د کړکېچ نه د وتو لارې؟ / د. ص. سعیدی

0 516

په افغانستان او سیمه کې دموجوده کړکیچ نه وتل په عالم اسباب کې په بنسټيز ‌‌‌‌‌‌ډول دوې  برخې لري:

زمونږ په لاس کې او زمونږله لاسه بهر لاملونه.

زمونږ د لاس لاملونه  په بهرنیو لاملونو تاثیر اچولای او لرلای  شي خو په بشپړه توګه نه شي نفیه کولای.

دې برخه کې ټول افغان اولس او د ټولنې د مخکښانو  کار دی چې خپل رسالت اداء کړي او کار اهل کار متعهد کس ته وسپارل  او ضوابط پر روابطو لوړتیا ولري او  وکړي.

داچې د کمپيوتر د سوفتویر انجینر د داخلې وزارت د جنایی مسایل مشر په دې وزارت  کې ګمارل کیږي دی به جناب …خان پيژني اما مسلکی کس به نه وي اونه دی. مسلکي فهم کار کې م‌ؤظف کس ته طبعی اتوریته ورکوي او هسې خوشې نه وایي چې: عقل نباشد جان در عذاب است. عذاب همدا ناکامی ده او د هغه په نتیجه او پایله  کې عمدتاً کال کې ۴۵ زره د امنیتی ادارو‌ نه شهیدان لرو!

زمونږ امنیتی او اداری ستر مشران معیوبین او بیا یو شمېر زیاد یې غیر مسلکي خلک هم دي. په حاکمیت کې د حاکمیت مخالف!؟ مشکل او مهمې طرحې!؟ د غنایمو تقسیم دی او ما یوه ورځ هم دا وانه اوریدل چې زه مخالف یم په دې چې الترناتیف بهتره اقتصادي او یا سیاسي طرحه لرم. د حاکمیت په تیم کې یم خو د حاکمیت مخالف یم او قانون همدومره منم چې زما ناروا ګټو  سره په تضاد کې نه وي. د راتلونکي جمهوري ریاست معاونیت ته کاندید یم خو د دولتی چوکۍ نه د قانون خلاف استعفا ء نه ورکوم.

دا او لسهاو نور ې قانو شګنې، بې کفایتۍ چې مشخص لست یې اوږد دی.

چېرته چې عدالت نه وي ، سوله او استقرار

نه شي راتلای!

حق حقدار ته رسېدل د کړکیچ نه د وتلو لار ده!

که د سولې نه د استقرا  لپاره قدم پورت نه شي نو زندانو نو کې خو ښه نظم او سوله ده!

نو د کړکېچ نه د وتو لارې شته خو زه که درست نسخه هم لرم نو باید اول باید د کومې بهرنۍ د دوست او یا دښمن  استخباراتي شبکو او حلقو ته داخل شم، د خپل دین او تاریخ سپکاوی وکړم چې بیا د اعتبار وړ وګزځم، چې بیا راته د حاکمیت ته

د رسېدو فرصت راکړل شي.

د خفګان او د تعجب حالت هغه شي چې د ناروا لامل او کس چې ورنه  شکایت دی ، خپله شاکي هم دی.

لسهاو با فهمه او کار دانه، متعهد او باعزت افغانان شته چې په کار او د کړکېچ په حل پوهیږي خو وطن کې سیاسي قدرت ته تګ قرباني بولي او نه امتیاز او قربانۍ  ته دانګل او تللو لپاره د هر کس او ناکس منت او د چا احسان اخیستل او ځان بې عزته کول نه شي زغملای او نه زغمي! د خدمت فرصت د خپلې بی عزتۍ په بیه نه مني او نه  قبلوي!

 

زه باور لرم د تمامو ناخوالو سره سره به ان شاء الله تعالی  دا وطن جوړېږي او ملت به بسیا کیږي!

مننه

۸/۳/۲۰۱۹م

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply