اوس هم خوبونو کښې لېدې شې ماته

0 861

له ډېره وخته مسافره جينۍ 

‎د خپل وطن نه ‌‌‌‌‌‌ډيره لرې جينۍ 

‎وختونه تیر شو خو هیریږې مې نه

‎زما ملګرې د چيندرو ملګرې 

زما د ډېرو خوشحالو ملګرې 

‎هغه چې ما به مېرګاتونه کول 

چې په يو بل به مو نازونه کول 

د پټ پټونې هغه زار وختونه 

هغه د ښکلي ننګرهار وختونه 

لکه سپرلی لکه  بهار وختونه 

د کندهار انار انار وختونه 

هغه د سیورې او چنار وختونه 

د يا قربان او يکه زار وختونه 

‎اوس هم خوبونو کښې لېدې شې ماته 

بويه چې نه راستندې شی ماته 

‎زما نیږدې ملګرې چې يوه څانګه به وه 

يوه بدرۍ او بله وړانګه به وه 

خوب کښې اوس هم ماته غږونه کوي 

ماته اوس هم دوي اوازونه کوي 

په پښو څپلې په سر څادر نه لري 

ولې څوک شته چې پرې نظر نه لري 

‎پر سره شلیدلې ټيکرې

‎راته نارې وهې چې زر راشه

‎مونږه مرګاټې کوو

‎زه هم ټيکرې پر سر کړم من‌‌‌‌‌‌ډې کړم 

په دغه منډه کښې مې ساه لنډه شي 

د خوښې واړه دا دنيا لنډه شي 

هله رادرومه میرګاټنونه کوو 

قیصه يو بل ته به د زړونو کوو ‎

پر دغه من‌‌‌‌‌‌ډو کښې کړم لاره ورکه

‎یو نا اشنا ځاې ته ور ورسیږم

‎نه وې وړانګه او نه څانګه هلته

‎شم ورخطا اوتر اوتر ګورمه

‎چې یو مغروره اواز وشې پر ما 

‎اې مهاجرې جینۍ

‎او ټولې جونې شې راټولې پر ما

‎څوک پر ما خاندې 

‎څوک مې ټيکرې کشوې 

‎څوک واې مهاجرې جینۍ دا څه کوئ 

ته لوبې څه کوې خندا څه کوئ

‎ماته پېغور د افغانيت راکوي 

دا په لفظونو کښې نفرت راکوي 

‎زړه مې شې وران اوتر اوتره شمه 

زخمي زخمی پرهر پرهره شمه 

‎سترګې مې ډکې د ژړا ونیسم

زړه کښې د مړ وجود ساه ساه ونيسم

‎خولې خولې ستړې راپاڅيږم زه 

‎او پر خپل ځاې کینم 

ژړاګانې کووم 

په خپل قسمت مې زړه تاله ترغۍ شي 

‎زه له ناروی نه ننګرهاره پورې 

له یو کنډر نه تر بل ښاره پورې 

لکه د ړنګ مزار مې ژوند تېرېږي 

زه د خزان سيلۍ وهلې جينۍ 

زه د سيلۍ په اسره روانه یمه

‎د ننګرهار نه تر د ناروې سفر کښې فکر کووم

‎چې زر مې خولې ته دا ټپه راشي 

د زړه په باغ مې ږلۍ اوشوه 

بويه چې بيا سپرلی راځي سپړي ګلونه

 

‎اوږې کریمې#

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply