ولسمشر غني سوله په ملي او بین المللي بحث بدله کړه

0 1,137

محمدبشیر یوسفزوی-

تر دا څو کاله وړاندې پورې چا د سولې نوم هم نشو اخیستلی او یا یې نه اخیست، ښاغلي کرزي به چې د خپلې واکمنۍ پرمهال که ډېر جرئت وکړ، نو ایله  دومره به یې وویل چې د پاکستان له همکارۍ پرته په افغانستان کې شونې نه ده، مګر ولسمشر غني د سولې په اړه په جرئت او وضاحت اقدام وکړ.

د بېلګې په توګه لومړی یې په ملي کچه د سولې موضوع په اصلي بحث بدله کړه، داسې وینا به یې ډېره کمه پیدا شي چې په هغې کې یې د سولې خبره او یادونه نه وي کړې. بله دا چې د سولې په اړه یې بار بار د هیواد له بېلابېلو اقشارو سره نه یوازې مشورې وکړې، بلکې د هغوی نظرونه، وړاندیزونه، غوښتنې، پوښتنې او څرګندونې یې په زغم او دقت واورېدې.

د بېلابېلو اقشارو استازو سره په جلا جلا کتنو کې یې هغوی ته د سولې ټول ابعاد تشریح کړل. د سولې او جنګ په قېمت یې د ولس ذهنونه روښانه کړل. حتی طالبانو ته یې هم بار بار وویل چې په جنګ او زور یې نشئ ګټلی، که رښتیا هم غواړئ چې خپل  عادي ژوند ته ستانه شئ، نو د سولې لاره اختیاره کړئ. د سولې لپاره یې هغوی ته ټولې لارې پرانیستې.

د دې ترڅنګ یې د سولې عالي شورا کې فوق العاده بدلون او تحرک ایجاد کړ. هغوی ته یې جهت ورکړ او همدارنګه یې سوله یوازې په سولې عالي شورا پورې محدوده نه کړه، بلکې ولسمشر غني عام ولس ته اعلان وکړ او ورته وې ویل، سوله د ټولو ګډه غوښتنه او ګډ مسوولیت دی او هر څوک کولی شي په دې برخه کې له خپلو امکاناتو، نفوذ، اړیکو او فرصتونو څخه د سولې لپاره استفاده وکړي.

همدارنګه یې په بین المللي کنفرانسونو کې او د ځینو هیوادونو استازو او مشرانو سره په کتنو کې هغوی وهڅول چې د افغان سولې ملاتړ وکړي. دا لومړی ځل دی چې بهرنیانو په افغانستان کې د جنګ پرځای د سولې ملاتړ ته وهڅول شول. د امریکا متحدو ایالتونو د جنوبي اسیا لپاره په خپله ستراتیژي کې بدلون راوست او دوی د ترهګرۍ پر ضد د جنګ تر څنګ د افغانستان د سولې او انکشاف په اړه هم خپله ستراتيژۍ کې ځای ورکړ او امریکایي جنرالانو مستقیماً طالبانو ته د بین الافغاني مذاکراتو له لورې د سولې بلنه ورکړه.

ولسمشر غني دوه انتخابونه هم نړیوالو او هم طالبانو ته وړاندې کړل. هغه وویل چې جنګ د بریالیتوب لاره نه ده او نه هم زموږ انتخاب دی او نه هم وسله وال طالبان د جنګ له لارې بریالي کېدلی شي، نو دوی دې د سولې او مذاکراتو له لارې عادي ژوند ته ستانه شي او هغوی ته یې په وضاحت وویل چې جنګ زموږ مجبوریت دی، مګر سوله مو غوښتنه او مسوولیت دی او که وسله وال طالبان په نرمۍ سولې ته غاړه کېنږدي، نو د جګړې له لارې به هغوی مجبوره کړي چې سوله ومني او موږ به سوله د جګړې ډګر ته یوسو او بالاخره همداسې یې وکړل، جنګ یې په طالبانو سخت کړل او بالاخره هغوی سولې ته غاړه کېښوده.  

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply