه د خلکو سره شته همدا پورته ذکر شوي عمده موارد دي.

پورته اوږده تاریخي واقعه مې ځکه ذکر کړه چې په ننګرهار کې د وهابیت په بې مخینې او چټک سرایت د هغه د اصلي ریښې له مخې پوه شو چې ولې ننګرهار نن ورځ د وهابیت په اصلي ډګر او مرکز بدل شو؟ او ولي د کونړ پرځای ننګرهار د دې عقیدې د خپراوي محوري نقطه وټاکل شوه لاندې دلایل او عمده لاملونه شته چې پورته پوښتنو ته ځواب ووایي:

۱: په ننګرهار کې د کونړ د وهابیانو د لوی جمعیت اوسیدل:

 د نجیب د حکومت له سقوط وروسته د کونړ ډیر شمیر اوسیدونکي بیرته خپل پلرني ټاټوبي ته ستانه نه شول او د ډیرو بشري اسانتیاوو له مخې ننګرهار یې د استوګنې لپاره غوره وګاڼه مګر وهابي اصلي کتلې یې په شعوري ډول ننګرهار د خپلو فعالیتونو لپاره ښه او مرکزي ډګر وګاڼه او په سیتماتیک ډول یې هلته خپل فعالیتونه د ځمکو او ملیکیتونو په اخیستو سره پیل کړل او دې لار کې یې کویټ، قطر او سعودي عربستان پوره مرسته وکړه او د پټو مرستو ترڅنګ یې دوه موسسې هم وګمارلي چې خلکو ته جوماتونه جوړ کړي. د جوماتونو لوازم خلکو ته ورکړي او د په نښه شوو سیمو کې خلکو ته ځیني بشري مرستي هم ورسوي خو د طالبانو په راتګ سره د دوي فعالیتونه کم رنګه شول او مراکز یې بند شول او د وهابیت ترویج یې په پټه روان کړی و خو د نوي ادارې په راتګ سره دې ډلې خپل فعالیتونه لا غښتلي کړل، ډیرې مدرسې یې جوړي کړي او په ننګرهار کې یې ډیره زیاته ځمکه واخیسته او په ډیرو سیمو کې یې د کالونیو یا ډله ایز او ګډ ژوند په شکل استوګنه غوره کړه ترڅو هر وهابي جمعیت د یو جومات او یوې مدرسې له مخې د سیمې په نورو اوسیدونکو تآثیر واچوي او دا د عربو د هغې زړې ستراټیژۍ برخه ده چې په کابل کې یې د سیاف او انجنیر احمدشاه احمدزي په مټ د ډیرو کورونو د پیرلو سره د تآثیر اچونې لپاره غوره شوي وه نو په ننګرهار کې هم د همدې ستراتیژۍ له مخې دوه لویې مدرسې جوړي شوي او په تدریج سره یې د افغانستان د ختیځ برسیره د افغانستان د شمال او ډیرو سیمو نه کوچني ماشومان او ځوانان د وهابي مفکوري د روزلو لپاره راټول کړل.

د روزنیزو مذهبي مراکزو ایجاد او د ځمکو اخیستل په ننګرهار کې د وهابیت د تمرکز لپاره لومړی اساسي فکتور دی چې ډیر شمیر خلک یې د چتر لاندې راغلل او کله چې داعش په ننګرهار کې خپل حضور اعلان کړ نو د همدې مرکزونو خلک د داعش د جنګي، تبلیغاتي او استخباراتي دستګاوو د چلند ښه او روزل شوي چلونکي وو.

۲: د سخت دریځۍ فرهنګ اغیز:

کله چې د ډاکتر نجیب الله حکومت سقوط وکړ د کابل په ګډون د افغانستان اکثره سیمې او هلته ټولنیز ژوند د جنګ جګړو له امله ترحده متآثره و او یواځینی ولایت ننګرهار و چې په کې نسبي ارامي وه، ننګرهار پوهنتون فعال و او سخت دریځه خلک یې مشران وو چې د پاکستاني استخباراتو سره یې نژدې اړیکي درلودي او ځوانان یې په نهایې سخت دریځه روحیې روزل. هیواد پاله او ملتپاله خلک یې د علمي او روزنیزو صحنو ویستلو ته اړ کول او حتی ځیني یې ووژل چې د سخت دریځۍ دې ناوړه دستور نوی نسل په سخت دریځۍ کې د عروج مرحلو لټولو ته اړ کړل او ډیر شمیر هاغه ځوانان چې ډیر مذهبي اړخ یې درلود د وهابیت داعیان شول حلقي، مدرسې او روزنیز او نشراتي حرکات یې پیل کړل چې هر یو یې په خپلو سیمو کې ډیر شمیر نور ځوانان د وهابیت تر سیوري لاندې راوستل.

۳: غربت او ټولنیز نا انډوله ژوند:

درېیم لوی فکتور چې ننګرهار یې د وهابیت د مرکز په توګه معرفي کړ هغه د خلکو نا انډوله ټولنیز ژوند او د خلکو نهایې غربت دی لکه مخکې چې وویل شول وهابیت د خلکو د ذهني استحصال او لاندې کولو یو تاکتیک دی او دا تاکتیک د مذهبي میلان له مخې د بشري خواخوږۍ او مرستو په شکل ته وړي. ډیر هاغه خلک چې وهابیت یې بیخې نه پیژانده خو غربت دیته اړ کړل ترڅو وهابیت ته غاړه کیږدي او هم یې داعي جوړ شي، د یو منظم سیستم له لارې د خلکو سره تعلیمی او بشري مرستي کیږي او د دې لپاره چې خپلو کې سره وپیژني او ټولنیزه شبکه یې فعاله وي یو بل ته مومن وایي او کله چې یو وهابي وغواړي بل وهابي داسې خدماتو اخیستو ته ور معرفي کړي نو وایې چې دا یو مومن (موحد) سړی دی یا فلانی یو مومن یا موحد سړی دی ترڅو هغوي یې وپیژني او باور پرې وکړي نو په دې اساس ویلای شو چې د خلکو کمزوری اقتصادي وضعیت او د وهابیت د داعیانو دا تاکتیک دریم عمده فکتور دی چې ننګرهار یې د وهابیت د مرکز په توګه د وهابیت لوی کور جوړ کړ.

۴: د حکومت نه پاملرنه:

د حکومت حساسې ادارې په دې پوهېږي چې وهابیت د هیواد د راتلونکي مذهبي او ټولنیز نظم لپاره لویې ګواښ دی او په روانو حالاتو کې د داعشیت لپاره د سرباز ګیرۍ اصلي مرجع ده خو د دې ټولو سره، سره حکومت ونه شو کړای چې په افغانستان او یا هم په ځانګړي ډول په ننګرهار کې د داعشیت او نورو فکري ترهګریو مور یعني وهابیت مخه ونیسي او یا یې هم فعالیتونه کنټرول کړي، دا سمه ده چې په افغانستان کې د قوانینو له مخې خلک کولای شي چې د مذهبي ازادیو له ښیګڼو برخه من شي خو مذهب او یا ځانګړي عقیده باید د نورو لپاره سر خوږی نه وي، فکري او عملي ترهګريزه حرکات باید ونه کړي او ټول هغه مالي امکانات چې ډلي او یا ګروپونه ترلاسه کوي د حکومت د کنټرول او فلتر نه باید تیر شي دا په داسې حال کې د وهابیت د ترویج او داعشیت د ملاتړ لپاره د بهر نه ډیرې تورې پیسې د صرافۍ په نوم د ترهګرو د تقویې مارکیټونو ته راځي او حکومت ونه شو کړای چې دا چاره د مالي اصولو له مخې مدیریت کړي نو د حکومت نه څار او نه پاملرنه کولای شو په ننګرهار کې د وهابیت د ډیر پرمختګ لپاره پراخه لار پرانیسته او بیلابیلو استخباراتي کړیو د دې موقع نه ښه ګټه پورته کړه هم یې د وهابیت لپاره روزنیز مرکزونه جوړ کړه او هم یې په ننګرهار کې د داعش جنګي ماشین ګرم وساته.

۵: د عربو پرته د نورې علاقمندې نړۍ رول:

د عربو د پیسو او نورو وسیلو د کارولو سره د سیمې استخبارت او نوره علاقه منده نړۍ هم کوښښ کوي چې افغانستان کې د مذهبي افراطیت او د یوې اوږدې فکري جګړې او مذهبي تاوتریخوالي لپاره بنسټونه جوړ کړي نو وهابیت ورته یوه مناسبه او زر قبلیدونکي لار ښکاره شوي ترڅو د افغانستان د شیعه اقلیت او ایران سره د سیالۍ او فکري جګړي لپاره سخت دریځه خلک راپیدا کړي دې ډلې کې اکثره غیر پښتانه او د پخوانیو حکومتونو په اصطلاح زاړه کمونستان شامل دي چې د حکومتي ماشین، موسساتو او پوهنتونونو دننه خلک تشویق او تقویه کړي او په بیلابیلو پلمو او نومونو نښه شوو خلکو ته مالي او فکري ملاتړ برابر کړي، ډیر داسې خلک چې حتی په اروپایې او امریکایې حساسو ادارو کې یې کار کاوه خو په کابل او ننګرهار کې یې د وهابیت د ترویج او وهابي مدارسو او جوماتونو د تقویې لپاره پیسې ورکولي چې دا د دې ښکاروندوی ده چې د عربو پرته نورې نړۍ هم دلته د وهابي فکر د تقویې لپاره ډیره سرمایه ګذاري کړي ده او د ملاتړ د دې ډلې لوی هدف ښایې په نړۍ کې د شیعه او وهابي مفکورو د رقابت یوه برخه وي ځکه وهابیت او شیعه ګان د نړۍ په غریبو او نوو خپلواک شوو مسلمانانو د فکر د تحمیل رقابت کوي چې ښه مثالونه یې افریقا او منځنۍ اسیا ده نو په افغانستان کې یې د مقابلې لپاره ورته ښه بستر ننګرهار غوره کړ او ډیر شمیر موسسې او مرستندویه ادارې یې هلته په بیلابیلو نومونو جوړي کړي چې کابل او نور افغانستان ته فکري او سیاسي ملاتړ ورکړي.

۶: مرکزي مدرسې او په ننګرهار کې د داعش ظهور:

دا تر ټولو عمده او اساسي فکتور دی چې ننګرهار یې د وهابیت په لوی کور بدل کړ مخکې یادونه وشوه چې کونړ د وهابیت لپاره اصلي بستر و ځکه هلته د وهابي فکر ډیر شمیر اوسیدونکي ژوند کوي خو ننګرهار د تمدن او د ژوند د ډیر شمیر اسانتیاوو په لرلو سره مناسب وګڼل شو.  د نارنج باغ مدرسه او محمدیه مدرسه دوې هغه لویې مدرسې دي چې د افغانستان ټول وهابیان یې له پریکړو ملاتړ کوي؛ د کونړ په ګډون د ټول افغانستان نه نوي ځوانان هلته ورځي او وهابي یا سلفي درسونه زده کوي په دې مدرسو کې د ننګرهار خپل اوسیدونکي ډېر کم دي خو مشران یې د کونړ او ننګرهار دي.

دویم ګام کې هغه وهابي محصلین دي چې سعودي عربستان، کویټ، اماراتو، او یو شمیر نورو عربي هیوادو د داعي ښوونکو روزنې (تدریب المعلمین) چې اصلي موخه یې د دعوت تر سرلیک لاندې همدا وهابیت خپرول دي؛ ته لیږل کیږي او په میاشتیني معاش ورکړې سره پرې دوه کلن او څلورکلن دعوتي وهابي پلانونه زده کوي او بیا یې د افغانستان ختیځو سیمو په تیره ننګرهار ته رالېږي، چې په دې ترڅ کې د ننګرهار لپاره د سعودي مرستندویه ټولنه چې اوس یې نوم غالبا افغان ولس لپاره د ملک سلمان انساني مرستو کمیټی ته بدل شوی؛ اکثریتې کړنې د وهابیت د پرمختګ او خپراوي لپاره ترسره کیږي، لکه کله چې دوي کوم ځای کې مرستې ویشي نو له مخکینۍ سروی پر بنسټ یې صرف هغه کلي او کورنۍ په نښه کړې وي چې سلفي میلان یا وهابي مذهب ولري. یا هم د کوم شیخ یا داعي!؟ له خوا وروپيژندل شي چې پلانکی سړی یا کورنۍ موحد/موحده کورنۍ ده. نو له مخکینۍ سروې سره سم اړوندو کورنیو ته نغدي او د ارتزاقي موادو ویش صورت نیسي. بله ډله یې د دعاتو یا داعیانو ډله ده چې په دې سلسله کې د همدې مؤسسې څو مدیران د وهابي داعیانو په توګه په مختلفو مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې د افتخاري او بې تنخوا استاد په توګه تدریس پر مخ وړي لکه قاري جاوید چې اصلا  د سرخرود ولسوالۍ دی مګر د وهابیت خپرولو لپاره د دعوت چاری پرمخ بیایي. د دی کس د کار سیمه جلال اباد ښار او ځینې ولسوالۍ دي. بل داعي یې حامد په نوم دی چې دې کس لپاره یې د بجازۍ مسجد کې تدریسي حلقه جوړه کړې او د ښار د دوکاندارانو تنکي ماشومانو ته د وهابیت مذهب ورپیچکاري کوي. دریم کس یې فضل حق د مولوي عبدالشافی زوی دی چې ده هم قرار د کره معلوماتو په لجنة السعودیة کی دنده ترسره کړی او اوس یې د وهابیت د ترویج لپاره د سعودي د ځانګړي معهدونو له خوا د دعاتو په سلسله کې معاش اخلي او د کار ساحه یې د کابل شخصي پوهنتونونه دي.  څلورم کس یې فضل الهادي د عبدالشافي زوی دی. دا کس هم د سعودي له استخباراتي کړیو سره نږدی اړیکی لري او د دعاتو په سلسله کې خپل میاشتینی معاش هم ترلاسه کوي. د ده د کار ساحه هم کابل او ننګرهار ده. .

داعش باید د ښه ملاتړ او غوڅ ښه راغلاست لپاره په کونړ کې ظهور کړی و خو برعکس ننګرهار یې غوره کړ او هغه دا چې د داعش فکري حوزې یانې وهابیت په ننګرهار کې کلونه، کلونه کار کړی و او د خپل ظهور لپاره یې ننګرهار چې هره لور یې د تګ راتګ او ډیرو عسکرو د پیداکولو لپاره مناسب و نو خپل موجودیت یې په لومړي ځل هلته اعلان کړ، د داعش ظهور په ننګرهار کې نور عوامل هم لري خو مونږ یې یواځي په موجوده تآثیر خبرې کوو چې وهابیت ته یې په ننګرهار کې نوی روح ورکړ او د داعش د حضور سره وهابیت په ننګرهار کې بیخې اوج ته ورسید او ډیر شمیر خلک په زور مجبور شول ترڅو وهابیت ته غاړه کیږدي.

ولي وهابیت یو جدي تهدید دی؟

هره ټولنه ځانته او ځانګړي تاریخي، ملي، مذهبي او فرهنګي ښیرازه لري چې وګړي يي خپل ژوند، ټولنه او تهذیب په همغو محورونو عیاروي او هر یو ورته د خاص ارزښت لرونکي دی نوي شیان او نوي مفکوري د ټولنې ښیرازه، نظم او ټولنیز ژوند د ډیرو ستونزو سره مخ کوي او اوږده ټولنیز جنجالونه راولاړوي په عمومي ډول افراطیت یوه بده پدیده ده، هغه که د ژوند یا ټولنې په هره برخه کي وي باید محوه شي ترڅو ملي ښیرازه وساتلی شو، د افغانستان په تاریخ کې هیواد او خلکو ته مذهبي افراط زیاته صدمه رسولې ده؛ دا چي افغانستان د یوي سنتي ټولنې کور دی او حنفي فقهې ته خلک په خاص احترام قایل دي، وهابیت په عمومي ډول د یوه مذهبي تاکتیک پر اساس را پنځول شوی مذهب دی، که د وهابیت تاریخ ته توجه وشي، نو پرته د تشدد او افراط بل څه په کې نشته چې داعشیت يي غوره مثال دی چې نړۍ يي د اسلام نه متنفره کړه د احصایوو له مخې د داعش د حضور نه مخکې په اوسط ډول په ټولې نړۍ کې د ورځې لس غیر مسلم خلک اسلام ته راننوتل خو اوس برعکس هره ورځ لس کسان په اوسط ډول د اسلام نه وځي چې د سعودي عربستان نه د سعودۍ ښځو تیښته يي ښه مثال کیدای شي که چیري د وهابیت پدیده په ننګرهار کې په همدې تیز منوال روانه وي نو بوله چې د ننګرهار پرته به ټول هیواد د تشنج او افراطي فرهنګ نه تیښته کوي او ملي ارزښتونه به وار په وار نړیږي.

د لومړۍ برخې ټولونه: د سلفیانو د لومړي مشر مولوي جمیل الرحمن د مړینې وروسته مولوي سمیع الله نجیبي چې د ننګرهار اوسیدونکي دی د وهابیانو د تنظیم مشر وټاکل شو او د کونړ وروسته یې ډیر پام ننګرهار ته و او مرستو شرط یې د وهابي فکر منل و دا چې د ننګرهار خلک د اقتصادي پلوه ډیر غریب و نو په لومې کې په اسانۍ سره راګیریدل، هلته د وهابیت د لویو مرکزونو تاسیس وکړای شو چې نوي ځوانان په اسانۍ سره جذب کړي بهرنیو استخباراتو هم ننګرهار یو مناسب محوري ولایت وګاڼه، د کونړ د خلکو د لویې کتلې انحصاري ژوند او د ډیرو ځمکو اخیستلو او د نورو خلکو را دعوت کول او په د داعش فعالیت ننګرهار په افغانستان کې د وهابیت د مرکز په توګه معرفي کړ په داسې حال کې چې پایتخت کابل، تخار، بدخشان، هرات، فراه او فاریاب د کونړ نه وروسته ډیر وهابي فکره خلک لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply